د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي تاریخچه او لنډه پېژندنه:

په افغانستان کې د اړتیا مطابق د هیواد د اداري نظام د سمون، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او ښې حکومتولي ته د رسېدو په موخه د غزني پوهنتون د پرله پسې او نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کې د (عامه ادارې او پالیسي پوهنځي)  په نامه یوه ډیره مهمه علمي رشته د لوړو زده کړو وزارت د ( ۲۵/ ۱/۱۴۴۶ ه ق مطابق ۱۰/۵/۱۴۰۳ ه ش ) نېټې پرېکړې پر بنسټ  په دوو څانګو( عامه اداره او عامه پالیسي) کې  په غزني  پوهنتون کې رامنځته او منظوره کړله،  چې د دې با ارزښته او په نني عصر کې د اړتيا وړ علمي رشتې په پرانیستلو سره به د غزني امارتي  ادارو په شمول د ټول افغانستان امارتي ادارې د ظرفیت او مسلکیتوب له لحاظه پیاوړي کېږي.

دغزني پوهنتون عامه ادارې او پالیسي پوهنځي لپاره د ۱۴۰۵ ه ش کال په تشکیلاتي جوړښت کې ټولټال دیارلس(۱۳) بستونه په نظر کې نیول شويدي،( د پوهنځي  دریاست په شمول نهه کادري بستونه، دوه اداري بستونه او دوه هم خدماتي بستونه)  چې دهغې له جملې څخه یې د پوهنځۍ رئیس او تدریسي مدیر رسماً په دنده باندې پیل کړی دی او د کادري بستونو د تقرر چارې یې روانې دي. همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت څخه د ۱۴۰۵ ه ش کال لپاره د محصلینو د جذب غوښتنه ترسره شوه، چې د خپل لزوم دید په اساس یې د همدې کال په کانکور کې جذب ور نه کړ، ان شاءالله په ۱۴۰۶ ه ش کال کې به د کانکور له ادرسه په دواړو څانګو کې جذب او محصل ولرو.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي جوړښت

۱. عامه اداره څانګه

۲. عامه پالیسي څانګه

عامه اداره او پالیسي پوهنځي، په خپل تشکیل کښي (۹) کادري او (۴) اداري او خدماتي کارمندان لري، چې ځینې یې مقرر دي او د ځینو د تقرر چارې یې د وزارت د کړنلارې مطابق روانې دي.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي اهمیت:

لکه څنګه چې معلومه ده په مختلفو وختونو کې ډول ډول علمي مصطلحات رامنځته شوي دي چې بیا هغه وخت یا زمان د همهغه علم دوره بلل شوې ده مثلاً د علمي مدیریت دوره، د عامه مدیریت دوره، ښه حکومتولي او داسي نور..

د عامه ادارې او پالیسي علم د معاصرې نړۍ له اړینو او مهمو علومو څخه ګڼل کیږي، بناً عامه اداره او پالیسي پوهنځۍ نه تنها په مدیریتي برخه کې د اهمیت وړ ده بلکه په سیاسي، اقتصادي، اداري او ټولنیزو برخو کې هم خورا د اهمیت وړ بلل کیږي. دا چې افغانستان یو جنګ ځپلی  هیواد دی چې په مجموع کې جګړې نه یوازې خلګ ځپلي بلکې د هیواد اداري سیسټم یې هم زیانمن کړی دی او اوس د یوه سوچه اسلامي او خپلواک نظام څښتن دی،  له همدې امله  مختلفو اداري سیسټمونو او ډول ډول پرمخ تلليو پالیسیو ته ضرورت لیدل کیږي چې بېله عامه ادارې او پالیسي پوهنځي څخه یې شتون ناممکن بلل کیږي.

لرلید:

د عامه ادارې او پاليسي  په برخو کې د هيواد مخکښ پوهنځي کېدل، په اسلامي روحیه د ښو رهبرانو، پاليسي جوړونکو او مسلکي مديرانو روزل، ترڅو افغانستان او اسلامي نظام  د يو ښه راتلونکي  پر لور رهبري کړي.

رسالت:

د نوې تکنالوژي او اغېزمنو ښوونيزو مېتودونو په مرسته د مسلکي کادرونو روزل، څېړنې تر سره کول او د عامه خدمتونو او پاليسيو په سمون او بدلون کې برخه اخيستل.

