غزني پوهنتون کې د اداري مراسلاتو د معیاري کولو او مسلکي مکتوب لیکنې په موخه د اداري مراسلاتو او مکتوب لیکنې معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۰
lp

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، اداري مراسلاتو د معیاري کولو او د رسمي مکتوبونو د لیکنې د کیفیت ښه‌والي په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه معلوماتي سمینار کې ګډونوالو ته د اداري مراسلاتو د اصولو، د رسمي مکتوبونو د جوړښت، د لیکنې د معیاري بڼې او د اداري مکاتباتو د اصولي تنظیم په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
د یاد سمینار موخه د اداري کارکوونکو د لیکنیزو مهارتونو پیاوړتیا، په اداري چارو کې دقت او چټکتیا، او د رسمي مکاتباتو د کیفیت لوړول وو، څو اداري چارې په مسلکي، منظم او اغېزمن ډول ترسره شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۵/۰۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۲۹ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۲۱م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS