دعلمي چارومعاونیت

 

  د علمی چارو معاونیت په اړوند معلومات

پیلیزه

په عموم کی د علمی چارو معاونیت د لوړو زده کړو په نهادونو کی د هیواد په کچه او په خاص ډول په غزنی پوهنتنون کی خاص او کلیدی ځای لري، کوم چی د ټولو علمی او اکادمیکو چارو مدیریت او رهبری د پوهنتون دریاست د مقام سره په هماهنګی په غاړه لري.

 

 

 

لیدلوری

غزنی پوهنتون په نظر کی لري تر څو د هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کی د خپل ۵ کلن استراتیژیک پلان مطابق د منطقی په کچه د علم او پوهی د پراختیا، د افغانی ټولنی د اوسنی او ورځ تربلی زیاتیدونکو اړتیاوو ته د لاس رسی په خاطر  له موجوده امکاناتو څخه په ګټی اخیستنی سره خپل پنځه کلن استراتیژیک پلان له مخکی په  دقیق ډول طرحه ترڅو په کمی او کیفی لحاظ د افغانستان د متدینو خلکو او ټولنو لپاره مصدر د خدمت وګرځی.

 

 

 

اوسنی وضعیت او راتلونکی کاري لیدلوری

په اوسنی وخت کی غزنی پوهنتون د (۱۷) فارغ  ورکوونکو  څانګو (لاندی جدول کی ښودل شویدی ) او ۵ پوهنځیو(کرنې ، ښوونه روزنه ، اقتصاد، شرعیات او ژبی ادبیات ) او همدارنګه د شپی ادبیاتو دوه څانګو(پښتو او دری ادبیات) لرونکی دی ، هره پوهنځی د لوړو زده کړو د قانون له مخې د یو مسول شخص (رییس) له خوا په اداری او علمی لحاظ اداره کیږی. همدارنګه د شپی برنامی هم د خپل اړونده مسول کس له خوا د قانون په رڼا کی په مخ وړل کیږی. تمه ده چی غزني پوهنتون  کی به د خپل ۵ کلن ستراتیژیک په بنسټ کوم چی د لوړو زده کړو وزارت له خوا د تایید وړ ګرځیدلی دی تر راتلونکی ۵ کلونو پوری (۱۴۰۲-۱۳۹۸) پنځه نوری پوهنځی (طب کمپیوتر ساینس، ژورنالیزم حقوق او ټولنیز علوم ) تاسیس کړی شي. همدارنګه د پلان مطابق دا چی غزنی پوهنتون په ۱۳۹۸ کال کی داعتبار ورکونی د لومړی مرحلی لپاره کاندید دی په نظر کی ده چی په ۱۳۹۹ کال کی د اعتبار ورکونی لومړی مرحلی ته شامل او تر ۱۴۰۲ کال پوری د اعتبار ورکونی نوری مرحلی بشپړی کړی او دلوړو زده کړو وزارت د کیفیت او اعتبار ورکونی ریاست له خوا په بشپړه ډول اعتبار ترلاسه کړي.

د کار کړنې ځنې عمده برخې

تقرر، د علمي رتبو تثبیت، علمی ترفیع او د کادري غړو(دايمي او قراردادي ) منفکي د اړونده قوانینو او لوایحو په رڼا کې او همدارنګه د کادري تشکیلاتو طرحه او اسانتیا د علمي چارو معاونیت له دندو یوه برخه شمیرل کیږي.

په اوسني وخت کې د غزني پوهنتون د کادري  تشکیل په چوکاټ  کې ۱۱۲ بستونه وجود لری چی له هغې جملی څخه (۱۰۰) تنه د علمي کادر غړي مقرر شویدی او د (۱۲) تنه نورو کادري غړو مقرري د طی مراحلو په مختلفو مرحلو  کې قرار لري. د برحاله موجوده استادانو له جملې څخه (۴) تنه ښځینه او پاتی نور یی نارینه تشکیلوي.

