د کمپیوټر ساینس پوهنځی د رییس پیغام
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د رییس پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین و الصلاة والسلام علی سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین.
د لوی او متعال څښتن تعالیج څخه ډېر شکر ګذار یم چې د خپل ګران هېواد د ځوان قشر د پوهې او روزنې په چوپړ کې یم او لوی څښتن تعالیج را باندې د دې سپیڅلي خدمت لورینه کړې دی.
د غزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی دې ته ژمن دی، چې د ځوان قشر علمي پرمختګ او په ترڅ کې د یوې سالمې او روښانه علمي فضا په منځ ته راوړلو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او د دې پوهنځي د ټولو محصلانو هرې ستونزې ته پر وخت ځواب ووایي. د غزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی به ټولې هغه علمي او اداري طرحې او پروګرامونه، چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ لخوا په واک کې ورکول کېږي، د ټاکلي پلان سره سم عملي کوي، د دې ترڅنګ به زمونږ هڅه دا وي، چې د پوهنتون د رهبرۍ په همکارۍ په دې وتوانېږو، چې د خپلو ګرانو محصلانو لپاره روزنیز سمینازونه په لاره واچوو او دوی ته د موډرنو او معیاري زده کړو زمینه برابره کړو، ترڅو د خپل هېواد د سمسورتیا او رغونې لپاره نوې ثمره په لاس راشي، زمونږ به تل دا هڅه وي، چې د هېواد ځوان محصلان په اسلامي او وطني روحیه سمبال کړو او د دوی ترمنځ د هر ډول بې تفاوتۍ او بې انصافۍ مخه په پوره توان سره ډب کړو؛ له سمتي، ژبني، قومي او سیاسي اختلافاتو څخه یې لرې وساتو.
په پای کې په درنو محصلانو باندې ژغ کوم، چې د وخت ضایع ته پام وکړئ او ټوله پاملرنه خپلو درسونو ته واړوئ، مطالعه وکړئ، د څېړنې حس په ځان کې پیاوړی کړئ او د ټولو شته فرصتونو څخه سالمه ګټه پورته کړئ، د دې ټولو هڅو پایله به ان شاءالله داوي، چې په راتلونکې کې به د یو باثباته او په ځان بسیا هېواد او ټولنې شاهدان یو. په معاصرې نړۍ کې معلوماتي ټکنالوژۍ د بدلون، پرمختګ، او نوښت اساسي محرک ګڼل کېږي، او کمپیوټر ساینس پوهنځی د دې تحولاتو تر شا مهمه علمي او تخنیکي برخه ده. مدیریت، څېړنه، او ستراتیژیک لیدلوری د هر علمي بنسټ لپاره د پرمختګ اساسي عوامل دي، او زموږ پوهنځی هڅه کوي چې د کمپیوټر ساینس د معاصر غوښتنو سره سم خپل تدریسي، څېړنیز، او مسلکي فعالیتونه تنظیم کړي. د ټکنالوژۍ چټک بدلون، د نوو ستونزو ظهور، او د نړیوال رقابت زیاتوالی دا ایجابوي چې تعلیمي بنسټونه، په ځانګړي ډول د کمپیوټر ساینس برخې، د پیاوړي ستراتیژیک پلان پر بنسټ پر مخ ولاړ شي. زموږ پوهنځی ژمن دی چې د عصري اړتیاوو مطابق زده کړې، څېړنه، او علمي نوښت ته وده ورکړي، ترڅو محصلین له تخنیکي مهارتونو سربېره د راتلونکو ننګونو د حل وړتیا هم ترلاسه کړي. زموږ هڅه دا ده چې خپلو محصلینو ته د معاصر کمپیوټر ساینس مهارتونه او علم وړاندې کړو، ترڅو هغوی په ملي او نړیواله کچه له خپلو وړتیاوو څخه ګټه واخلي.موږ په دې لټه کې یو چې د نوې ټکنالوژۍ پراختیا، د څېړنې وړتیاوو لوړول، او د تدریس د کیفیت پیاوړتیا په برخو کې خپل مشخص ګامونه واخلو. د څېړنیزو پروژو پراختیا او د نوښت پر بنسټ د تدریس نوې لارې چارې زموږ د بنسټیزو لومړیتوبونو برخه ده.همدارنګه، د نړیوالو پوهنتونونو او تخنیکي شرکتونو سره همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کوو، ترڅو زموږ محصلینو ته د پرمختللو ټکنالوژیو د زده کړې او عملي کولو نوي فرصتونه برابر شي. د برښنایي زده کړو پراختیا او د تدریسي نوو میتودونو کارول زموږ د زده کړې په بهیر کې د کیفیت لوړولو لپاره مهم اقدامات دي.
په پای کې، زه ډاډ ورکوم چې موږ به د هېواد د پرمختګ او د بااستعداده محصلینو د روزنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو. زموږ ژمنتیا دا ده چې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د علم، نوښت، او ستراتیژیک پرمختګ یو مخکښ بنسټ واوسي.
په درنښت
پوهنمل عبدالمتین میاڼی
د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس