د غزني پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي په اړه لنډ معلومات:

کمپیوټر ساینس پوهنځي د مهمو پوهنځیو په ډله کې راځي او د اوسني عصر اړتیاوو ته په کتلو سره د دې پوهنځي فارغو محصلینو ته شدیده اړتیا لیدل کیږي. له نیکه مرغه په غزني پوهنتون کې هم د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوو څانګو په درلودلو سره (معلوماتي سیستمونه او معلوماتي ټکنالوژۍ) فعالیت کوي. د دې پوهنځي استادان او ادارې برخه پوره هڅې کوي، چې محصلینو ته غوره او باکیفیته زده کړې وړاندې کړي. دا پوهنځی هوډ لري، چې په روان ۱۴۰۵ کال کې د کیفیت لوړاوې معیارونو ته پوره پاملرنه وکړي او دا پوهنځی د غزني پوهنتون په سطحه وځلوي.

دا معلومات به د پوهنځي اړوند معلوماتو په اړه له لوستونکو سره مرسته وکړي او لوستونکي به د دې پوهنځي له شتون او فعالیتونو سره آشنایي ومومي.

د کمپیوټرساینس پوهنځی لنډه پېژندنه:

د غزني پوهنتون په اډانه کې د کمپیوټرساینس پوهنځی په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د دو څانګو (معلوماتي سیستمونه او معلوماتي تکنالوژۍ) په درلودلو سره په فعالیت باندې پیل وکړ. هغه مهال د کمپیوټرساینس پوهنځی د څلورو تنو ژمنو او مسلکي علمي کادر غړو په واسطه د هېواد بچیانو ته د تحصیلي چوپړتیاوو په وړاندې کولو باندې پیل وکړ؛ او د غزنی پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د کمپیوټر زده کړې څانګې هم د کمپیوټرساینس پوهنځي کې مدغم او د یادې څانګې استادان کمپیوټرساینس پوهنځي ته تبدیل شول. له دې سره د کمپیوټرساینس پوهنځي د علمي کادر غړو شمېر لسو تنو ته لوړ شو. چې له ډلې یې دری کسان د دوکتورا زده کړو ترلاسه کولو په موخه له هېواد څخه بهر په ترکیه، چین او ایران هېوادونو کې په تحصیل بوخت دي. د هغوی، له ډلې څخه یو تن په ترکیه کې د دوکتورا زده کړو په پار هلې ځلې کوي، یو تن په چین کې د دوکتورا زده کړو باندي بوخت دی، او یو بل تن په ایران کې په دوکتورا زده کړو باندې بوخت دی. او پاتي نور عملاً په بشپړ ویاړ او رښتینولۍ سره د کمپیوټرساینس پوهنځي په چوکاټ کې تحصیلي خدمات وړاندې کوي.

یاد پوهنځی د غزني پوهنتون د مهمو پوهنځیو په ډله کې راځي. دغه پوهنځی تعهد لري، چې د زده کړې چاپیریال به ښه کوي او د اکاډمیکو خدماتو په وړاندې کولو سره د افغانستان په پرمختګ کې په فعاله توګه برخه اخلي. د نوې پوهې د پراختیا او رامنځته کولو تر څنګ به د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د له منځه وړلو لپاره به مختلفي څېړنې سرته رسوي

د کمپیوټر ساینس پوهنځي لرلید او ماموریت:

لرلید

کمپیوټر ساینس پوهنځی هڅه کوي، چې د معیاري تدریس او علمي څېړنو له لارې، چې د ټولنې د اړتیاوو سره په مطابقت کې وي، په ملي او سیمه ییزه کچه د یو معتبر او بریالي تحصیلي او څېړنیز مرکز په توګه وپېژندل شي.

ماموریت

د کمپیوټر ساینس پوهنځی د یو علمي او څېړنیز مرکز په توګه ژمن دی چې د چاپېریال له فرصتونو، عصري ټکنالوژۍ، بشري ځواک وړتیاوو او له خپلو ذینفعانو سره د اړیکو په جوړولو سره، د ټکنالوژۍ او معلوماتي برخو کې علمي کادرونه وروزي او د ټولنې اړتیاوو ته په مطابقت کې علمي څېړنې ترسره کړي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي اوسنۍ کړنې:

د غزني پوهنتون د نورو پوهنځیو په توګه، کمپیوتر ساینس پوهنځی ویاړ لري، چې تر دې دمه یې د هېواد د بچیانو په روزنه کې په بشپړه رښتینولۍ سره حساب وړ ګامونه پورته کوي او له نېکه مرغه دا لړۍ روانه ده. کولای شو په کمپیوټر ساینس پوهنځی کې دمګړۍ روانې چارې په لاندې توګه یادې کړو:

۱) په تر ټولو ښه کیفیت سره د تدریس چارې.

۲) د حقایقو موندلو او علمي تشو ډکولو په پار څېړنیزې چارې.

۳) د کیفیت اوچتوالي او لوړوالي په موخه نه ستړي کېدونکي کوښښونه.

۴) د تجربو ترلاسه کولو په پار د علمي رتبو ترلاسه کولو کوښښونه.

۵) د تحصیلي سویې اوچتوالي او لوړوالي په پار د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو تعقیب.

۶) د نظم او ډسپلین استحکام په پار منظمې هڅې.

۷) د تحصیلي نصاب او کرېکولم د بشپړ تطبیق هلې ځلې.

۸) ارزونې او نورې اړینې چارې.

بنسټیز ارزښتونه

د کمپیوتر ساینس پوهنځی بنسټیز ارزښتونه عبارت دي له:

  1. اسلامي او اخلاقي اصولو ته درناوی
  2. د مسلکي اخلاقو رعایت
  3. شایسته سالاري او وړتیا ته لومړیتوب
  4. اداري عدالت او شفافیت
  5. بشري کرامت ته درناوی
  6. رښتینولي او همکارۍ روحیه
  7. نوښتونه او ابتکارات
  8. د ټکنالوژۍ او نوښت فرهنګ پالنه
  9. له فساد سره رښتینې مبارزه
  10. له تبعیض او تعصب سره مبارزه
  11. ګډ کار کول
  12. سالمه سیالي
  13. د سازماني هویت مفهوم پالنه
  14. د محصلینو تخلیقي وړتیاوو پیاوړتیا

راتلونکې پلانونه

۱- د کمپیوټر لب تجهیز

۲- د پوهنځي لپاره د مجهز کتابتون جوړول

۳- د علمي او څېړنیزو اړیکو پراخول

۴- د استادانو او محصلینو علمي او څېړنیز ظرفیت لوړول

۵- الکترونیکي کتابتون جوړول

۶- بورسیو ته د استادانو معرفي کول

۷- د کیفیت لوړولو ته ژمنتیا

۸- د پوهنتون په سطحه د پوهنځي ځلول

۹- د خلاقیت او نوښت وده

د کمپیوټر ساینس پوهنځي کمېټې

  1. د ستراتیژیک پلان د تدوین او څار کمېټه
  2. د نصاب کمېټه
  3. د څېړنو کمېټه
  4. د کیفیت لوړاوي کمېټه
  5. د ازموینو کمېټه
  6. فرهنګي او د تربیت بدنې کمېټه
  7. د نظم دسپلین او فساد سره د مبارزې کمېټه
  8. د الکترونیکي زده کړو کمېټه

معلوماتي ټکنالوژي څانګه

د لرلید بیانیه: معلوماتي ټکنالوژي څانګه  د ورځې د اړتیاوو مطابق علمي څېړنو ترسراوي او معیاري تدریس له لارې د هېواد او سیمې په کچه د یو منلي او بریالي زده کړه ییز او څېړنیز مرکز په نوم پېژندل کېدو هوډ لري.

د مأموریت بیانیه: معلوماتي ټکنالوژي څانګه  د یو علمي – څېړنیز مرکز په توګه د چاپېریالي بدلونونو اغېزمن مدیریت، ورځې ټکنالوژۍ، بشري ځواکونو له وړتیاوو او اړوندو ښکېلو اړخونو سره فعالو اړیکو څخه په ګټنې، په معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کې د علمي کادرونو زده کړې او روزنې او ټولنې اړتیا وړ علمي څېړنو ترسراوي ته ټینګه ژمنتیا لري.

معلوماتي سیستمونه څانګه

د لرلید بیانیه: معلوماتي سیستمونه څانګه  د علمي څېړنو ترسراوي او معیاري تدریس له لارې ټولنیزو اړتیاوو ته ځواب ویلو پر مټ، په ملي او سیمه ییزه کچه د یو باوري او بریالي زده کړه ییز او څېړنیز مرکز په هویت څرګندېدو پیاوړی هوډ لري.

