دمحصلانو چارو معاونیت :
د محصلانو معاونیت د غزني پوهنتون د څلورو معاونیت په ډله کې راځې، چې د دې معاونیت مسؤلیت د محصلینو د اسنادو تکمیلول، د تحصیلي سندونو بهیر ترسره کول، د محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره د زمینې برابرول، مناسبه ورزشي فضاء برابرول ، مشوره ورکول، د تدریسی بهیر د تطبیق پروسه او دتحصیلي دورې د اکمال ټولي چاري ترڅارلاندې لري؛ د محصلانو چارو معاونیت په مستقیمه توګه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام تر اثر لاندې دی. او د زده کونکو معیارونو او تجربو ته په کتو یې ډیر فعالیتونه ترسره کړي دي. د لوړو زده کړو قانون ته په کتو د پوهنتون په کچه د محصلانو چارو معاونیت مهم رول اداء کوي. دغه معاونیت د هیواد په کچه د لوړو زده کړو د قانون او لوایحو سره سم محصلانو ته تحصیلي خدمات په معیاري او پرمختللي توګه، لکه څنګه چې لازم دي پرمخ بیایې.
د محصلانو چارو معاونیت پېژندنه :
د محصلانو چارو اکاډمیک بست د غزني پوهنتون د څلورګونو معاونیتونو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې د محصلانو چارو اړوند پالېسیو طرحه کول، د ډیپلومونو او ترانسکریپتونو وېش، د محصلینو د معتبرو اسنادو او د لوړو زده کړو وزارت د سپین مهر دنده په غاړه لري .
د محصلانو چارو معاونیت ځانګړی پیغام!
غزني پوهنتون د علمي، مسلکي او اخلاقي کادرونو د روزنې یو مهم بنسټ دی، چې اساسي هدف یې د باکیفیته لوړو زده کړو وړاندې کول او د ټولنې اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ویل دي. دغه پوهنتون هڅه کوي تر څو محصلین د اسلامي او ملي روحیې سره سم په عصري علومو، مهارتونو او مثبتو ارزښتونو سمبال کړي، څو د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې رغنده رول ولوبوي.
همدارنګه، غزني پوهنتون د علمي څېړنو پراختیا، د نوښت رامنځته کولو او د پوهې تولید ته ځانګړې پاملرنه کوي، تر څو د ټولنې اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري ستونزو ته مناسبې حل لارې ومومي.
د یادو موخو د لاسته راوړلو لپاره، غزني پوهنتون دا مهال په ۶ برحاله پوهنځیو کې محصلین جذبوي، او د طب او عامه اداره او پالیسي پوهنځي د امیر المؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د ځانګړي شفقت له مخې منظور شوي دي، چې إنشاءالله العزیز په نیږدې راتلونکي کې به وړ او با استعداده محصلین جذب او د ټولنې اړتیاوو ته به مثبت او غېزمن ځواب ووایي .
ګرانو زدهکوونکو! هڅه وکړئ چې لوړې زده کړې ترلاسه کړئ، ځانونه په علم او مهارت سمبال کړئ تر څو د خپلې ټولنې د خدمت لپاره چمتو واوسئ.
محصلانو چارو معاونیت شعار:
روڼتیا، کیفیت، خدمات، اسانتیاوي، سرعت
- لرلید (Vision )
د محصلانو چارو معاونیت د غزني پوهنتون رهبري، ادارې او اکاډمیکو څانګو سره په ګډه کار کوي ترڅو د هیواد او نړۍ لپاره مسلکي، تخصصي او په کار پوه بشري ځواک وروزی او د ټولنې د پراختیا او هوساینې لپاره غوره او باکیفیته خدامات وړاندې کړي.
۲) رسالت Mission))
په اسلامي او ملي روحیه د هیواد د ځوان کهول روزنه ، د محصلانو د ظرفیت لوړوني پروګرامونو پلانول، د محصلینو لپاره په مارکیټ کې د مناسب کار پیداکول، د زده کړو د معیاري کیدو لپاره هڅې کول.
