د غزنی پوهنتون د معلوماتی ټکنالوژۍ مرکز :

ننۍ پر مختللي نړۍ د ټکنالوژۍ د تخنیک او د ټکنالوژۍ د پرمختګ عصر دی، د ادارو لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول ځانګړی ارزښت لري. زیاتره ادارې په بشپړه توګه درک کړې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارولو ورځنۍ چارې ګړندۍ کوي او مراجعه‌کوونکي له ډېرو اسانتیاوو ګټه پورته کولی شي. پوهنتونونه هم د ټکنالوژۍ په کارولو سره کولی شي غوره، چټک، دقیق او کیفیت لرونکي خدمات وړاندې کړي. په همدې اساس د غزني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت تل کوښښ کړی؛ چې د نوي عصر ټکنالوژۍ څخه په پراخه کچه د دغه پوهنتون د خدماتو د اسانه کولو لپاره استفاده وکړي.

 خوشبختانه، د غزني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مجهز مرکز (ICT Center) لري. د دې امکاناتو په درلودلو سره، د غزني پوهنتون په هغو ۱۲ پوهنتونونو کې شامل دی چې مجهز د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکزونه لري. دغه برتري د دې سبب شوې چې پوهنتون د اداري څانګو او کارکوونکو لپاره مؤثر او ښه خدمات وړاندې شي.

اهداف

  • د اغېزمنو پروګرامونو جوړول، د تخنیکي او فني چارو (سخت‌افزار، سافټویر او د شبکې د سرورونو) کنټرول او څارنه.
  • له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د پوهنتون په کچه د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند اسانتیاوې او اړین امکانات برابرول او چمتو کول.

لرلید

د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت خپل رهبرانه رول ته ژمن دی تر څو د غزني پوهنتون ملي اهداف او ستراتیژي پیاوړی کړی. دغه مدیریت به د پوهنتون د پرمختګ او ټکنالوژیکو نوښتونو په برخه کې د ګټورو او اغېزمنو میتودونو د ټاکلو له لارې کار وکړي.

خدمات

  • د پوهنتون د استادانو، کارکوونکو او محصلینو لپاره د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کول.
  • په پوهنتون کې د امنیتي کیمرو کنټرول، څارنه، نصب او معاینه کول.
  • د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د تخنیکي وسایلو ستونزې حل کول.
  • د پوهنتون د ټولو څانګو د تخنیکي وسایلو د هارډویر ستونزې حل کول.
  • د پوهنتون د رسمي ایمیلونو جوړول (Domain: gu.edu.af) د استادانو او کارمندانو لپاره.
  • په صنفونو او د ټکنالوژۍ د مرکز په لابراتوارونو کې د محصلینو لپاره تحصیلي خدمات وړاندې کول.
  • د PBX او IMS سیسټمونو له لارې د پوهنتون د منسوبینو لپاره د داخلي او بیروني تماسونو خدمتونه وړاندې کول.

د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکز اداري شعبې :

  1. د استادانو لپټاپ کمپیوټرونو خونه (Research Center)
  2. د کنفرانسونو خونه (Video Conference Room)
  3. د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت (IT)
  4. د مرکزي کنټرول خونه (Server Room)
  5. د برق دکنټرول خونه (Power Room)
  6. د محصلینو کمپیوټري لابراتوار (Computer Lab)

د معلوماتی ټکنالوژی مرکز تشکیلاتی جوړښت :

د ۱۴۴۶–۱۴۴۷ه ق کلونو په موده کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مدیریت لاسته راوړنې:

  • د هلکانو د لیلیې په ودانۍ کې د انټرنېټ او د VOIP ټلفونونو خدمات فعالول.
  • د هلکانو د لیلیې په ودانۍ کې د امنیتي کیمرو سیستم فعالول.
  • د طعام‌خونې په ودانۍ کې د امنیتي کیمرو سیستم فعالول.
  • د دغه مرکز په داخلي سرور کې د پوهنتون آنلاین کتابتون جوړول او فعالول.
  • د پوهنتون د استادانو او کارکوونکو لپاره د ۷۶ رسمي برېښنالیک (ایمیل) ادرسونو جوړول او فعالول.
  • شاوخوا ۳۰۰۰ استادانو، کارکوونکو او محصلینو ته د انټرنېټ خدمات وړاندې کول.
  • د پوهنتون د کارکوونکو او محصلینو لپاره د ۴ روزنیزو کورسونو ترسره کول.