د لوړو زده کړو د درجې له مخې دا مهال په غزني پوهنتون کې (۱) تن  دوکتورا په کچه (۶۵) تنه ماستر او (۳۴)تنه د لسانس په کچه د زده کړو درجې  لرونکی دی، همدارنګه د غزني پوهنتون د ټولو استادانو له جملې څخه (۱۶) تنه د دوکتورااو (۲۲) تنه د ماستری په کچه د هیواد په داخل او له هیواد څخه بهر په مختلفو هیوادونو لکه  (هند، جاپان، ترکیه ، روسیه ، ایران ، مالیزیااو داسی نور) د خپلو لوړو زده کړو د لاسته راوړلو په موخه په زده کړو بوخت دي.

هڅه کوو ترڅو په راتلونکي کی د لوړو زده کړو وزارت او نورو همکاره بنسټونو په ملتیا او هماهنګی سره د پوهنتون د علمی او اداري غړو لپاره  د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله ، منځمهاله او اوږد مهاله پروګرامونو درلودونکي وو.

داچی غزني پوهنتون یو نو تاسیس(۱۳۸۷) علمي بنسټ دی د علمي رتبو له مخې د (۱)  تن پوهنوال، (۷) تنه پوهنمل ، (۷۱) تنه پوهنیار ، (۱۱) تنه نامزد پوهنیار او (۱۰) تنه د پوهیالی علمي رتبی لرونکی استادان لري. د دوه اړخیزه اړیکو د ټینګښت په منظور غزني پوهنتون له یو شمیر نورو پوهنتونو سره لکه کابل پوهنتون، پولتخنیک پوهنتون، ننګرهار پوهنتون،د شهید استادربانی د ښوونی او روزنی پوهنتون او د افغانستان د علومو اکادمي سره تفاهمنامی لاسلیک کړیدي. همدارنګه غزني پوهنتون تصمیم لري چی په راتلونکي کې هم د هیواد د نافذه قوانینو په رڼاکې د یوشمیر علمي بنسټونو اوهمکاره موسسو سره د هیواد دننه او له هیواد څخه بهر تفاهمنامې او توامیتونه په امضا ورسوي.

د وخت او بازار او د ټولنې د اړتیا مطابق د تعلیمي نصاب تطبیق  او نوي کولو سربیره غزني پوهنتون کوشش کوي چی  خپل مقدسی وظیفی (تدریس ) ترڅنګ د خپلو هیودوالو او د علم او پوهې د علاقه مندانو لپاره  خپلی  علمي څیړنې  ترسره او دهغه نتیجی د علمي کنفرانسونو، سمینارونو ، علمي مجلو ، داخلي او خارجی ژورنالونو له لاری نشر ته وسپاري.

څرنګه چی پورته ذکر شول د علمي چارو معاونیت د پوهنتون په مختلفو اکادمیک فعالیتونو لکه د علمی ترفیعاتو د جلسو تدویر، د څانګو د امرینو د انتخاباتو رهبري او نظارت ، علمي پروګرامونه، علمي نشرات، دپوهنځیو د ستراتیژیک پلانونو تصویب، علمي شورا، له فساد سره مبارزه، د زده کړو او روزنې په موخه د ښځو دنقش تقویه ، الکترونیکی زده کړې ، او په اکادمیک ماحول کی د دولتي او خصوصي موسسو خصوصا د غزني ولایت د کانکور امتحان د اخیستنی پروسه احتوا کوي کوم چی د ستراتیژیک پلان موجوده اهم موارد یی د غزني پوهنتون له ویب سایت څخه د لاس رسی وړ دي .

