د کمپیوتر ساینس پوهنځي د محصلینو مکلفیتونه:

د کمپیوتر ساینس پوهنځي د محصلینو مکلفیتونه

د کمپیوټر ساینس پوهنځی محصلین مُکلف دي چې د پوهنتون په چاپیریال کې د نظم او دسپلین تامین ته لازمه پاملرنه وکړي او لاندي موارد په جدي توګه رعایت کړي:

  1. د اسلام د سپیڅلي دین اساساتو او شعایرو ته احترام او درناوی؛
  2. د اسلامي، شرعي او ملي ارزښتونو خلاف له هر ډول فعالیتونو څخه ډډه کول؛
  3. په بشپړه توګه په هیواد کې د واکمن شرعي نظام له ټولو پریکړو څخه ملاتړ کول، او د نظام په ضد له هر ډول تخریبي کړنو څخه ډډه کول؛
  4. د پوهنتون رهبري، استادانو، اداري او نورو کارکوونکو په وړاندي له هر ډول بي احترامي او توهینوونکو کړنو څخه ډډه کول؛
  5. له هر ډول قومي، ژبني، سمتي، مذهبي او دې ته ورته نورو تعصباتو څخه ډډه کول
  6. د لوړو زده کړو د وزارت د ټولو لایحو، مقررو، مصوباتو او پریکړو په پام کې نیول؛
  7. له شرعي او معقول عذر څخه پرته له غیر حاضرۍ او مکرر غیابت څخه ډډه کول؛
  8. د پوهنتون په چاپیریال کې له اسلحې او نورو ټپي کوونکو وسایلو څخه ډډه کول؛
  9. له الکولي او نښه اي توکو، قمار، دخایناتو، او له هر ډول ناوړو او مخالفو اخلاقو څخه ډډه کول؛
  10. د درس او نورو علمي فعالیتونو په لړ کې له هر ډول ګډوډۍ او بي نظمۍ څخه ډډه کول؛
  11. د پوهنتون له ودانیو، ټولګیو، تجهیزاتو او نورو تسهیلاتو څخه د ګټه اخیستنې په لړ کې له احتیاط څخه کار اخیستل؛
  12. له ضرورت څخه پرته په دهلیزونو کې له ګرځیدلو څخه پرهیز کول، تر څو نورو محصلینو او استادانو ته مزاحمت ونشي؛
  13. د پوهنتون په چاپیریال کې له هر هغه ډول کړنو څخه ډډه کول چې د ګډوډۍ لامل ګرځي؛
  14. له هر ډول کړنو څخه ډډه کول چې د ازموینو د ګډوډۍ لامل ګرځي؛
  15. په پوهنتون کې د هر ډول مراسمو په ترڅ کې د چکچکو له وهلو څخه په کلکه ډډه کول؛
  16. د ټولګیو نظافت ته جدي پاملرنه کول؛
  17. د تولګیو په دیوالونو یا هم په ټولګیو او تدریسي ودانیو کې په نصب شویو بینرونو او پوسټرونو باندي د هر ډول لیکلو څخه ډډه کول؛
  18. د پوهنتون په داخل یا هم له پوهنتون څخه بهر د هر ډول موسیقي له اوریدلو څخه ډډه کول؛
  19. د غزني پوهنتون د سمسورتیا په برخه کې هلې ځلې کول او د پوهنتون له سمسور چاپیریال څخه ساتنه کول؛