لرلید او ماموریت

معلوماتي ټکنالوژي ډیپارټمنټ

د لرلید بیانیه: معلوماتي ټکنالوژي ډیپارټمنټ د ورځې د اړتیاوو مطابق علمي څېړنو ترسراوي او معیاري تدریس له لارې د هېواد او سیمې په کچه د یو منلي او بریالي زده کړه ییز او څېړنیز مرکز په نوم پېژندل کېدو هوډ لري.

د مأموریت بیانیه: معلوماتي ټکنالوژي ډيپارټمنټ د یو علمي څېړنیز مرکز په توګه د چاپېریالي بدلونونو اغېزمن مدیریت، ورځې ټکنالوژۍ، بشري ځواکونو له وړتیاوو او اړوندو ښکېلو اړخونو سره فعالو اړیکو څخه په ګټنې، په معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کې د علمي کادرونو زده کړې او روزنې او ټولنې اړتیا وړ علمي څېړنو ترسراوي ته ټینګه ژمنتیا لري.

معلوماتي سیستمونه ډیپارټمنټ

د لرلید بیانیه: معلوماتي سیستمونه ډیپارټمنټ د علمي څېړنو ترسراوي او معیاري تدریس له لارې ټولنیزو اړتیاوو ته ځواب ویلو پر مټ، په ملي او سیمه ییزه کچه د یو باوري او بریالي زده کړه ییز او څېړنیز مرکز په هویت څرګندېدو پیاوړی هوډ لري.

د مأموریت بیانیه: معلوماتي سیستمونه ډیپارټمنټ د علمي څېړنیزو خدمتونو وړاندې کوونکي واحد په توګه ژمن دی چې د پرمختللې ټکنالوژۍ، وړ علمي کادرونو او ذیعلاقه اړخونو سره ارتباطي چینلونو څخه په ګټنې او ستراتیژیکو عواملو مؤثر مدیریت له لارې په معلوماتي سیستمونو برخه کې د علمي کادرونو روزنې او علمي څېړنو ترسراوي پر مټ ټولنیزو اړتیاوو ته ځواب ورکړي.