د مأموریت بیانیه: معلوماتي سیستمونه څانګه د علمي – څېړنیزو خدمتونو وړاندې کوونکي واحد په توګه ژمن دی چې د پرمختللې ټکنالوژۍ، وړ علمي کادرونو او ذیعلاقه اړخونو سره ارتباطي چینلونو څخه په ګټنې او ستراتیژیکو عواملو مؤثر مدیریت له لارې په معلوماتي سیستمونو برخه کې د علمي کادرونو روزنې او علمي څېړنو ترسراوي پر مټ ټولنیزو اړتیاوو ته ځواب ورکړي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس لنډه پېژندنه

پوهنمل عبدالمتین میاڼی د الحاج عبدالصمد زوی په (۱۳۷۲) هـ ل کال د مرغومي د میاشتې په لسمه نېټه د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د حکیم خان کلا کلي په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې زیږيدلی دی. لومړنۍ دیني زده کړي یې د خپل کلي د جومات له ملا امامانو څخه تر لاسه کړې دي. د لومړنیو دیني زده کړو له تر لاسه کولو وروسته په ښوونځي کې شامل شو. د ښوونځي ابتدایي دوره یې د اندړو ولسوالۍ د اکاخیلو په ښوونځي کې، متوسطه دوره یې د دې ولسوالۍ د سلطان محمد یعقوب په ښوونځي کې او د لېسې دوره یې د غزني مرکز د سید احمد مکه یې په ښوونځي کې په ۱۳۸۸ هـ ل کال کې پای ته ورسوله. له هغه څخه وروسته د کانکور د ازموینې له لارې غزني پوهنتون، کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۲ هـ ل کال کې له یاد پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغ شو. له فراغت سره سم د کادري ازموینې له لارې د شیخ زاید پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه مقرر شو. وروسته په ۱۳۹۷ هـ ل کال کې د غزني پوهنتون ته را تبدیل او له تبدیلېدو سره سم ایران هېواد ته د ماسټري زده کړو د تر لاسه کولو په موخه روان او د یاد هیواد د شهرکرد نړۍوال پوهنتون د کرنې پوهنځي د کلیوالي پرمختیا (Rural Development)  په څانګه کې شامل او په ۱۴۰۰ هـ ل کال کې یې د ماسټري دوره پای ته ورسوله او بېرته ډکې منګولې خپل هېواد ته را ستون شو. نوموړي تر دې دمه پوري د ایران، ترکیې، هسپانیې او انګلستان هېوادونو په معتبرو ژورنالونو کې د ۸ په شاوخوا کې علمي او څېړنیزي مقالې په نشر رسولې دي. نوموړی په ۱۴۰۱ کال کې د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د معاون په توګه مقرر شو، له څه مودې خدمت کولو څخه وروسته د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاون په توګه مقرر شو او له څه مودې خدمت کولو وروسته د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس په توګه مقرر شو، او تر دې دمه پورې د یادې پوهنځي د ریاست چارې مخته وړي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځی د رئیس پیغام

 بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمین و الصلاة والسلام علی سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین.

د لوی او متعال څښتن تعالیج څخه ډېر شکر ګذار یم چې د خپل ګران هېواد د ځوان قشر د پوهې او روزنې په چوپړ کې یم او لوی څښتن تعالیج را باندې د دې سپیڅلي خدمت لورینه کړې دی.

د غزني پوهنتون  د کمپیوټر ساینس پوهنځی دې ته ژمن دی، چې د ځوان قشر علمي پرمختګ او په ترڅ کې د یوې سالمې او روښانه علمي فضا په منځ ته راوړلو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او د دې پوهنځي د ټولو محصلانو هرې ستونزې ته پر وخت ځواب ووایي. د غزني پوهنتون  د کمپیوټر ساینس پوهنځی به ټولې هغه علمي او اداري طرحې او پروګرامونه، چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ لخوا په واک کې ورکول کېږي، د ټاکلي پلان سره سم عملي کوي، د دې ترڅنګ به زمونږ هڅه دا وي، چې د پوهنتون د رهبرۍ په همکارۍ په دې وتوانېږو، چې د خپلو ګرانو محصلانو لپاره روزنیز سمینازونه په لاره واچوو او دوی ته د موډرنو او معیاري زده کړو زمینه برابره کړو، ترڅو د خپل هېواد د سمسورتیا او رغونې لپاره نوې ثمره په لاس راشي، زمونږ به تل دا هڅه وي، چې د هېواد ځوان محصلان په اسلامي او وطني روحیه سمبال کړو او د دوی ترمنځ د هر ډول بې تفاوتۍ او بې انصافۍ مخه په پوره توان سره ډب کړو؛ له سمتي، ژبني، قومي او سیاسي  اختلافاتو څخه یې لرې وساتو.

