غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته د «نوښت او ابتکار» تر سرلیک لاندې ښوونیز او روزنیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۵:۲۰
qw

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته د نوښت او ابتکار تر سرلیک لاندې ښوونیز او روزنیز سمینار ترسره شو.

په دغه سمینار کې چې د یاد پوهنځي استاد دوکتور محمد شریف ادیب له لوري وړاندې شو؛ محصلینو ته د نوښت او ابتکار پر ارزښت، د نوې مفکورې د رامنځته کولو، خلاقانه فکر، د ستونزو د حل لارو او د علمي او مسلکي پرمختګ په برخه کې د نوښتګرۍ پر رول هراړخیز معلومات وړاندې شول.

د یاد سمینار موخه د محصلینو د فکري وړتیاوو لوړول، د نوښتګر فکر پیاوړتیا او د هغوی هڅول وو، څو په علمي او عملي ډګرونو کې د نوو نظریاتو او ابتکاري لارو چارو له لارې اغېزمن رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

دوشنبه

۱۴۴۸/۰۶/۰۵ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۸/۲۵ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۱۶م

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځې محصلینو د تخنیکي او تکنالوژیکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د امنیتي کېمرو د پېژندنې او نصب په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د تخنیکي او ټکنالوژیکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د امنیتي کېمرو د پېژندنې، اهمیت، اړتیاوو او نصب د عملي تخنیکونو په اړه معلوماتي سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۳۷
Background image

غزني پوهنتون کې د مشرتابه د فرامینو د اغېزو علمي او څېړنیز کنفرانس ته د غوره چمتووالي او په دغه کنفرانس کې وړاندې کېدونکو مقالو د ارزونې په موخه ازمایښتي کنفرانس ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د علمې څېړنو معاونیت له لوري؛ په وردګ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرمانونو د اغېزو تر سرلیک لاندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د اغېزمن تطبیق په موخه د یاد آمریت د معیارونو د نوي چوکاټ تشریح او ارزونې فورمونو د پوهاوي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د کیفیت تضمین او اعتبار ورکولو پروسې د اغېزمن تطبیق په موخه، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې معیارونو د نوي چوکاټ او اړوندو. . .

BACK TO NEWS