آمریت تضمین کیفیت و اعتبار دهی
د پوهندوی حبیب الله همايون بیوګرافی
پوهندوی حبیب الله (همايون) په ۱۳۶۴هـ ش کال کې د غزنی ولایت اندړو ولسوالی نظروالو کلي کې په یوه علم پروره کورنۍ کې زیږېدلی دی. خپلې زده کړې یې د ساینس تقوا په عالی لیسه کې ترسره کړي دي. نوموړی د کانکور ازموينی له ورکولو څخه وروسته په ۱۳۸۲هـ ش د کندهار پوهنتون کرنې پوهنځي د هارتيکلچر څانګې ته بریالی شو، چې د پوهنتون سره سم یې د انګلیسی او کمپیوټر هم تعقیب کړي دي، بالاخره په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د کندهار پوهنتون کرنې پوهنځي هارتيکلچر څانګې څخه فراغت حاصل کړل.
پوهندوی همایون په ۱۳۸۷/۶/۹ کال کې د آزاد رقابت له لارې د غزنی پوهنتون کرنې پوهنځی هارتيکلچر څانګه کې د علمی کادر په صفت جذب شو، وروسته له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۴ کال پوری په رسمی ډول د هارتيکلچر څانګی د مشر په صفت دنده ترسره کړی او په ۱۳۹۴کال کې د پوهنتون لخوا څخه د لوړو زده کړو وزارت په چوګاټ کې د رقابتی ازموينی کې د ICCR په بورسو ته لار پيداکړه او د ياد بورس د لاری ماستری پروګرام ته د هندوستان هېواد د ګجرات ایالت د نوساری کرنيز پوهنتون ته واستول شو.
پوهندوی همایون دماستری پروګرام په ۱۳۹۶ کال کې د هارتیکلچر څانګه کې د دوه کلنو په وموده کې په بریالیتوب سره پای ته ورساوه .
پوهندوی همایون غزني پوهنتون د تضمين کيفيت او باور لوړونې آمریت دنده په غاړه لری، د پوهنتون په سطح په بیلابیلو کميټو کې غړیتوب لري لکه : د نصاب کمېټه، د علمی کنفرنسونو کمېته، د علمي تحقیقاتو کمېټه، ترفعاتو کميټه، د علمی نشراتو او د پوهنتون د علمی شورا
د ژبو سره بلدتیا
پوهنمل همايون پښتو ژبې سربیره چې مورنۍ ژبه یې ده، د دری، هندی او انګلیسي ژبو سره هم بلدتیا لري.
آثار او لیکنې:
- د غزنې په ولایت کې د انګورو روزنه
- د تخمونو توليد تکنالوژی (ژباړه)
- د هارتيکلچری نباتاتو د تخمونو توليد تکنالوژی (تالیف)
په نړیوالو جورنالونو کې خپری شوی مقالی:
- Effect of Foliar Application of Micronutrients on Growth and Yield of Tomato under Protected Culture
- Response of Tomato to Foliar Application of Micronutrients on Yield and Quality Under Protected Cultivation
- Effect of different levels of nitrogen and intra row spacing on growth and yield of radish (Raphanus sativus L.) variety red to under Green House condition
- Influence of nitrogen and plant spacing on growth and yield characteristics of lettuce (Lactuca sativa L.)
- Response of growth and yield of cucumber (Cucumis sativus L.) to staking and plant spacing under protected culture
- Vegetative propagation of some selected horticultural crops.
- Influence of foliar application of micronutrients on growth, yield & quality of tomato (solanum lycopersicum l.) Cv. Bargad
- Role of plasticulture in horticultural applications
- Qualitative Analysis of Strategies Affecting Sustainable Livelihoods in the Northern Villages of Andar District, Gazni Province, Afghanistan