فرصتونه او کمزورتیاوې

دغزني پوهنتون له یو شمیر فرصتونو او د قوت له نقطو څخه کولی شو په لاندې ډول یادونه وکړو: په نوموړي بنسټ کی د زده کړو په  موخه د خلکو خصوصا د ځوانانو علاقه مندي او میل ، د استخدام کوونکو مرکزونو له خوا د نوموړي بنسټ د فارغینو جذب او په هغوی باندی اعتماد، له غزني پوهنتون سره د همکاره دولتی او غیر دولتی ادارو او موسسو موجودیت، د لوړو زده کړو وزارت هراړخیزه مرسته او حمایت، دغزني پوهنتون د منسوبینو لپاره د زده کړو د دوام په موخه د بورس ورکونکو هیوادونو همکاري،په پنځه ګونو پوځنيو کی  د تحصیل یافته ځوانو کادرونو موجودیت ، دپوهنتون په کچه د علمي شورا د جواز موجودیت، د آی تی او آی سی تی مرکزونو موجودیت،  د۱۶۰۰۰ جلده مختلفو کتابونو په لرلو سره مجهزه کتابخانه ، د ارامه او خوندی چاپیریال درلودل او د پوهنتون د بشپړی احاطی موجودیت.

د محصلینو د شمیر په نسبت د علمي کادرونو د غړو کموالی ، د اکثره درسی صنفونو غیر معیاریتوب او د تجهیزاتو کمښت ، ددرسی موادو په اړوند ستونزی، د کافی  بودجی او لوړ رتبه استادانو نه موجودیت ، د څیړنو په موخه د تعمیر او تجهیزاتو نه موجودیت، دعلمی نشراتو په موخه د علمی مجلی نشتون، د اکادمیکی بشپړی ازادی نه موجودیت ، د بعضو څانګو د څیړنی او تحقیق په موخه د مجهز لابراتور نه شتون ، د علمي کادر غړو لپاره د سرپناه نه موجودیت او همدارنګه دامنیتي باالقوه تهدیداتو موجودیت د غزنی پوهنتون له کاري ستونزو څخه شمیرل کیږی.

 

 

 

 

 

شهرت اعضای کادرعلمی پوهنتون غزنی  تاریخ سال ۱۳۹۹

 

شماره

نام

تخلص

رتبه علمی

درجه تحصیل

دیپارتمنت

پوهنحی

وظیفه

 
 

۱

محمدبایر

درمل

پوهنوال

ماستر

علوم حیوانی

زراعت

 رییس پوهنتون

 

۲

محمد مسعود

نیکنام

پوهنیار

ماستر

اقتصاد وتوسعه زراعتی

زراعت

معاون امورعلمی 

 

۳

احمدرضا

صالحی

پوهنیار

ماستر

اگرانومی

زراعت

معاون امورمحصلان 

 

۴

اسدالله

ترین

پوهنیار

ماستر

کمپیوترساینس

تعلیم وتربیه

رییس پوهنحی تعلیم وتربیه 

 

۵

حشمت الله

سایس

پوهنیار

ماستر

اقتصاد وتوسعه زراعتی

زراعت

وارسی کننده پوهنحی زراعت 

 

۶

عطا الله

جواد

پوهنیار

ماستر

اداره ومنجمنت

اقتصاد

رییس پوهنحی اقتصاد

 

۷

حمیدالله

عمری

پوهنیار

ماستر

فقه وقانون

شرعیات

وارسی کننده پوهنحی شرعیات

 

۸

رحیم الله

رامش

پوهنیار

ماستر

ادبیات انگلیسی

زبان و ادبیات

رییس پوهنحی زبان و ادبیات

 

۹

سید روح الله

موسوی

پوهنیار

ماستر

فزیک

تعلیم وتربیه

معاون پوهنحی تعلیم وتربیه

 

۱۰

نقیب الله

خانی خیل

پوهنیار

ماستر

ادبیات پشتو

زبان و ادبیات

آمر ارتقای کیفیت

 

۱۱

عبدالسلام

همت

پوهنیار

ماستر

ریاضی

تعلیم وتربیه

امردیپارتمنت

 

۱۲

شاه جهان

سیرت

پوهنیار

ماستر

ریاضی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۱۳

فاطمه

احمدی

پوهنیار

ماستر

ریاضی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۱۴

مراد خان

حسنی

پوهنیار

ماستر

ریاضی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۱۵

احمد علی

کهزاد

پوهنمل

ماستر

ریاضی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۱۶

رحمن

فرجاد

نامزد پوهنیار

لیسانس

ریاضی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۱۷

میرویس

کاکر

نامزد پوهنیار

لیسانس

ریاضی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۱۸

سید عبدالمقیم

حسینی

پوهنیار

لیسانس

فزیک

تعلیم وتربیه

استاد

 

۱۹

کرامت الله

امیری

پوهنیار

لیسانس

فزیک

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۰

فضل الربی

فضلی

پوهنیار

لیسانس

فزیک

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۱

مصطفی

ملکزاده

نامزد پوهنیار

لیسانس

فزیک

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۲

دریاخان

هڅاند

پوهنیار

لیسانس

کیمیا

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۳

جواد

علیار

پوهنیار

لیسانس

کیمیا

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۴

نوروز علی

زاهدی

پوهنیار

ماستر

کیمیا

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۵

عبدالصمد

حمید

پوهیالی

لیسانس

کیمیا

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۶

محمدسلیم

تابش

پوهنیار

ماستر

کیمیا

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۷

محمد حنیف

راسخ

پوهنیار

لیسانس

بیولوژی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۸

محمد ابراهیم

درویش

پوهنیار

لیسانس

بیولوژی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۲۹

حبیب الله

پاییز

پوهنیار

ماستر

بیولوژی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۰

محمد وصیل

وصال

پوهنیار

لیسانس

بیولوژی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۱

محمد شریف

ادیب

پوهنیار

ماستر

تاریخ

تعلیم وتربیه

استاد

 

 

۳۲

جمعه خان

همدرد

پوهیالی

لیسانس

تاریخ

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۳

شفیق الله

شفیق

پوهیالی

لیسانس

تاریخ

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۴

مینا

حیدری

نامزد پوهنیار

لیسانس

تاریخ

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۵

محمد علی

حکمتی

پوهنیار

ماستر

جغرافیه

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۶

معصومه

محمدی

نامزد پوهنیار

لیسانس

روانشناسی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۷

فریدون

اسداللهی

پوهنیار

ماستر

اداره تربیتی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۸

سیدرحمت الله

موسوی

پوهیالی

لیسانس

پیداگوژی

تعلیم وتربیه

استاد

 

۳۹

فرید احمد

درمل

پوهنیار

ماستر

آموزش کمپیوتر

تعلیم وتربیه

استاد

 

۴۰

حبیب الله

نظری

پوهنیار

ماستر

آموزش کمپیوتر

تعلیم وتربیه

استاد

 

۴۱

نصیر احمد

جلالی

پوهنیار

ماستر

آموزش کمپیوتر

تعلیم وتربیه

استاد

 

۴۲

محمد عالم

انوری

پوهنیار

ماستر

آموزش کمپیوتر

تعلیم وتربیه

استاد

 

۴۳

نورالله

اسلامزی

نامزد پوهنیار

لیسانس

آموزش کمپیوتر

تعلیم وتربیه

استاد

 

۴۴

سید رحیم

غفاری

پوهنمل

ماستر

اگرانومی

زراعت

آمردیپارتمنت

 

۴۵

محمد مهدی

صمیم

پوهنمل

ماستر

اگرانومی

زراعت

استاد

 

۴۶

نجیب الله

ابراهیمی

پوهنیار

ماستر

اگرانومی

زراعت

استاد

 

۴۷

سیدحمیدالله

مظفری

پوهنیار

ماستر

اگرانومی

زراعت

استاد

 

۴۸

میرزامحمد

مدثر

پوهنیار

لیسانس

اگرانومی

زراعت

استاد

 

۴۹

محمد نعیم

 جلالی

پوهنمل

ماستر

اگرانومی

زراعت

استاد

 

۵۰

محمود

همت

پوهنیار

لیسانس

اگرانومی

زراعت

استاد

 

۵۱

حبیب الله

همایون

پوهنمل

ماستر

هارتیکلچر

زراعت

آمردیپارتمنت

 

۵۲

شفیق الله

رحمانی

پوهنمل

دکتورا

هارتیکلچر

زراعت

استاد

 