په عمومي ډول:
- د مؤمن، متخصص او رښتني وطن دوسته بشري ځوان روزنه
- د موثرو او اغیېزناکو خداماتو وړاندې کول
- په خپل وخت او پرته له ځند د فارغو محصلینو اسناد پروسس او له وزارت څخه طۍ مراحل کول
- د محصلینو لپاره د لیلی او بدل اعاشې خدامات پرمخ بیول
- د محصلینو د نظم او ډسپلین څار او کنترول
- د محصلینو د سپورټی خداماتو پلان او ترتیب
- د محصلینو لپاره دسیمنارونو، علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو دایرول
- د هیواد او نړۍ په کچه محصلینو ته د سکالرشیفونو برابرول
۳ )- ارزښتونه (Values)
- د اسلامي ارزښتونو ساتل او هغې ته پوره احترام
- د وطن دوستۍ او ولس ته د خدمت قوي روحیه ورکول
- د زده کړو کیفیت او معیاری کول
- نوښتونه او خلاقیت
- په چارو کی موثریت او اغیزمنتوب
- اړونده چاری په سالم ډول مدیریت کول
- په چارو کې رڼا والی او د فساد په مقابل کې مبارزه کول
۴) موخې Goals) )
- دزده کړو معیاری کول او کیفیت لوړول
- دظرفیت لوړونی برنامو پراختیا
- دمحصلانو لپاره دسالم چاپیریال ایجاد
- د محصلینو لپاره د خارجي هیوادو سره دسکالرشیفونو او انټرشیف اړوند تفاهم نامی امضا کول
- دتحصلي اسنادو څاراو کنترول
- دالکترونیکی ډیټابسونو را منځ ته کول او دفساد په مقابل کی دومداره مبارزه
- دمحصلینو په داسې ډول روزل ترڅو دمارکیټ غوښتنو ته ځواب ووایی
- د ادارې انکشاپ او پراختیا
د محصلانو چارو معاونیت اړوند کمېټې:
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت محصلینو ته د غوره خدماتو ترسراوي، د محصلانو ستونزو ته درسیدګي په موخه مختلفې کمېټې رامنځته کړې دي ترڅو د همدې کمېټو له لارې محصلینو ته رنګا رنګ خدمات او فعالیتونه وړاندې شي په لاندې توګه په یادو کمېټو باندې رڼا اچوو.
۱- د آزموینو عمومي هیئت ۲- د نظم او ډیسپلین عمومي هیئت ۳- فرهنګي عمومي هیئت
د محصلانو چارو معاونیت د مر ستیال او کارکوونکو پېژندنه، د اړیکو شمېرې او ایمیل ادرسونه
|
شماره |
نوم او تخلص |
دنده |
د اړیکو شمېرې |
ایمیل آدرسونه |
|
1 |
مفتی عزت الله نوری |
د محصلانو چارو مرستیال |
0702705976 |
Muftiizatullahnoori@gmil.com |
|
2 |
حفیظ الرحمن شهیدخیل |
د محصلانو چارو آمر |
0794267779 |
Shahidkhil786@gmail.com |
|
3 |
سید محمد سعیدی |
اجرائیه مدیر |
0798940535 |
sayedsaeedi535@gmil.com |
|
4 |
سراج الدین حقاني |
د محصلانو دخدمتونو او همغږۍ عمومی مدیر |
0708636182 |
Sirjuddin94@ gmail.com |
|
5 |
محمد روف خدام |
د فارغانو عمومی مدیر |
0731780479 |
Khankhadam205@gmil.com |
|
6 |
محمد یونس قانت |
د تحصلی اسنادتهیه کولو عمومی مدیر |
0747538921 |
younesarzoo@gmail.com |
|
7 |
عبد الجبار قربانی |
د ثبت او راجستر عمومی مدیر |
0744099397 |
Abuljabarqurbani456@gmail.com |
|
8 |
عبد العظیم |
خدماتی کارمند |
|
|
د محصلانو چارو معاونیت د کاري استقامت لائحه:
سریزه
د لوړو زده کړو نظام د پرمختګ، نظم او اغېزمنتیا لپاره اداري استقامت او دوامداره فعالیت اساسي ارزښت لري. د محصلانو چارو معاونیت د پوهنتون له مهمو، بنسټیزو، اداري او خدماتي برخو څخه شمېرل کېږي چې د محصلینو د تحصیلي، انضباطي، رفاهي او همغږۍ چارو مهم مسؤلیتونه پر غاړه لري همدې ارزښت ته په کتو سره اړینه ده چې د نظم، استقامت او غوره خدماتو وړاندې کولو فرهنګ لا ډېر منظم او قوي شي.
