د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لنډه پېژندنه

ادبیاتو پوهنځی په ۱۳۹۳هـ ل کال د ښوونې او روزنې پوهنځي له چوکاټه راووت او د یوه خپلواک پوهنځي په توګه یې فعالیت پیل کړ. دري څانګه یې د پوهنتون له پيل سره په ۱۳۸۷هـ ل کال ایجاد شوې وې او درې نورې څانګې یې وروسته پيل شوې. د ادبیاتو پوهنځي تاسیس هم د نورو پوهنځیو په څېر د پوهنتون د رهبرۍ په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ شوی دی.

دغه پوهنځی څلور څانګې لري (دري، عربي، پښتو او انګلیسي) دا څلور واړه څانګې یې د پوهنځي له ایجاده مخکې په ښوونه او روزنه پوهنځي کې هم وې. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ۲۴ کادري غړي لري، له دې ډلې څخه ۲ تنه استادان په ایران، ۱ په مالیزیا او ۵ کسه په افغانستان کې د دوکتورا او ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي او له دې څخه ۸ تنه پوهنملان،  ۱۳ تنه پوهنیاران او ۳ تنه نوماند پوهنیار دي.

لرلید

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی هڅه کوي، چې د معیاري تدریس او علمي څېړنو له لارې، چې د ټولنې د اړتیاوو سره په مطابقت کې وي، په ملي او سیمه ییزه کچه د یو معتبر او بریالي تحصیلي او څېړنیز مرکز په توګه وپېژندل شي.

مأموریت

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د یو علمي او څېړنیز مرکز په توګه ژمن دی چې د چاپېریال له فرصتونو، عصري ټکنالوژۍ، بشري ځواک وړتیاوو او له خپلو ذینفعانو سره د اړیکو په جوړولو سره، د ټکنالوژۍ او معلوماتي برخو کې علمي کادرونه وروزي او د ټولنې اړتیاوو ته په مطابقت کې علمي څېړنې ترسره کړي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اوسنۍ کړنې:

د  ادبیاتو پوهنځی ویاړ لري چې تر دې دمه یې د هېواد د بچیانو په روزنه کې په بشپړه رښتینولۍ سره حساب وړ ګامونه پورته کړي دي او له نېکه مرغه دا لړۍ روانه ده. کولای شو په ادبیاتو پوهنځي کې دمګړۍ روانې چارې په لاندې توګه یادې کړو:

۱) په غوره کیفیت سره د تدریس چارې،

۲) د حقایقو موندلو او علمي تشو ډکولو په پار څېړنیزې چارې،

۳) د کیفیت اوچتوالي او لوړوالي په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې،

۴) د تجربو ترلاسه کولو په پار د علمي رتبو ترلاسه کولو کوښښونه،

۵) د تحصیلي سویې اوچتوالي او لوړوالي په پار د ماسټرۍ او دوکتورا د برنامو تعقیب،

۶) د نظم او ډسپلین استحکام په پار منظمې هڅې،

۷) د تحصیلي نصاب او کرېکولم د بشپړ تطبیق هلې ځلې،

۸) ارزونې او نورې اړینې چارې

بنسټیز ارزښتونه

د ادبیاتو پوهنځي بنسټیز ارزښتونه عبارت دي له:

۱) اسلامي- اداري اصولو ته درناوی.

۲) د مسلکي اخلاقو رعایت.

۳) وړتیا او مهارت.

۴) اداري عدالت.

۵) بشري کرامت ته درناوی.

۶) رښتینولي او ورورولي.

۷) اسلامي- ملي کلتور ته درناوی.

۸) د مسئولیت احساس.

۹) له فساد سره رښتینې مبارزه.

۱۰) ابتکارات او نوښتونه.

۱۱) له تعصبانو، تبعیض او خرافاتو سره مبارزه.

۱۲) ګډ کار کول.

۱۳) سالمه سیالي.

۱۴) د سازماني ښاریتوب مفهوم پالنه.

د ادبیاتو پوهنځي ستراتیژیکې موخې

د غزني پوهنتون، ادبیاتوپوهنځي ټول منسوبین ژمن دي چې له خپلو وړتیاو او ظرفیتونو څخه په بشپړې ګټنې سره د لاندې ستراتیژیکو موخو په تحقق کې کار واخلي او په دې سره د هېواد د ښې راتلونکې او پرمختیا په راوستلو او لوړو زده کړو وزارت او غزني پوهنتون د ستراتیژیکو موخو په تحقق کې د فعالې ونډې له لارې خپل دیني، ملي او وجداني مسئولیتونه ادا کړي.

۱) د علمي څېړنو او نوښت د پرمختیا لپاره کوټلي ګامونه اوچتول.