موخې:

  • ټولنې ته د ښې رهبرۍ، پاليسۍ او مديريت په برخو کې په کار پوه او وړ بشري ځواک وړاندې کول؛
  • د ټولنې د ستونزو د حل په موخه څېړنې تر سره کول؛
  • حکومت ته د ښې حکومتدارۍ او پاليسيو په برخو کې سالمې مشورې ورکول.

د پوهنځي اساسي ارزښتونه:

  1. د صداقت، ( ريښتینولي)، تخصص او مسلک قوي کول؛       
  2. داسلامي شریعت په چوکاټ کې د افکارو څرګندونې ته وده ورکول؛
  3. د پوهنځي د لا غني کولو په منظور  د نظام د پالیسي او منهج مطابق  د داخلي او بهرنيو بنسټونو سره ښې اړيکې ساتل؛
  4. په تصاميمو کې د کارکوونکو فعاله ونډه اخيستل او تشويقول؛
  5. د پوهنځي ستراتيژيک پلان په جدي ډول تعقيبول؛
  6. د پوهنځي اصولو ته غاړه ایښودل؛
  7. د اسلامي امارت ټولو فرامینو، حکمونو او هدایاتو ته پوره پاملرنه او تطبیق ته یې کار کول؛
  8. د لوړو زده کړو وزارت  ټولو مقرراتو او لوائحو ته بشپړ احترام؛
  9. په محصلينو کې د مطالعې د فرهنګ بډايه کول؛
  10. د اخلاص، تقوی، تعهد او په اسلامي روحیه سمبال  انګېزې تقويه کول؛
  11. د ټولنې او حکومت اړتياؤ ته پر وخت ځواب ويل.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي څانګې:

عامه اداره او پالیسي پوهنځي دوې څانګي لري چې په لاندې ډول دي.

۱ : د عامه ادارې څانګه:

د عامه ادارې څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ایجاد سره سم په ۱۴۴۶ ه ق ) کال کې رامنځته شوه، چې په خپل تشکیل کې (۴) کادري غړي لري چې د تقرر چارې یې روانې دي. دا یوه مسلکي او تخصصي څانګه ده، چې په عموم کې د خصوصي او امارتي سازمانونو د ښه او مؤثره مدیریت په موخه اداره چیان او رهبران روزي ترڅو وکولای شي د یادو سازمانو له لاري غوره او مؤثره خدمتونه په کم وخت کې وړاندې کړي او د عامه کړنو لپاره د تعهد، شفافیت، حساب ورکونې او مؤثریت اصل په پام کې نیولو سره غوره پلانونه او پالیسي طرحه او تطبیق کړي.

لرلید:

د هیواد په کچه یو له غوره او مخکښو څانګو څخه کېدل.

رسالت:

زموږ موخه داده، چې په نوي نسل کې داسې اداره کوونکي او رهبران وروزو، تر څو هغوی د اداره کولو، رهبري کولو، پلان جوړونې، تصمیم نیونې مهارتونه او د افرادو د تشویق کولو وړتیاوې ولري، څو په خپلو دندو کې د ځانه وړتیا وښيې او د نړۍ د پرمختللو ټکنالوجیکي وسایلو څخه په استفاده د هیواد او اسلامي نظام په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

موخې:

  • د  وړ او لایقو رهبرانو او  اداره چېانو روزل؛
  • محصلین د نوي تکنالوجیکي او اغیزمنو ښونیزو میتودونو په مرسته روزل؛
  • داستادانو او اداري کارمندانو د علمي او مسلکي ظرفیتونو لوړول؛
  • د نویو عصري او با کفایته، معیاري درسي موادو او کتابونو تهیه کول؛
  • تدریس په نوي او پرمختللي تکنالوجي او امکاناتو مخ ته وړل؛
  • محصلانوته د با کیفیته تدریس، زده کړې او څیړنې زمینه برابرول؛
  • د اسلامي نظام،  ټولنې او دکار د بازار د اړتیاو په پام کې نیولو سره په کارپوه او با مسولیته کادرونه روزل؛
  • د سیمې ځوانانو ته د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرول؛
  • په محصلینوکی د اسلامی او افغانی ارزښتونو  دساتنې روحیه قوي کول.

۲ : د عامه پالیسي څانګه:

د عامه پالیسي څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د ایجاد سره سم په ۱۴۴۶   هـ.ق کال کې رامنځته شوه، چې په خپل تشکیل کې (۴) تنه کادري غړي لري.  عامه پالیسي یوه مسلکې او تخصصي څانګه ده، چې  د ټولینزو ستونزو  او مسایلو د تشخیص، همدې ستونزو ته د غوره طرحو (حل لارو) د جوړولو، منطقي تصمیم نیولو، د عامه پالیسیو د ښه تطبیق او همدې پالیسیو د تحلیل او ارزونې په موخه پالیسي جوړونکي/ تحلیل کوونکي روزي؛ ترڅو د اسلامي نظام ټولې امارتي ادارې وکولاي شي، چې د ښې حکومتولي او بهتره پالیسیو په وسیله ټولنې ته په موثره  او شفاف ډول سره عامه خدمتونه وړاندې کړي.