د غزني پوهنتون، محصلانو چارو معاونیت د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ، اصولو او طرزالعملونو مطابق هڅه کړې چې د محصلینو لپاره منظم، شفاف او دوامداره خدمات وړاندې کړي. دغه معاونیت د محدودو امکاناتو، کاري فشارونو او بېلابېلو ستونزو باوجود خپل فعالیتونه نه دي درولي او د کاري استقامت اصل ته یې جدي پاملرنه کړې ده.
د معاونیت اساسي مسؤلیتونه
د محصلانو چارو معاونیت د لاندې برخو د تنظیم او مدیریت مسؤلیت لري:
- د محصلانو د تحصیلي چارو تنظیم
- د ثبت نام او تثبیت پروسې تعقیب
- د امتحاناتو همغږي او تنظیم
- د محصلینو د ستونزو حل او تعقیب
- د لیلیې، فرهنګي او ورزشي چارو همغږي
- د محصلانو د انضباط او حاضریو تعقیب
- د فراغت او اسنادو چارو تنظیم
- د وزارت مقام د هدایاتو تطبیق
- د پوهنځیو او اداري څانګو ترمنځ همغږي
د کاري استقامت مفهوم او ارزښت
کاري استقامت هغه اصل دی چې یو اداره وکولای شي خپل فعالیتونه د هر ډول ستونزو، محدودیتونو او فشارونو باوجود په منظم او دوامداره توګه پر مخ یوسي. د محصلانو چارو معاونیت د همدې اصل پر بنسټ هڅه کړې چې د غزني پوهنتون د محصلانو خدمات په هیڅ مرحله کې هم متوقف نه شي.
ادارې استقامت د اعتبار جوړونې او ودې ورکونې تر څنګ د محصلینو د رضایت او د تحصیلي نظم د ساتنې مهم عنصر دی. د دې برخلاف که په اداره کې استقامت موجود نه وي، د محصلانو چارې له ځنډ، ګډوډۍ او بې نظمۍ سره مخ کېږي. له همدې امله معاونیت تل هڅه کړې چې ټول فعالیتونه پر وخت او د اصولو مطابق ترسره شي.
د کاري استقامت عملي اقدامات
۱- د محصلانو ستونزو ته رسېدنه
د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو ستونزو ته د ژر رسېدنې لپاره دوامداره هڅې کړې دي. هره ورځ د محصلانو غوښتنې، عرایض او ستونزې ثبت او تعقیب شوي دي. د محصلانو د ستونزو د حل لپاره د محصلینو شکایاتو ته د رسیده ګۍ هېئت چې په ترکیب کې یې د هرې پوهنځی څخه رسمي نماینده ګان شتون لري وخت پر وخت د محصلانو چارو معاونیت کې ناستې ترسره کوي، او د اړوندو شعبو له لارې یې د حل په موخه اقدامات کوي.
۲- د آزموینو چارو تنظیم
د آزموینو پر مهال د محصلانو چارو معاونیت له لوري بشپړ نظم ساتل شوی دی. د آزموینو مهالوېشونو ترتیب، د ټولګیو تنظیم، د مراقبت پروسه او د نتایجو تعقیب په منظم ډول ترسره شوي دي او کېږي.
