د کمپیوتر ساینس پوهنځی دکمیټی او د هغوی چارتونه
- د ستراتیژیک پلان د تدوین او څار کمېټه
- د نصاب کمېټه
- د څېړنو کمېټه
- د کیفیت لوړاوي کمېټه
- د ازموینو کمېټه
- فرهنګي او د تربیت بدنې کمېټه
- د نظم دسپلین او فساد سره د مبارزې کمېټه
- د الکترونیکي زده کړو کمېټه
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د کمېټو تشکیلاتي چارتونه
د الکترونیکي زده کړو د کمېټې تشکیلاتي چارت
د ازموینو د کمېټې تشکیلاتي چارت
د تحصیلي نصاب کمېټې تشکیلاتي چارت
د تضمین کیفیت کمېټې تشکیلاتي چارت

د څېړنو کمېټې تشکیلاتي چارت

د ستراتیژیک پلان کمېټې تشکیلاتي چارت
فرهنګي او د تربیت بدنې کمېټې تشکیلاتي چارت
نظم دسپلین او فساد سره د مبارزې کمېټې تشکیلاتي چارت
د کمپیوتر ساینس پوهنځي اړوند کمېټو پېژندنه
غزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د علمي او څېړنیز بهیر د چټکوالي او محصلینو ته د غوره خدماتو د ترسراوي، د محصلینو ستونزو ته د رسیده ګي په موخه مختلفې کمېټې را منځته کړې دي. تر څو د همدې کمېټو له لارې محصلینو ته رنګا رنګ خدمات او فعالیتونه وړاندې شي. په لاندې توګه په یادو کمېټو باندې رڼا اچوو:
د ازموینو کمېټه
ازموینه هغه میتود دی، چې په یوه معینه تحصیلي دوره کې د محصلینو د علمي او نظري مهارتونو او پوهې کچه پرې ارزیابي کیږي. باور دا دی، چې د یادي ارزیابي لپاره باید ازموینه په عادلانه، شفافه او د علمي معیارونو مطابق واخیستل شي، د تطبیق او رعایت په برخه کې یې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.
له همدې آمله د کمپیوټر ساینس پوهنځي، د ازموینو کمیټه له تحصیلي دورې څخه د مثبتو پایلو او کیفیت لوړولو په موخه منظم نظارت تر سره کوي. تر څو د ازموینو په برخه کې د ښه والي تر څنګ، د ازموینې په پروسه کې شفافیت او عدالت رعایت شي.
نظم دسپلین او د شکایتونو د اورېدلو کمېټه
پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسیسي د اکاډمیکو او لوړو زده کړو هغه مرکزونه دي چې د هېواد د ځوان نسل د تربیې او روزلو دنده په غاړه لري، تر څو په اسلامي او شرعي مفکوره سمبال او همدارنګه د ټولنیزي، فرهنګي، اقتصادي او مدیریتي پرمختیا لپاره متعهد او متخصص بشري ځواک ټولني ته وړاندي کړي.
په علمي او اکاډمیک چاپیریال کې د نظم مراعاتول او د علمي اصولو په پام کې نیول د پوهنتون او لوړو زده کړو په موسساتو کې د بنسټیزو الزاماتو له ډلې څخه ګڼل کیږي. هر ډول کړنې چې د علمي نظام د ګډوډۍ، د نورو د حقوقو تر پښو لاندي کولو او د امنیت د خرابیدلو لامل ګرځي، د منلو وړ نه دي او د دې بنسټونو له رسالت سره په ټکر کې دي چې د سرغړوونکو په وړاندي به جدي او د مقرراتو او لایحو مطابق تصمیمونه ونیول شي. څنګه چې علمي سرغړونې د علمي او مسلکي ارزښتونو د داغ او ټپ لامل ګرځي او د ټولنې د احترام او باور وړ علمي معیارونه تر شک لاندي راولي، نو له دا ډول مواردو سره جدي چلند، د پوهنتونونو له مهمو تعهداتو څخه ګڼل کیږي.
د دې لایحې د علمي سرغړونو اړوند تدابیرو کې شفاهي توصیه او کتبي تعهدنامې، کتبې اخطار، لنډ مهاله اخراج، همیشنی اخراج او د جرم د ارتکاب په صورت کې د تامیني- انضباطي تدابیرو تر څنګ رسماً عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کیږي. نو په دې اساس، د پوهنتون په چاپیریال کې د علمي نظم د نه مراعاتولو او د پیژندل شویو اصولو او معیارونو تر پښو لاندې کول د منلو وړ نه دي. او د پورته مواردو د تحقق په موخه د نظم، دسپلین او شکایتونو د څېړنې کمېټه د کمپیوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې دی.
فرهنګي او د تربیت بدني کمېټه
د دې کمېټې په راس کې د پوهنځي رئیس قرار لري، او غړي یې د علمي شورا له لارې ټاکل کیږي. د دې کمېټې عمده دندې سپورت ته وده ورکول، محصلینو ته د مختلفو لوبو زمینه چمتو کول، د سپورت ترویج، د مختلفو ملي ورځو نمانځل، د محصلینو لپاره د غونډو جوړول او داسي نورې دي.