۵۳

غلام معروف

فقیری

پوهنمل

لیسانس

هارتیکلچر

زراعت

استاد

 

۵۴

عبدالواسع

تاجزاده

پوهنیار

لیسانس

هارتیکلچر

زراعت

استاد

 

۵۵

احسان الله

اکرمزوی

پوهنیار

ماستر

هارتیکلچر

زراعت

استاد

 

۵۶

محمد عمر

درویش

پوهنمل

ماستر

هارتیکلچر

زراعت

استاد

 

۵۷

حبیب الله

فیضی

پوهنیار

ماستر

علوم حیوانی

زراعت

آمردیپارتمنت

 

۵۸

فضل محمد

محمدی

پوهیالی

لیسانس

اقتصاد وتوسعه زراعتی

زراعت

استاد

 

۵۹

عبدالمتین

میانی

پوهنیار

لیسانس

اقتصاد وتوسعه زراعتی

زراعت

استاد

 

۶۰

فواد

ناصری

نامزد پوهنیار

لیسانس

اقتصاد وتوسعه زراعتی

زراعت

استاد

 

۶۱

محمد امین

عمری

پوهنیار

ماستر

علوم حیوانی

زراعت

استاد

 

۶۲

رو ح الله

کمال

پوهنیار

ماستر

علوم حیوانی

زراعت

استاد

 

۶۳

سیدالرحمن

صمیمی

پوهیالی

لیسانس

حفاظه نباتات

زراعت

استاد

 

۶۴

حمید الله

نوری

پوهنیار

ماستر

امورمالی وبانکی

اقتصاد

آمردیپارتمنت

 

۶۵

ذبیح الله

سعادت

پوهنیار

ماستر

امورمالی وبانکی

اقتصاد

استاد

 

۶۶

وحیدالله

امین

پوهیالی

لیسانس

امورمالی وبانکی

اقتصاد

استاد

 

۶۷

محمد

فداکار

پوهنیار

ماستر

امورمالی وبانکی

اقتصاد

استاد

 

۶۸

عزیزالله

فیضی

پوهنیار

ماستر

امورمالی وبانکی

اقتصاد

استاد

 

۶۹

مسیح الله

معاصر

نامزد پوهنیار

لیسانس

امورمالی وبانکی

اقتصاد

استاد

 

۷۰

همایون

همتا

پوهنیار

ماستر

اداره ومنجمنت

اقتصاد

استاد

 

۷۱

احسان الله

سعید

پوهنیار

ماستر

اداره ومنجمنت

اقتصاد

استاد

 

۷۲

محمد هاشم

رشیدی

پوهنیار

ماستر

اداره ومنجمنت

اقتصاد

استاد

 

۷۳

محمد نعیم

حکیمی

پوهنیار

ماستر

فقه وقانون

شرعیات

استاد

 

۷۴

سیدآصف

هاشمی

پوهنیار

ماستر

فقه وقانون

شرعیات

استاد

 

۷۵

ارسلاح

ظفری

پوهنیار

ماستر

فقه وقانون

شرعیات

استاد

 

۷۶

سعیدالله

حنیف

پوهنیار

ماستر

فقه وقانون

شرعیات

استاد

 

۷۷

عین الله

کریمی

پوهنیار

ماستر

قضا وسارنوالی

شرعیات

استاد

 

۷۸

وحیدالله

عزام

پوهنیار

ماستر

تعلیمات اسلامی

شرعیات

آمردیپارتمنت

 

۷۹

سیدصبغت الله

ابراهیمی

پوهنیار

ماستر

تعلیمات اسلامی

شرعیات

استاد

 

۸۰

رحمت الله

حیدری

پوهنیار

ماستر

تعلیمات اسلامی

شرعیات

استاد

 

۸۱

احمدزبیر

عبدالله

پوهنیار

ماستر

ثقافت اسلامی

شرعیات

استاد

 

۸۲

وجیه الله

ناصح

پوهنیار

ماستر

ثقافت اسلامی

شرعیات

استاد

 

