غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځې محصلینو د تخنیکي او تکنالوژیکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د امنیتي کېمرو د پېژندنې او نصب په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د تخنیکي او ټکنالوژیکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د امنیتي کېمرو د پېژندنې، اهمیت، اړتیاوو او نصب د عملي تخنیکونو په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې محصلینو ته د امنیتي کېمرو بېلابېل ډولونه، د کارونې موارد، تخنیکي ځانګړتیاوې، د نصب اصول او اړوند وسایل عملاً او په تفصیل سره تشریح شول.
د سمینار موخه د محصلینو د مسلکي پوهې لوړول، د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د امنیتي ټکنالوژۍ په برخه کې د هغوی د تخنیکي وړتیاوو پراختیا وه.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۵/۳۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۸/۲۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۱۱م
