د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت
﷽
د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال پوهندوی احسان الله کامران ژوند لیک
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!
پوهندوی احسان الله کامران د محمد اکرم زوی په ۱۳۷۰ هجري لمریز کال د جوزا د میاشتي په دریمه نیټه د میدان وردګو ولایت، سیدآباد ولسوالۍ د تنګي درې د کامران خیلو کلي په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ دیني زده کړي یې د خپل کلي د جومات له ملا امامانو څخه تر لاسه کړې دي. د لومړنیو دیني زده کړو له ترلاسه کولو وروسته په ښوونځي کې شامل شو. د ښوونځي ابتدایي، متوسطه او لیسې دوره یې د تنګي د امام ابو حنیفه (رح) په عالي لیسه کې کې پای ته رسولې دي او له دې لېسې څخه په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال کې فارغ شو. له فراغت سره سم یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ، چې له نېکه مرغه د ننګرهار پوهنتون، کرنې پوهنځي د بڼوالي څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۲ کال کې له یاد پوهنتون څخه په عالي درجه فارغ شو. له فراغت سره سم د آزادي سیالۍ د ازموینې له لارې د غزني پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې د استاد په توګه مقرر شو، د تقرر څخه وروسته یې د تدریس تر څنګ د یاد پوهنتون په ټولو علمي اداري او څیړنیزو چارو کې فعاله ونډه اخیستله. له دریو کلونو تدریسې چارو ترسره کولو وروسته د جنوب اسیا هیوادونو لپاره د اعلان شوو بورسونو له لارې د هندوستان هیواد د ځنګونو او څیړنو انستیتوت ته د ماستري زده کړو په موخه ولاړ، په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې یې د چاپیریال ساتنې او اقلیم بدلون په برخه کې د ماسترۍ دوره په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسوله او بیرته ډکي منګولي خپل هېواد ته راستون شو. پوهنتون ته تر را ستنیدو وروسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکلو د آمر په حیث وټاکل شو، نوموړي په دې برخه کې له ټول توان او هڅو سره خپل ماموریت په پوره اخلاص او شوق سره ترسره کړ چې د نوموړي د ماموریت په دوره کې غزني پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار اخیستلو دوهمه مرحله په پوره بریالیتوب سره ترلاسه کړه، وروسته په ۱۴۰۱ کال کې د غزني پوهنتون د عمومي رئیس په توګه مقرر شو، د ریاست چارې یې په پوره اخلاص او او ژمنتیا سره مخته بیولې چې په نوموړې دوره کې غزني پوهنتون د ځینو لویو لاسته رواړنو شاهد ؤو. د پوهنتون په ریاست کې له یو کال او څو میاشتو خدمت کولو وروسته یو ځل بیا د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د آمر په حیث و ټاکل شو، نوموړې په دې دوره کې هم له پوره اخلاص او تعهد سره خپل ماموریت په پوره بریالیتوب سره مخته یوړ. په ۱۴۰۴ کال کې د غزني پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د لزوم دید په اساس د غزني پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې د مرستیال په حیث وټاکل شو، نوموړی د علمي څېړنو معاونیت د چارو د تر سره کولو تر څنګ د پوهنتون په علمي، رهبري او اداري شوراګانو کې فعال ګډون اخلي. د دې تر څنګ د پوهنتون په سطح د ځینو مهمو کمیټو لکه د څېړنو کمېټه، د علمي نشراتو کمېټه، د تضمین کیفیت کمېټه، د ستراتیژیک پلان کمېټه او نورو کې غړیتوب لري.
تر دې مهاله د پنځو داخلي مقالو تر څنګ د پنځو په شاوخوا کې نړۍ والي مقالې لرم، چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو لکه پاکستان، جاپان او نورو هېوادونو په معتبرو ژونالونو کې په چاپ رسیدلي دي. د دې تر څنګ مې په ۱۴۰۳ کال کې یې د هایدروپونیک او محافظت شوې کرنې تر عنوان لاندې یو مهم تدریسي کتاب هم ژباړلی دی.
ځیني اړین معلومات
د څېړنواو علمي مجلې مرستیال: پوهندوی احسان الله کامران
استاد: د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د بڼوالي د څانګې استاد
بریښنالیک پته: akramzoi1991@gmail.com
مبایل شمیره: ۰۷۹۱۹۱۰۰۷۰/۰۷۸۱۶۱۶۰۴۰
د دندې پته: غزني ښار، قلعه جوز، غزني پوهنتون، د انجینري پوهنځي بلاک، د څېړنو او علمي مجلې معاونیت، درېیم پوړ، اطاق شمیره ۲۴.
د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال پیغام
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!
د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او علمي مجلې د مرستیال په توګه، زه د دې ویاړ لرم چې د پوهنتون د علمي ودې، څېړنیزو هڅو، نوښت، او تجربوي زده کړو د پیاوړتیا لپاره خدمت کوم.
د عصري پوهې او ملي اړتیاوو په رڼا کې، زموږ ستره موخه دا ده چې غزني پوهنتون په یو فعال، نوښتګر، او څېړنیز علمي مرکز بدل کړو. موږ باور لرو چې پرمختګ د علمي څېړنو، دقیقو تجربو، او پر نوې ټکنالوژۍ ولاړو علمي هڅو له لارې تر لاسه کېدای شي. له همدې امله، هڅه کوو چې مخپلو استادانو، محصلینو، او څېړونکو ته اړینې اسانتیاوې، لابراتواري وسایل، او علمي سرچینې چمتو کړو، څو وکولای شي د نوې پوهې تولید ته لاره هواره کړي.