په پای کې په درنو محصلانو باندې ژغ کوم، چې د وخت ضایع ته پام وکړئ او ټوله پاملرنه خپلو درسونو ته واړوئ، مطالعه وکړئ، د څېړنې حس په ځان کې پیاوړی کړئ او د ټولو شته فرصتونو څخه سالمه ګټه پورته کړئ، د دې ټولو هڅو پایله به ان شاءالله داوي، چې په راتلونکې کې به د یو باثباته او په ځان بسیا هېواد او  ټولنې شاهدان یو. په معاصرې نړۍ کې معلوماتي ټکنالوژۍ د بدلون، پرمختګ، او نوښت اساسي محرک ګڼل کېږي، او کمپیوټر ساینس پوهنځی د دې تحولاتو تر شا مهمه علمي او تخنیکي برخه ده. مدیریت، څېړنه، او ستراتیژیک لیدلوری د هر علمي بنسټ لپاره د پرمختګ اساسي عوامل دي، او زموږ پوهنځی هڅه کوي چې د کمپیوټر ساینس د معاصر غوښتنو سره سم خپل تدریسي، څېړنیز، او مسلکي فعالیتونه تنظیم کړي. د ټکنالوژۍ چټک بدلون، د نوو ستونزو ظهور، او د نړیوال رقابت زیاتوالی دا ایجابوي چې تعلیمي بنسټونه، په ځانګړي ډول د کمپیوټر ساینس برخې، د پیاوړي ستراتیژیک پلان پر بنسټ پر مخ ولاړ شي. زموږ پوهنځی ژمن دی چې د عصري اړتیاوو مطابق زده کړې، څېړنه، او علمي نوښت ته وده ورکړي، ترڅو محصلین له تخنیکي مهارتونو سربېره د راتلونکو ننګونو د حل وړتیا هم ترلاسه کړي. زموږ هڅه دا ده چې خپلو محصلینو ته د معاصر کمپیوټر ساینس مهارتونه او علم وړاندې کړو، ترڅو هغوی په ملي او نړیواله کچه له خپلو وړتیاوو څخه ګټه واخلي. مونږ په دې لټه کې یو چې د نوې ټکنالوژۍ پراختیا، د څېړنې وړتیاوو لوړول، او د تدریس د کیفیت پیاوړتیا په برخو کې خپل مشخص ګامونه واخلو. د څېړنیزو پروژو پراختیا او د نوښت پر بنسټ د تدریس نوې لارې چارې زموږ د بنسټیزو لومړیتوبونو برخه ده.همدارنګه، د نړیوالو پوهنتونونو او تخنیکي شرکتونو سره همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کوو، ترڅو زموږ محصلینو ته د پرمختللو ټکنالوژیو د زده کړې او عملي کولو نوي فرصتونه برابر شي. د برښنایي زده کړو پراختیا او د تدریسي نوو میتودونو کارول زموږ د زده کړې په بهیر کې د کیفیت لوړولو لپاره مهم اقدامات دي.

په پای کې، زه ډاډ ورکوم چې موږ به د هېواد د پرمختګ او د بااستعداده محصلینو د روزنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو. زموږ ژمنتیا دا ده چې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د علم، نوښت، او ستراتیژیک پرمختګ یو مخکښ بنسټ واوسي.

د کمپیوټرساینس پوهنځی تشکیلاتي چارت

کمپیوټر ساینس پوهنځی د خپل فعالیت له پیل څخه تر نن پورې د دوو (معلوماتی سیستم او معلوماتی ټکنالوجي) څانګو په درلودلو سره خپلې چارې ترسره کوي. د کمپیوټر ساینس پوهنځی تشکیلاتي چارت په لاندې توګه دی.

 

 
 

 

 

 

 

 

 


 د کمپیوټر ساینس پوهنځی د رییس پیغام:

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس، استادانو او کارمندانو پېژندنه:

د کمپیوتر ساینس پوهنځي د محصلینو مکلفیتونه:

د څانګو لرلید او مامور یت

بنسټیز ارزښتونه ستراتیژیکی موخی وراتلونکی پلانونه 

د کمپیوتر ساینس پوهنځی/dr/د-کمپیوتر-ساینس-پوهنځی-دکمیټی-او-د-هغوی-چارتونه دکمیټی او د هغوی چارتونه

دکمپیوترساینس پوهنحی کتلاک

دکمپیوترساینس پوهنحی استراتیژیک پلان 

بروشر معلوماتی