غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د اغېزمن تطبیق په موخه د یاد آمریت د معیارونو د نوي چوکاټ تشریح او ارزونې فورمونو د پوهاوي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو پروسې د اغېزمن تطبیق په موخه، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې معیارونو د نوي چوکاټ او اړوندو فورمونو د تشریح او پوهاوي سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل پر مهال د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي غلام صدیق دانش وویل موږ چې د کوم کار لپاره ګمارل شوي یو، هغه باید په منظمه توګه مخته یوسو ځکه دغه وخت مو خرڅ کړی او په بدل کې یې حق الزحمه راکول کیږي نو د دغه سمینار موخه هم د نیمګړتیاوو مخنیوی او د کارونو منظموالی دی؛ او له ټولو کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې له خپلو تر لاس لاندې کارکونکو او مراجعینو سره ښه سلوک وکړي او کارونه یې پر وخت ورته ترسره کړي.
وروسته په یاد سمینار کې ګډونوالو ته د نوي چوکاټ، معیارونو او فورمونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د اړوندو اداري مسؤلیتونو، د اسنادو د تنظیم او د کیفیت د معیارونو د عملي تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
باید وویل شي چې د یاد سمینار موخه د اداري کارکوونکو د پوهاوي لوړول، د کیفیت تضمین پروسې پیاوړتیا او د پوهنتون په اداري چارو کې د معیاري او اغېزمنو کړنو پراختیا ده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۵/۲۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۸/۱۹ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۱۰م
