د مالي او اداري چارو معاونیت پېژندنه:

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت د پوهنتون له مهمو او اساسي معاونیتونو څخه دی، چې د پوهنتون مالي، اداري او خدماتي چارو د تنظیم، همغږۍ او پرمختګ مسؤلیت پر غاړه لري. د مالي او اداري چارو معاونیت، د پوهنتون په تشکیلاتي جوړښت کې یو کلیدي او حیاتي بخش دی، ځکه د پوهنتون ټولي مالي منابع (بودجه، معاشونه، عواید) تنظیموي، اداري سیستم، کارکوونکي او تدارکاتي چارې مدیریت کوي، د پوهنتون د ورځنیو چارو د سم پرمخ وړلو بنسټ جوړوي، په عمومي ډول، دا معاونیت د پوهنتون د اداري نظم، شفافیت او حساب ورکونې تضمین کوي.

د مالي او اداري چارو معاونیت مهمې دندې او مسؤلیتونه:

1. مالي مدیریت

  • د پوهنتون کلنۍ بودجه جوړول او تطبیقول
  • د معاشونو، امتیازاتو او مالي حوالو تنظیم
  • د عوایدو راټولول او ثبتول
  • د لګښتونو کنټرول او حساب ورکونه

2. اداري چارې

  • د کارکوونکو استخدام (بشري سرچینې)
  • د حاضری، سوانحو او ارزونې سیستم مدیریت
  • د اداري اصولو پلي کول
  • د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه

3. تدارکات او لوژستیک

  • د اړتیا وړ وسایلو، تجهیزاتو او خدماتو تدارک
  • د قراردادونو تنظیم او څارنه
  • د پوهنتون عمومي ستراتیژۍ سره همغږي
  • د پوهنتون د زیربناوو ساتنه او مراقبت

4. پلان جوړونه او راپور ورکول

  • کلني او ربعوار کاري پلانونه جوړول
  • د بېلابېلو آمریتونو راپورونه ارزول.

 د مالي او اداري چارو معاونیت په لاندې څانګو کې فعالیت تر سره کوي:

د کارکوونکو چارو آمریت

د مالي او حسابي چارو آمریت

د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت

د کار طریقه او فعالیتونه

په غزني پوهنتون کې دا معاونیت:

په منظم ډول اونیزې اداري ناستې ترسره کوي

کارکوونکو ته مشخصې دندې سپاري

د ترسره شویو کارونو ارزونه کوي

د شفافیت، نظم او پرمختګ لپاره پرېکړې کوي او همداراز آمریتونه مکلف دي چې خپل کاري پلانونه او راپورونه پر وخت وړاندې کړي

ټول فعالیتونه د ارزونې وړ اهدافو پر بنسټ تنظیمېږي.

 اهمیت او رول

د دغه معاونیت اهمیت په دې کې دی چې:

  • د پوهنتون ټول سیستم ورباندې تکیه لري
  • د مالي فساد مخنیوی او شفافیت تضمینوي
  • د اداري نظم له لارې د تحصیلي کیفیت ملاتړ کوي
  • د پوهنتون د پرمختګ لپاره بنسټیزه فضا برابروي