۸۳

احسا ن الله

شهامت

پوهنیار

لیسانس

ثقافت اسلامی

شرعیات

استاد

 

۸۴

علی اکبر

زاولی

پوهنیار

ماستر

ادبیات دری

ادبیات

استاد

 

۸۵

محمدضیا

رجایی

پوهنیار

ماستر

ادبیات دری

ادبیات

استاد

 

۸۶

محمدیاسین

احمدی

پوهنیار

ماستر

ادبیات دری

ادبیات

استاد

 

۸۷

نعمت الله

فریسا

پوهنیار

ماستر

ادبیات دری

ادبیات

استاد

 

۸۸

عزت الله

سهاند

پوهنیار

ماستر

ادبیات پشتو

ادبیات

آمردیپارتمنت

 

۸۹

نعمت الله

اسدی

پوهنیار

ماستر

ادبیات پشتو

ادبیات

استاد

 

۹۰

محمد مصطفی

صفا

پوهنیار

ماستر

ادبیات پشتو

ادبیات

استاد

 

۹۱

زلمی

سمسور

پوهنیار

ماستر

ادبیات پشتو

ادبیات

استاد

 

۹۲

غلام یحیی

اصغری

پوهنیار

ماستر

ادبیات انگلیسی

ادبیات

استاد

 

۹۳

غازی محمد

تکل

پوهیالی

ماستر

ادبیات انگلیسی

ادبیات

استاد

 

۹۴

ظریفه

رحیمی

نامزد پوهنیار

لیسانس

ادبیات انگلیسی

ادبیات

استاد

 

۹۵

مجتبی

جمال

پوهنیار

ماستر

ادبیات انگلیسی

ادبیات

استاد

 

۹۶

سلطان محمد

صالحی

پوهیالی

ماستر

ادبیات عربی

ادبیات

استاد

 

۹۷

عبدالکریم

رحیمی

نامزد پوهنیار

ماستر

ادبیات عربی

ادبیات

استاد

 

۹۸

زلمی

یخیل

پوهنیار

لیسانس

ادبیات عربی

ادبیات

استاد

 

۹۹

فریداحمد

فضل

نامزد پوهنیار

ماستر

ادبیات عربی

ادبیات

استاد

 

۱۰۰

محمد کاظم

هستی

پوهنیار

ماستر

ادبیات عربی

ادبیات

استاد

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

با احترام

ترتیب کوونکی: پوهنیار محمد مسعود نیکنام

24 جوزا 1399

ایمیل آدرس جهت تماس: 

masoodnicnam@gmail.com

ترجمه به زبان پشتو: پوهنیار احسان الله اکرمزوی

 

 

 

 

د پوهنیار محمد مسعود(نیکنام) لنډه پیژندګلوي

ښاغلي محمد مسعود(نیکنام) په کال ۱۳۶۹ هـ ش کې د غزني ولایت مرکز د سلطان محمود روضې په کلي کې په یوه علمي کورنۍ کې سترګې نړی ته غړولې دي.

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د شمس العارفین (رح) او سلطان محمود په عالي لېسو کې سرته رسولې دي، وروسته یې ثانوي زده کړې د سنایي (رح) په عالي لېسه کې بشپړې کړې دي، په دې توګه په ۱۳۸۵ هـ ش کال کې په  لوړو نمرو له یادې لیسې څخه فارغ شوی دی.

د لیسې له فراغت څخه وروسته په ۱۳۸۶ کال کې، د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې ته ور بریالی شو.

 د کانکور په ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته ښاغلي نیکنام خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون، کرنې پوهنځي په کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه کې پیل کړې او په کال ۱۳۸۹ هـ ش کې په ښو نمرو له یادې پوهنځۍ فارغ شو.

ښاغلی نیکنام په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د ازادي سیالۍ له لارې د غزنی پوهنتون، کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا په څانګه کې د علمي کادري غړي په توګه په دنده وګمارل شو.