د غزني پوهنتون علمي او څیړنیزه مجله د څېړونکو لپاره یو بااعتباره علمي پلیټفارم دی چې د هېواد دننه علمي څېړنې خپروي. دا مجله د علمي معیارونو او اخلاقي اصولو پر بنسټ کار کوي او هڅه کوي چې د علمي نړۍ له معیارونو سره سم پرمختګ وکړي. موږ د استادانو، محصلینو او ټولو څېړونکو د هڅو قدر کوو او هغوی ته بلنه ورکوو چې خپلې څېړنې، مقالې، او علمي نظریات زموږ مجلې ته راولیږي.
په پای کې، زموږ تعهد دا دی چې غزني پوهنتون د کیفیت، شفافیت، نوښت، او خدمت په اساس د علمي څېړنو له لارې د هېواد په علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې رغنده ونډه ولري.
په درنښت
پوهندوی احسان الله «کامران»
د څېړنو او علمي مجلې مرستیال
د څېړنو او علمي مجلې معاونیت ترسره کړي فعالیتونه:
غزني پوهنتون د علمي تولید، څیړنو، او ټولنیز مسؤلیتونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د یاد پوهنتون د علمي بنسټونو پیاوړتیا، د څیړنو ترویج، او د نوښت او خلاقیت هڅونه له هغو اقداماتو څخه دي چې نه یوازې د پوهنتون داخلي پرمختګ تضمینوي، بلکې د ټولنې ستونزو ته د حل لارو برابرولو لپاره هم اغېزناک بلل کیږي.
- د ملي ژورنال خپرونه
تر دې مهاله غزني پوهنتون توانېدلی چې د علمي معیارونو پر بنسټ د ملي ژورنال اووه (۷) ګڼې خپرې کړي، چې دا اقدام د علمي لیکنو او څېړنو د خپرولو له پاره یو مهم ګام ګڼل کېږي - د علمي تطبیقي څیړنو ترسره کول
د پوهنتون د څیړنیز ماموریت په چوکاټ کې، لسګونه عملي او تطبیقي څېړنې ترسره شوې دي چې موخه یې د واقعي ټولنیزو ستونزو تشخیص او د حل لارو موندل دي. - د ملي ژورنال آنلاین خپرول
د علمي خپرونو د لاسرسی زیاتولو لپاره، د غزني پوهنتون ملي ژورنال په انلاین بڼه خپور شوی دی، ترڅو د ملي او نړیوالو څیړونکو لپاره د استفادې اسانتیا برابره شي. - د غوره څیړونکو تشویق
د علمي کادر د هڅونې او سیالۍ فضا رامنځته کولو لپاره، غوره څیړونکي په بېلابېلو مناسبتونو کې تشویق شوي، چې دا کار د څېړنیز کیفیت د لوړوالي لامل ګرځېدلی دی. - د ټولنې د ستونزو پیژندنه او د حل لارو وړاندیز
د غزني پوهنتون د ټولنیز مسؤولیت په اساس، د سیمې د خلکو او ادارو یو شمیر ستونزې پیژندل شوې، او د څېړنو له لارې ورته علمي حل لارې وړاندې شوي دي. - د ولایتي ادارو سره همغږي او پایلو شریکول
د ولایتي ادارو د غوښتنو په اساس مشخصې څېړنیزې پروژې ترسره شوې، چې پایلې یې له اړوندو ادارو سره شریکې شوي دي. - د ملي علمي کنفرانس لپاره امادهګي نیول
د علمي تبادلو پراخولو او نوو نظریاتو ته د زمینې برابرولو په موخه، د ملي کچې علمي کنفرانس لپاره چمتووالی نیول شوی کوم چې به د روان ۱۴۰۴ کال په جریان کې تدیر کړل شي. - د نوښت او خلاقیت اړوند سمینارونو تدویر
د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره، بېلابېل څیړنیز او تخنیکي سمینارونه ترسره شوي دي، ترڅو د څېړنو، نوښت، او خلاقیت فرهنګ ته وده ورکړل شي.
راتلونکي پلانونه:
غزني پوهنتون غواړي راتلونکي کې د پوهنتون د ظرفیت، اړتیاؤو او نړیوالو معیارونو سره سم یو شمیر پلانونه ولري، چې په لاندې ډول ورته په لنډ ډول اشاره کوو:
- د غزني پوهنتون په کچه د څیړنیز مرکز رامنځته کول
- د غزني پوهنتون لپاره د نړیوال ژورنال رامنځته کول
- د علمي څیړنو لپاره ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړول
- د نړیوالو کنفرانسونو تدویرول
- د څیړنو لپاره مالي تشویقي سیستم رامنځته کول
- د نوښت یا خلاقیت مرکز یا واحد رامنځته کول
- محصلین هڅول ترڅو خپلې نظریې د کاروبار یا تولید په شکل وړاندې کړي
- د نوښت ستراتیژیک پلان جوړول
- د پوهنتون په کچه د اختراعاتو ملاتړ
3- علمی مجله لینک