د غزنی پوهنتون په باره کی د

کاري کړنلاره:

غزني پوهنتون د یوه علمي بنسټ په توګه خپلو امکاناتو او فرصتونو ته په پام سره د هېواد په کچه د لیسانس تر درجې پورې د ځوانو علمي او مسلکي کادرونو روزلو ته چې یوه ملي او اسلامي اړتیا ده ژمن دی. یاد پوهنتون په دې لړ کې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه کوي:

۱: ملي ارزښتونو، اصولو او قوانینو ته تلپاتې ژمنتیا او درناوی.

۲: د عدالت رعایت او له هر ډول تعصب او تبعیض سره مبارزه.

۳: د اغېزناکو برنامو په وړاندې کولو کې د کمیت او کیفیت مسئلې ته پوره پاملرنه.

۴: له فساد سره د مبارزې په چارو کې روڼتیا او حساب ورکولو ته ژمنتیا.

۵: ګډون او ډله ییز کارونه «ټیم ورک»

۶: ملي ګټو ته په کتو سره، رښتینولۍ او نیکو اخلاقو ته پابندي.