سره له دې چې ځینې وخت د امکاناتو کمښت موجود وي، خو د آزموینو بهیر په بریالیتوب بشپړ شوی دی.
۳- د ثبت نام او تثبیت چارو دوام
د محصلانو د ثبت نام، تثبیت او انتقالاتو چارې په منظم ډول پر مخ وړل شوې دي. د محصلانو چارو معاونیت کارکوونکو هڅه کړې چې د محصلانو چارې پرته له ځنډه اجرا شي او محصلان له اداري ستونزو سره مخ نه شي.
۴- د وزارت مقام هدایاتو تطبیق
د لوړو زده کړو وزارت ټول رسمي مکتوبونه، لارښوونې او هدایات پر وخت تعقیب او تطبیق شوي دي. محصلانو چارو معاونیت هڅه کړې چې د وزارت او پوهنتون ترمنځ اداري همغږي پیاوړې وساتي.
۵- اداري نظم او همغږي
دمحصلانو چارو معاونیت دننه د اداري نظم د پیاوړتیا لپاره منظم حضور، دندو ته پابندي او مسؤلیت ته پاملرنه شوې ده. همدارنګه د پوهنځیو، آمریتونو او نورو اداري شعبو ترمنځ لازم اداري ارتباط ساتل شوی دی او وخت پر وخت د پوهنځیو له رئیس صاحبانو، تدریسي مدیرانو سره ناستې تر سره شوې او کېږي.
۶- د فرهنګي او محصل محوره فعالیتونو ملاتړ
د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلانو فرهنګي، علمي او ورزشي فعالیتونو ته لازم ملاتړ برابر شوی دی. د بېلابېلواصلاحي برنامو، مناسبتونو، سیمینارونو او ورکشاپونو د تنظیم لپاره لازمې همغږۍ ترسره شوې دي او د امکان تر حده ورته لازم امکانات برابر شوي دي.
ستونزې او ننګونې
سره له دې چې محصلانو چارو معاونیت خپلو چارو ته په استقامت ادامه ورکړې، خو ځینې ستونزې او محدودیتونه هم موجود دي، لکه:
- د امکاناتو محدودیت او نبود
- د تخنیکي وسایلو کمښت
- د مراجعینو زیاتوالی
- د ځینو اداري پروسو اوږدېدل
- د بشري قوې محدودیت
خو د یادو ستونزو باوجود د محصلانو چارو معاونیت فعالیتونه نه دي متوقف شوي او چارې په دوامدار ډول پر مخ وړل شوې دي.
راتلونکي پلانونه
د محصلانو چارو معاونیت په راتلونکې کې لاندې پلانونه لري:
- د محصلانو خدماتو لا ښه کول
- د اداري چارو ډیجیټلي کول
- د محصلانو ستونزو ته د لا چټکې رسېدنې سیستم جوړول
- د فرهنګي او علمي فعالیتونو پراخول
- د اداري ظرفیتونو پیاوړي کول
- د نظم او شفافیت لا زیاتول
پایله
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ او اصولو مطابق د کاري استقامت اصل ته ژمن پاتې شوی دی. دغه معاونیت د محدودو امکاناتو او ستونزو باوجود خپلو مسؤلیتونو ته دوام ورکړی او هڅه یې کړې چې محصلانو ته منظم، شفاف او اغېزمن خدمات وړاندې کړي او کوښښ مو همدادی چې داسې محصلین مو روزلي وي، چې سیرت او صورت د اصلاح تر څنګ مو د ټولنې ضرورتونه هم پوره کړي وي.
د محصلانو چارو د مرستیال لنډه پېژندنه او ژوندلیک:
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال محترم مفتي عزت الله نوري صاحب د حاجي نصرالله صاحب زوی، په ۱۳۷۳ هـ ش کال د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د عمرانزو په کلي کې زېږیدلی دی.