لرليد:

د هيواد په کچه د عامه پاليسۍ جوړونې په برخه کې د يوې منل شوې او اعتباري څانګې په حيث راڅرګندېدل .

رسالت:

د لوړو تحصيلي او کادري استادانو په وسيله په اسلامي روحیه سمبال معياري تدريس، د علمي څېړنو سرته رسول، او داسې معياري خدماتو وړاندې کول، چې د ټولنې د اړتياوو جواب ويونکې وي او د اقتصاد، ټولنې،  يووالي او ثبات په پراختيا کې مهمه ونډه ولري.

ستراتیژیکې موخې :

  • د کریکولم د پراختيا له لارې د نوو زده کړيزو اړتياوو جواب ويل او د درسي نصاب معياري کول؛
  • په دغه نهاد کې د اوږد  مهاله موخو په خاطر د با کیفيته تدريس او څېړنې(چې د نړيوالو معيارونو سره سم وي) ښه والی؛
  • د لايحې او کرېډېټ سيسټم اجرا کول، چې د اعتبار ورکولو او د پوهنځي د علمي سطحې په لوړولو کې مهم رول لري؛
  • د يوې داسې علمي فضاء رامنځته کول؛ چې د شریعت په چوکاټ کې بحث، د نظر تبادله، پوښتنې او سالمې نيوکې پکې د منلو وړ وي؛
  • د علمي کادر او اداري کارمندانو د ودې له پاره د لوړو تحصيلي فرصتونو برابرول؛
  • د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو طرح کول، چې  هغه ته لاسرسی يوه اړتيا ده؛
  • د ملي، سيمه ايزو او نړيوالو لوړو زده کړو د نهادونو سره د نظام د پالیسي مطابق اړیکې را منځته کول.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځۍ د رئیس پېژندنه

ښاغلی استاد ذبیح الله حقمل د ګل وزیر زوی د عبدالله جان لمسي په کال ۱۳۷۳ ه ش کې د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په کلانده کلي کې سترګې دنیا ته وغوړولې. د افغانستان اسلامي امارت د تیر تحریک په لومړیو وختونو کې غزني ولایت مرکز ته کډه شوي او تر اوسه همدلته ژوند کوي، لومړنۍ زده کړې یې د  امارت په لومړنۍ دوره کې  د غزني مرکز د ابوعبیده ابن جراح په مدرسه کې پیل کړې، متوسطه زده کړې یې د غزني مرکز د سید احمد مکه یې په لیسه کې ترلاسه کړې  چې بیا وروسته د غزنی مرکز د سنايي عالي لېسې څخه په کال ۱۳۹۱ ه ش کال کې په لومړۍ درجه  فارغ شو او د ۱۳۹۲ کال  عمومی کانکور له لارې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته په لوړو نمرو کامیاب او په کال ۱۳۹۶ ه ش کې  ورڅخه فارغ شو، دا چې په هغه وخت کې په هیواد کې صلیبي اشغال شتون درلود، د زده کړو ترڅنګ په جهادي امورو هم بوخت وو، همغه وو چې په کال ۱۳۹۸ ه ش کې په غزني ولایت کې د تیرې ادارې د استخباراتي کارمندانو لخودا ونیول شو او تر سختو فزیکي او روحي شکنجو وروسته په یو کال او شل ورځو زندان باندې محکوم شو. ښاغلي حقمل د زندان په دوره کې هلته د عربی او انګلیسیي ژبو د تدریس تر څنګ په مختلفو برخو کې نورو بندیانو ته د تدریس تر څنګ دوه کتابونه هم ولیکل( ۳۸۴ ورځې په زندان کې او له سنګره تر قطره د صلیبي اشغال کریغې) چې په لنډ وخت کې به ان شاء الله د چاپ په ګاڼه سمبال شي، همدارنګه یې په محبس کې دیني علوم تر قافیې پورې، تجوید او د سپېڅلي الهي کلام د یوې برخې د حفظ ویاړ هم تر لاسه کړ. د صلیبي اشغال تر ماتې او د اسلامي امارت تر مبینې فتحې وروسته یې  په کال ۱۴۰۱ ه ش کې د مشرانو د لزوم دید په اساس د غزني ولایت مقام د سکرتر په حیث په دنده باندې پیل وکړ، په کال ۱۴۰۲ ه ش کې د ولایت مقام او کورنیو چارو وزارت  د لزوم دید او ریاست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس د غزني ولایت مقام د دفتر ریاست د رئیس او خادم په بست کې مقرر شو او د ۱۴۰۴ ه ش کال تر وروستیو ورځو پورې یې په همدې بست کې نه ستړې کېدونکی خدمات تر سره کړل. له هغې وروسته د غزنی پوهنتون د مشرتابه او لوړو زده کړو وزارت په غوښتنه او وړاندیز د ۱۴۰۵  ه ش د ثور میاشتې په شلمه نېټه د غزني پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځۍ د رئیس په توګه یې پر دنده پیل وکړ او خدمت یې روان دی.

عامه ادارې او پالیسي پوهنځۍ د رئیس پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله الذي أعلى منار العلم والجهاد، وشرّف أهل البصيرة والاجتهاد، والصلاة والسلام على قائد الغر الميامين، نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين. أما بعد!

د بشریت تاریخ د دوو سترو ځواکونو؛ یعنې «قلم او تورې» پر محور څرخي. علم د انسانیت د فکري بیدارۍ او روښانتیا بنسټ دی او جهاد د هغه حق او دین د دفاع او ساتنې ډال دی، چې علم راښودلی دی. علم د لارې مشال دی او جهاد په دې مشال د رڼا شوې لارې عملي دفاع او ساتنه ده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مبارک ژوند کې هم موږ وینو، چې کله د وحې لړۍ پیل شوه او د علم او اقرا (ولوله) امر وشو، د حق د ساتنې او د ظلم د مخنیوي لپاره د جهاد او سرښیندنې سپېڅلی فرض هم ورپسې ادا شو.

نن چې موږ او تاسو د اسلامي نظام په مختلفو برخو کې خدمت کوو، دا زموږ د تېرو هغو اتلانو او شهیدانو د وینو او مبارزو برکت دی، چې د عصري او دیني علومو د ترلاسه کولو ترڅنګ یې د هېواد او دین د دفاع سنګرونه هم ګرم ساتلي وو. زموږ د بریا راز په همدې کې نغښتی، چې موږ د خپلو پلرونو او نیکونو په څېر د عصري او دیني پوهې په وسلې سمبال او د اسلامي غیرت او جهادي روحیې په مټ پیاوړي واوسو.

په هیواد کې د بشپړ اسلامي نظام د راتګ او صلیبي اشغال د ماتې په پار متعال رب ته شکرانه اداء کوو او د مالک او قادر ذات دربار ته لاسونه لپه کوو چې نور په دې مجاهدې او شهیدې خاوره کې چاته  د بیاځلی اشغال او بدبختیو توان مه ورکوې او مونږ ته دا وس راکړې چې دې کنډر کنډر هیواد او د استشهادیانو د مبارکو وجودونو په غوښو او وینو راغلي نظام کې د زړه له کومې خدمت وکړو او په خپل خدمت سره خپل هیواد په ټولو برخو کې د سیالانو سیال وګرځوو او د طواغیتو او دښمنانو له احتیاجه یې خلاص کړو.

دا چې تر مبینې فتحې وروسته د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو قدرمن وزارت د هیواد د پوهنتونو او اداري برخې هر اړخیرې اروزنې وروسته وپتېیله تر څو په ځینو پوهنتونونو کې د عامه ادارې او پالیسي پوهنځۍ رامنځته کړي، همغه وو چې د غزني پوهنتون د مشرتابه د وړاندیز او لوړو زده کړو وزارت د منظوري پر بنسټ یاده پوهنځۍ د غزني پوهنتون په تحصیلي جوړښت کې اضافه شو او مونږ هم ورته د رئیس او خادم په توګه وکمارل شو.

مونږ به هڅه وکړو چې د اسلامی شریعت، اسلامي نظام د منهج او پالیسي او لوړو زده کړو وزارت د کړنلارې مطابق ددې پوهنځۍ ټولې چارې د پوهنتون د مشرتابه، پوهنځیو رئیس صاحبانو او استاذانو په مرسته مخته یوسو. او د اسلامي امارت د بقاء او پرمختګ لپاره په مسلکي، تخصصي او عقیدوي وسله سمبال ځوانان او علمي کادرونه ټولنې او اداري واحدونو ته وړاندې کړو.