۲) د مدیریت او رهبري د اغېزمنتیا د کچې لوړول او فساد بشپړ محوه کول.

۳) د تحصیلي نصاب کتنه او ارزونه او د پرمختیا لپاره یې د پوهنځي په سطحه ګامونو پورته کول.

۴) د کیفیت د کچې اوچتولو او ساتلو لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کول.

۵) د اغېزمنو برښنایي- تحصیلي چوپړتیاوو وړاندې کول.

۶) د تحصیلي چوپړتیاوو وړاندې کولو لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه اعظمي ګټه اخیستنه.

۷) د بشري سرچینو د استعدادونو د پرمختیا لپاره اړینې هڅې ترسره کول.

د ادبیاتو پوهنځي د محصلینو په اړه معلومات:

ادبیاتو پوهنځي د خپل تحصیلي مزل له پیل څخه تر نن پورې په خپله لمن کې د هېواد ګڼ شمېر ځوانانو ته د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په پار ځای ورکړی دی او ورکوي یې او له دې ډلې یې اکثره په بشپړه مسلکي پوهه، اخلاقو سمبال او دیني او ملي ارزښتونو ته ژمن ځوانان روزلي او ټولنې ته یې د خدمت کولو په پار وړاندې کړي دي. لاندې جدولونه له (۱۳۹۸ – ۱۴۰۲) کلونو پورې د ادبیاتو پوهنځي د نویو راغلیو، برحاله او فارغو محصلینو اړوند اعداد او ارقام ښيي.

(۱)جدول: له (۱۳۹۸ – ۱۴۰۲) کلونو پورې د ادبیاتو پوهنځي د نویو راغلیو محصلانو اړوند ارقام:

ګڼه

کال

جنسیت

ټولګه

کتنې

نارینه

ښځینه

۱

۱۳۹۸

۱۷۴

 ۸۵

۲۵۹

 

۲

۱۳۹۹

 ۱۷۵

۸۹

۲۶۴

 

۳

۱۴۰۰

۱۳۶

۶۷

۲۰۳

 

۴

۱۴۰۱

 ۱۷۱

۱۳۶

۳۰۷

 

۵

۱۴۰۲

 ۱۲۳

۰

۱۲۳

 

ټولټال

 ۱۱۵۶

 

جدول: له (۱۳۹۵ – ۱۴۰۲) کلونو پورې د ادبیاتو پوهنځي د فارغ شوو محصلینو اړوند ارقام:

ګڼه

کال

جنسیت

ټولګه

کتنې

نارینه

ښځینه

۱

۱۳۹۵

۸۴

۲۱

۱۰۵

 

۲

۱۳۹۶

 ۱۸۴

۲۶

۲۱۰

 

۳

۱۳۹۷

 ۱۵۰

۴۴

۱۹۴

 

۴

۱۳۹۸

۱۵۶

 ۵۴

۲۱۰

 

۵

۱۳۹۹

۰

۰

۰

 

۶

۱۴۰۰

 ۱۴۸

۷۱

۲۱۹

 

۷

۱۴۰۱

۱۵۴

 ۵۹

 ۲۰۴

 

۸

۱۴۰۲

۱۲۷

۰

۱۲۷

 

۸

۱۴۰۲

۱۲۷

۰

۱۲۷

 

۹

۱۴۰۳

۱۰۴

۰

۱۰۴

 

ټولټال

۱۳۷۳

 

جدول: د ادبیاتو پوهنځي د برحاله محصلینو اړوند ارقام:

ګڼه

څانګه

لومړی ټولګی

دوهم ټولګی

درېیم ټولګی

څلورم ټولګی

ټولګه

کتنې

لومړی سمستر

دوهم سمستر

۱

دري 

 ۲۹

 

۸

۱۸

۱۸

۷۳

 

۲

پښتو

۶۱

 

۲۱

۲۳

۲۷

۱۳۲

 

۳

عربي

۳۰

 

۲۱

۱۹

۱۶

۸۶

 

۴

انګلیسي

 ۷۷

 

۳۰

۲۷

۲۷

۱۶۸

 

ټولټال

۴۵۹

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس لنډ ژوندلیک:

 مفتي محمد میرویس"عبداالله" د عبدالقیوم زوی په (۱۳۶۵) کال کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د علم،عرفان او جهاد پروره" پورته خدوخیلو" کي پیدا شوی، لومړنۍ زده کړي د نورالمدارس فاروقي شیخ القرآن والحدیث مرحوم مشر عالم مولوي عبدالحمید رحمه الله تر نظر لاندي په خپل مسج د کي کړي، له تمهیدي زده کړو وروسته یي ابتدایي زده کړو لپاره د ملک د سترې هستۍ نورالمدارس عالي جامعي تر آرام سرایه ځان ورسول او هلته یې له اوله تر شپرمه صنفه زده کړي وکړي، چې همدا وخت د وخت فرعون امریکا په ګران هیواد ناولي او بې رحمه حمله وکړه، چې د نورالمدارس فاروقي هم تدریسي نظام یې سره مختل کړل او د څه وخت لپاره مدرسه له شپږم صنفه پورته رخصت شوه، او له همدې سره عبدالله د یرغلګرو په وړاندي جهاد او مبارزې ته مخه کړه او له مبارزې او جهاد سره سره یي خپلو درسونو ته ادامه ورکړه اما پاتي درسونه یي په ځمکه او آسمان شوه، خو بیا یې هم لله الحمد د خپلو پاتي درسونو په طلب په پسي مخه کړه او د خپلو درنو او په دین مینو خلقو په همکارې او  د خپلو خلقواو ولس په منځ کي يې په حجرو، مساجدو مختلفو مدرسوکي د وخت د سترو شخصیتونو، د علم اوعرفان دنګو منارونولکه:  شیخ الحدیث عبدالرحمن غزنوي، الحاج خلیفه صاحب محمدابصر صاحب، شیخ نورمحمد نعماني صاحب،ترجمان الفقهاء مفتي عبدالله تاسني، مفتي احمدسعید صاحب او ګران قدرمن مفتي محمدالله علیزائی او داسي نوروډیرو استادانو څخه  د مختلفو علومو او فنونو تر تکملي پاته لاره بشپره کړه، چې تکمله یي د غزني ښار وتلي مدرسې حضرت عبدالله ابن عبارس رضی الله عنهما کي مکمله کړه، لکه څرنګه چې مخکي یادونه وشوه چي اشغال ؤ نو په همدې اساس مو د هجرت په دیار کي وړه لویه دوره د وخت له جیدو شیخو لکه شیخ القرآن والحدیث الحاج مفتي عبدالرؤف اطمنان او ستر شهید سعید شیخ صاحب او شیخ القرآن و الحدیث الحاج مفتي رحمت الله  غزنوی الدیوبندی سره وکړې ، او همدارنګه مو له وړې او غټي دورو سره د اصول افتاء درسونه ویلکیدل او همدارنګه د تخصص في لافتاء والفضاء درسونه د هجرت په دیار کي د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء تر چتر لاندی چي اوس د عالي تحصلاتو د تخصصاتو او جامعاتو عمومي تر چتر لاندی د کندهار د ابراهیم نخعي رض لاندی ده وویل ، چي لله الحمد په ټوله کي دممتازو ملګرو په قطار کي به راتلل ، چي اوس فعلا د ماستري په کچه د علمي سویې سند رسما په لاس کي لري .

د تدریس دور:

 د ضیاءالمدارس مدرسه چې د شهیدسعید اتل مولوي محمدیعقوب ابویوسف رحمه الله په مدرسې سره مشهوره ده اته (۸) کاله دمدرسې د ادارې مسؤلیت څخه نور دتدریس چارې په مخ وړلې او همدارنګه د مختلفو کلیوالي مساجدو کي له ابتدائې څخه تر تکملې او همداشان د وړې دورې د کتابونو تدریس کړی ده.

کارې برخه:

له فتحې مخکي او وروسته په مختلفو کمیسونو اړند د ولسوالیو او ولایت کي کاري تجربه لري لکه دعوت ارشاد،جلب او جذب فقهي مجالس، د اقوام او قبائلو د انسجام کمیسون کي (۵) کاله او د مؤسساتو،شرکتونو کنټرول او تنظیم اړوند چي د مخابراتو،اقتصاد، فوائید عامه، کلیوپراختیا او دمؤسساتو د فعالیتو د انسجام چاری یې (۳) کاله په مخ وړلې.

او همداشان (۲)  کاله د تعلیم، تربیې او عالې تحصیلاتو کمیسون اړوند د غزنی ولایت د تعلیم ،تربیې د ریاست د مالي او ادارې د معاونیت تر څنګ د مرکز شهری عمومی مدیریت سره د غزنی همدغه عمومي پوهنتون د دریو خصوصي پوهنتونو د هغه وخت مطابق د انسجام چارې د مافوق د هدایاتو سره په مخ وړکیدلې.

له فتحې وروسته د مشرانو د لزوم دید په اساس د غزنی ولایت د عدلیې ریاست تر چتر لاندی د حقوقو د آمریت چي وروسته د افغانستان اسلامي امارت د مشر تابه عالي مقام د حکم په اساس د حقوقو اړوند ټول ریاست د ستري محکي ته انتقال شو چي د غزني د حقوقو آمریت هم د غزني د مرافعې محکمي تر چتر لاندی د حقوقو په آمریت کي (۴) کاله په ډیر صداقت سره خپلې ورسپارل شوي وظیفې لکه د یاد آمریت په شمول د غزني د (۱۸) اتلسو ولسوالیو د انسجام چارې سرته رسولې. 