لومړنۍ دیني او عصري زده کړې یې د دارالهجرت په مختلفو دیني مدارسو او ښوونځیو کې ترسره کړیدې؛ او اخیراً یې په ۱۳۹۴هـ ش کال یې په (جامعة دارالعلوم چمن) مدرسه کې د حدیثو دوره ترسره کړیده؛ او په ۱۳۹۵هـ ش کال په (جامعة خلفاء الراشدین کراچۍ) مدرسه کې له تخصص في الفقه/افتاء څخه فارغ شوی دی او همداراز یې فلکیات په جناح پوهنتون او د شرعي بینک داري زده کړې یې په کراچۍ کې د ممتاز عالم دین مفتي احمد ممتاز صاحب چې د خلفاء راشدین جامعې مؤسیس ؤ، ترسره کړیدي. همدارنګه مفتي صاحب تر لسم ټولګي پورې عصري زده کړې هم کړېدي.
تر فراغت وروسته یې له تدریس سره په څنګ کې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لاندې مسئولیتونه او خدمتونه سرته رسولي دي:
۱- په دارالهجرت کې د فقهي مجالسو د غړي په توګه.
۲-د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د مطبوعاتي مسئول په توګه.
۳-د غزني ولایت د کمېسیون د همکار په توګه.
۴-دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د محرر په توګه.
۵-د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د مفتي په توګه.
۶-دښوونې، روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون دمالي مسئول په توګه.
۸- دپوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست د رئیس په توګه.
۹ - د پوهنې وزارت د تعلیمي نصاب د رئیس په توګه.
۱۰- اوس مهال د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په توګه خدمت تر سره کوي.
محترم مفتي عزت الله نوري صاحب له تدریس او اداري خدمتونو سره په څنګ کې د مدارسو په ځینو درسي کتابونو لنډې شرحې هم لیکلې دي. الله تعالی دې د نوموړي ټول ترسره کړي خدمتونه قبول کړي. آمین.
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال پیغام
درنو محصلیو د لوی او متعال څښتن څخه ډېر شکر ګذاره یم چې د خپل ګران هیواد د ځوان قشر د پوهې او روزنې په چوپړ کې یم او لوی څښتن راباندې د سپېڅلي خدمت لورینه کړې ده.
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت دې ته ژمن دی، چې د ځوان قشر علمي پرمختګ او په ترڅ کې د یوې سالمې او روښانه علمي فضأ په منځ ته راوړلو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او د دې پوهنتون د ټولو محصلینو هرې ستونزې ته پر وخت ځواب ووایی.
د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت به ټولې هغه علمي او اداري طرحې او پروګرامونه، چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ لخوا په واک کې ورکول کېږي، د ټاکلي پلان سره سم عملي کوي، د دې تر څنګ به زموږ هڅه دا وي، چې د پوهنتون له رهبرۍ او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ به په دې وتوانېږو چې د خپلو ګرانو محصلینو لپاره په داخل او خارج کې زده کړییز؛ لنډسکالرشیپونه او روزنیز ورکشاپونه پیدا کړو او دوی ته د مډرنو او معیاري زده کړو زمینه برابره کړو، تر څو د خپل هیواد د سمسورتیا او رغونې لپاره نوې ثمره په لاس راشي، زموږ به تل دا هڅه وي، چې د هیواد ځوان محصلین په اسلامي او وطني روحیه سمبال کړو او د دوی، تر منځ د هر ډول بې تفاوتي او بې انصافي مخه په پوره توان سره ډب کړو، له سمتي، ژبني، قومي او سیاسي اختلافاتو څخه یې لرې وساتو په پای کې په درنو محصلینو غږ کوم، چې د وخت ضایع ته پام وکړئ او ټوله پاملرنه خپلو درسونو ته واړوئ مطالعه وکړئ، د څېړنې حس په ځان کې پیاوړی کړئ او د ټولو شته فرصتونو څخه سالمه ګټه پورته کړئ، د دې ټولو هڅو پایله به انشأالله دا وي چې په راتلونکې کې به د یو باثباته هیواد او ټولنې شاهدان یو، إن شاء الله العزیز.