نوموړي د علمي کادریتوب څخه وروسته د تدریس په چارو او محصلینو ته د لارښونو، ور اخوا د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې د امریت دنده هم له ۱۳۹۱ هـ ش تر  – ۱۳۹۳ هـ ش کال پورې پر مخ وړې ده. د یادونې وړ  ده چې نوموړي د کرنې پوهنځي  د ازموینو، تحصیلي نصاب، نظم او دسپلین په ټولو کمیټو کې فعال ګډون کړی دی، همدارنګه ښاغلي نیکنام  د کانکور ازموینې د اخیستلو په بهیر  کې بیلابیلو ولایتونو ته د کانکور امتخان اخیستونکي هیئت د غړي په توګه  څو ځلی سفرونه کړي دي.

ښاغلی محمد مسعود(نیکنام) د ۱۳۹۳هـ ش کال په وروستیو کې، چی له ۲۰۱۴ میلادي کال سره سمون لري، د یوې ازادې سیالۍ په پایله کې د ماستري لپاره د دوست هیواد جاپان peace Project بورسونو ته بریالی شو، په دې توګه ښاغلي نیکنام د توکیو –جاپان کرنې  په پوهنځي کې، د نړیوالې پراختیا په څانګه کې  د ماستري په کچه خپلې لوړې زده کړې له هیواده بهر بشپړې کړې دي.

نوموړي خپل تیزس د (The Role of Women in Family Poultry Production, A Case Study of Paghman District of Kabul Province) تر سرلیک لاندی په انګریزي ژبه لیکلی دی، په دې توګه یې د ماستري دوره په بریا پای ته ورسوله.

د یادونې وړ دی چې ښاغلي محمد مسعود (نیکنام)  په جاپان هېواد کې په څو نړیوالو کنفرانسونو او علمي سیمینارونو کې هم ګډون کړی دی.

مسعود(نیکنام) د ۲۰۱۷ میلادی کال د مارچ په میاشت کې، چې د ۱۳۹۶ هـ ش کال د وري له میاشتې سره برابره ده، د ماستري دوره په بريالیوب سره بشپړه کړه او ددې دورې  بری لیک یی تر لاسه کړ.

د ماستري دورې تر بشپړولو وروسته بیر ته هیواد ته راستون شو  او خپله دنده یې د تیر په څیر بیاځلي  په رسمي ډول پیل کړه، او د تدریس تر څنګ د کرنیز اقتصاد او پراختیا په څانګه کې  ازادې سیالۍ له لارې د امر په توګه په کار بوخت شو.

نوموړي د تدریسي  او اداري چارو تر څنګ د څو کميټو لکه د ازموینې کمیټې، تحصیلی نصاب کمیټې او د پوهنتون د څیړنې کمیټې د غړیتوب مسولیت هم په غاړه اخسیتی دی.

  هغه څو کنفرانسونه او لنډ مهاله علمي پروګرامونه چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د غزني پوهنتون لپاره ترتیب شوي وو، ښاغلي نیکنام د یوه فعاله غړي په توګه فعال ګډون پکې کړی دی. 

ښاغلی پوهنیار محمد مسعود(نیکنام) د ۱۳۹۷ هـ ش کال په وروستیو کی د لوړو زده کړو وزارت د رهبری لخوا او د غزني په پوهنتون کې له یوی ازادې سیالۍ څخه وروسته، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د منظوري په خاطر د افغانستان اسلامي جمهوری ریاست ته د غزني پوهنتون د علمي مرستیال په حیث ور معرفی شو، چې په پایله کې د افغانستان اسلامی جمهوري ریاست د منظوري له مخې د غزني پوهنتون، علمي مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو، په دې سره غزني پوهنتون کې د  اکاډمیکو چارو د مخته وړلو په برخه کې لا نور هم بوخت شو.

ښاغلی نیکنام په رښتینې توګه غواړي چې د خپلو پراختیایي پروګراموونو په مټ له خپلو همکارانو سره د بشپړې همغږۍ په پایله کې، د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژیک پلان او نافذه قوانینو په رڼا کې د غزني پوهنتون د ودې او پرمختیا لپاره هلې ځلې وکړي.