مالی او اداری چاری معاونیت

مالی او اداری چارو مرستیال ژوندلیک

logo

دغزنی پوهنتون مالی و اداری چارو معاون محترم مولوی محمد جاوید خالد لنده پیژندنه 
مولوی محمد جاوید (خالد) دجانوګل زوی په 1376کال کی دمیدان وردګ ولایت دجغتووالسوالی دخواجه آب کلی په یوه دینداره اومجاهده اوشهید پروره کورنی کی زیژیدلی دی دښونځي زده کړی یی دجغتو والسوالی دخدای نظرخان لیسه کی تراوم صنف پوری کړی دی بیا یی ورسته دینی زده کړی دحضرت ابوبکر صدیق ض په مدرسه کی شروع کړی بیا یی په دینی زده کړو پسی مختلفو ولایتونوته سفر وکړ لکه خوست کابل کندهار بیا یی دینی زده کړی دالله ج په نصرت سره پای ته ورسیدلی اوپه میدان وردګو کی ورته دستارفضیلت دشیخ صاحب عبدرحمان په مبارکو لاسونو ورته کیښودل شو بیا ورسته الحمدولله خالدصاحب 12 کاله جهادی مبارزه وکړه چی دالله ج په لاره کی یی هرقسمه قربانی ورکړی 
اودامارت اسلامی دمشرانو لخوا بیلابیل مسلیتونه ورکړل شول لکه 
دننګرهارولایت دمنفجراتومسولیت
دمیدان وردګوولایت کی دعوت ارشاد مسولیت دنظامی معسکراستاداوننګرهارولایت کی دنظامی قطعی مالی مسولیت بیا ورسته ترفتح دکابل ولایت د313مرکزی قول اردو دپیژندمدیر په حیث وګمارل شو چی دوه کاله پوره یی خدمت وکړه  دشه خدمت له وجهی بیا ورسته ددفاع وزارت دمشرانو له خوا دبیو میتریک دآمر په حیث وګمارل شو ورسته دغزنی پوهنتون کی دمالی او اداری معاون به حیث معرفی شوی دی چی تر اوسه دلته خدمت کوی .
زندگی نامه محترم مولوی جاوید خالد معاون مالی و اداری پوهنتون غزنی 
مولوی محمد جاوید خالد فرزند جانوگل در سال 1376 ه درقریه خواجه آب ولسوالی جغتو ولایت وردک در یک خانوده مجاهد و دیندار تولد گردیده است .ایشان مکتب را تا صنف هفتم در مکتب لیسه خدای نظرخان در ولسوالی جغتو فراگرفته سپس مشغول فراگیری درسهای دینی در مدرسه ابوبکرصدیق رض گردید و طی این مدت برای فراگیری علم بیشتر به ولایت های قندهار ، خوست و کابل  سفر نموده است و به نصرت خداوند سبحان درسهای دینی را تکیمل و دستار فضلیت را توسط شیخ صاحب عبدالرحمن دریافت نمودندو دوره کلان را با موفقیت به اتمام رسانیده اند .
ایشان مدت 12 سال جهاد نموده است که طی آن قربانی های متعدد را متقبل گردیده است و از طرف رهبری محترم امارت اسلامی افغانستان مسولیت های متعدد برای ایشان سپرده شده است .
مسئول منفجرات ولایت ننگرهار
  مسئول ارشاد و دعوت ولایت میدان وردک  
استاد نظامی معسکر   
مسئول مالی قطعه نظامی ولایت ننگرهار 
بعد از فتح مدیربیژند قول اردو 313 و مدت 2 سال در این بخش ایفای وظیفه نموده است و به نسبت فعالیت های خوب ایشان بعد از طرف مقامات وزارت محترم دفاع منحیث آمر بیومتریک معرفی گردیدند سپس مطابق لزوم دید مقام محترم وزارت تحصیلات عالی منحیث معاون مالی و  اداری پوهنتون غزنی گماشته شدند که تاحال در این سمت ایفای وظیفه می نمایند .

.د شاه رضا «محمدي» لنډه پیژندګلوي

شاه رضا «محمدي» د علي رضا «یوسفي» زوی، په ۱۳۶۲هـ لمریز کال د جغتو ولسوالۍ د «شاخه جلیل ګلبوري» کلي په یوه مؤمنه او دین پاله کورنۍ کې زیږېدلی دی. د ښوونځي زده کړې یې د ګلبوري سیمې د «البروني جرمتو» په عالي لیسه کې سر ته رسولې او په ۱۳۸۶هـ ل کال یې د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه د لېسانس بریلیک تر لاسه کړی دی.

د ۱۳۸۷هـ کال له پیله د آزادې سیالۍ له لارې د غزني ولایت په پوهنې ریاست کې د مالي مسئول په توګه ټاکل شوی دی. څرنګه چې دغه دنده قراردادي وه او نړیوال بانک تمویلوله، له همدې امله د دغې برنامې تر پای ته رسیدو ( ۲۰/ ۹/ ۱۳۹۱هـ ل ) نیټې پورې په یاد ریاست کې په دنده بوخت و.

له دې وروسته د رقابتي ازموینې په پایله کې د جغتو ولسوالۍ اړونده ښوونځیو کې د پوهنیز ظرفیت لوړونې په چارو کې د ټولنیز کارمند په توګه له ۱۳۹۲هـ کال نه تر ۱۳۹۴هـ کال پورې  په خدمت بوخت و. د دغې دندې د قرارداد تر پوره کېدو وروسته یې څه موده د خصوصي سکتور په برخه کې کار کړی دی.

 له ۱۳۹۵هـ کال نه تر ۱۳۹۷هـ کال پورې یو ځل بیا د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معنیت په چوکاټ کې د یونسکو له خوا تمولیدونکې برنامي سره، چې په افغانستان کې د سواد کچې د لوړاوي تر څنګ یې د یو شمېر حرفو لکه خیاطۍ، د شاتو مچیو روزنې، چرګانو روزنې او لبنیاتو د پروسس ښوونې په برخه کې ماموریت پر مخ ووړ ، د غزني ولایت د پوهنې ریاست تر چتر لاندې د څلورو ولسوالیو «مرکز، قره باغ، جغتو او جاغوري» لپاره د یادې برنامې د مسئول په توګه  دنده ترسره کړې ده.

د غزني د پوهنې ریاست په مالي او اداري معاونیت کې د تغیراتو او بدلونونو په راتګ سره  او دا چې د یاد ریاست مالي او اداري مرستیال په مالیاتي او اداري برخه کې پوره تجربه نه درلوده، له همدې امله د غزني پوهنې ریاست، له لوري ښاغلی محمدي په مالي او اداري چارو کې د کارپوه په توګه په دنده وګمارل شو، تر ۱۳۹۷هـ ل کال پورې په دغې دنده کې پاتې شو.

له دې وروسته د آزادې سیالۍ له لارې د جمهوري ریاست د «۹۱» شمېرې حکم پر اساس په ۸/۱/ ۱۳۹۸هـ ل کال، په دویم بست کې د غزني پوهنتون مالي او اداري مرستیال وټاکل شو، چې د همدغه کال د وري میاشتې په ۲۴مه رسماً معرفي  او دا مهال د خپلې دندې د لایحې مطابق ور سپارل شوې چارې ترسره کوي.

والسلام علی منتبع الهدی