د ژبو او ادبیاتو  پوهنځي د رئیس پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم

اللهم لا سهل إلا ما جعلته سهلاً، يا رب العالمين

الحمد لله الأول في ديمومته، الآخر في أزليته، الواحد في ملكه، الفرد في سلطانه، العالي في دنوّه، القريب في علوّه، وصلى الله على محمد بشيري الرحمة ومصباح الهدى، والمنقذ من الضلالة والعمى.

قال الله تبارك وتعالی:

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم

﴿وَاجْعَل لِّي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ﴾

او فرمايي:

﴿عَلَّمَهُ الْبَيَانَ﴾

رسول الله ﷺ فرمايي:

«إنَّ اللهَ يُحبُّ إذا عملَ أحدُكم عملاً أن يُتقِنَه»

ژبه او ادب د قرآن کریم، نبوي سنتو او اسلامي تمدن په رڼا کې د علم د بیان، د حق د اظهار، او د اسلامي او ملي هویت د ساتنې بنسټیز ارکان دي. دا الهي نصوص څرګندوي چې بیان یو رباني نعمت دی، او د علم هر کار باید د صداقت، مهارت او امانت‌دارۍ پر بنسټ ترسره شي. د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د همدې قرآني او نبوي اصولو پر اساس خپل تعلیمي، علمي او روزنیز رسالت پر مخ وړي.

دغه پوهنځی د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو، د وزارت د مصوبو، او د مافوق امیرینو د لارښوونو په رڼا کې ژمن دی چې د افغانستان د اسلامي، ملي او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره د ژبې او ادب له لارې اغېزمن خدمت ترسره کړي. زموږ اساسي موخه دا ده چې ژبه د اصلاح، دعوت، علمي وضاحت او سالم تفاهم وسیله وګرځوو، او د علم امانت د مجاهد ولس خدمت ته په بشپړ صداقت وسپارو.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو، دري، عربي او انګلیسي څانګو له لارې د تدریس د کیفیت لوړولو، د نصاب د علمي پیاوړتیا، او د معاصرو تدریسي میتودونو د تطبیق لپاره دوامدارې هڅې کوي. موږ علمي څېړنه، ژباړه، نقد او فکري تولید د پوهنځي اساسي ستنې بولو، څو محصلین یوازې د ژبې په زده کړه بسنه ونه کړي، بلکې د تحلیل، استدلال او مسلکي اظهار وړتیا هم ترلاسه کړي.

دا پوهنځی هڅه کوي داسې محصلین وروزي چې د اسلامي عقیدې، ملي فرهنګ، علمي امانت‌دارۍ او مسلکي مسؤلیت احساس پر بنسټ سمبال وي؛ هغه محصلین چې ژبه او قلم د حق د دفاع، د اخلاقو د ترویج، او د ټولنې د سالم فکري جوړښت لپاره وکاروي، او د غیر اسلامي افکارو، فکري انحرافاتو او ناسالمو فرهنګي اغېزو پر وړاندې علمي بصیرت او روحي ثبات ولري.

د پوهنځي تدریسي مدیریت د استادانو ترمنځ د علمي انسجام، فکري همغږۍ او مسلکي معیار د ټینګښت لپاره کار کوي، څو د تدریس کیفیت لوړ، علمي تولید اغېزمن، او تعلیمي چاپېریال د سالم علمي تعامل مرکز وګرځي. همدارنګه اجرائیه مدیریت د نظم، شفافیت او امانت‌دار خدمت له لارې د تعلیمي او اداري چارو د منظم پرمخ‌بیولو ملاتړ کوي.

اختتامیه

په پای کې، د رب متعال جل‌جلاله دربار ته په عاجزۍ لاسونه لپه کوو چې موږ، زموږ استادان او زموږ محصلین د علم په اخلاص، د بیان په صداقت، او د خدمت په توفیق ونازوي؛ زموږ ژبې د حق ویونکې، زموږ قلمونه د اصلاح وسیله، او زموږ هڅې د اسلامي، ملي او فرهنګي ارزښتونو د ژوندي ساتلو سبب وګرځوي. له الله تعالی څخه دا التماس لرو چې موږ ته د دې ستر علمي او شرعي امانت د ادا کولو توفیق راکړي، زموږ نیمګړتیاوې پوره کړي، او زموږ علم او عمل د دین او ولس د خدمت لپاره قبول وګرځوي.

والسلام

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس

مفتي محمد میرویس(عبدالله)