آمریت مجله علمی

                                          بیوگرافی  

 

 

 

د علمي مجلې آمر : پوهندوی سيدرحيم  (غفاري)

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

پوهندوی سيدرحيم غفاري د معلم عبدالحق زوی د غزني ولايت واغظ ولسوالۍ اوسيدونکی دی؛ چې په ۱۳۶۷هـ ش - ۱۹۸۸م کال کې په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې زيږيدلی دی.

لومړنۍ زده کړې يې د واغظ ولسوالی اړوند د محمدخان د کلي په عالي ليسه کې او بيا له هغه وروسته د وکیل محمدجان کوچي له ليسي څخه په ۱۳۸۴ کال کې فارغ شوی دی.

په ۱۳۸۶ هـ ش کال کې د خوس شيخ زايد پوهنتون – کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ته شامل شو، چې په ۱۳۸۹ هـ ل کال کې له ياد پوهنځي څخه فارغ شو.

په ۱۳۹۰ کال کې د ازادې سيالۍ له لارې د ازموينې په ترڅ کې د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي، اګرانومي څانګې علمي کادر ته شامل شو.

په ۱۳۹۵ هـ ل کې د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون څخه د هند هیواد د کرنيزو علومو د څيړنيز انستيتويت په ګډه همکاري سره د نباتي علومو پوهنځی په اګرانومي څانګه کې  ماسترۍ ترسره کړي.

د پښتو ژبې برسيره په دري او انګليسي ژبو هم پوره برلاسي لري.

د څېړنې په برخه کې يې له اتو زياتې علمي څېړنيزې مقالې د  بيلابيلو هيوادونو په بين المللي ژورنالونو  او د هيواد په داخل کې په ملي ژورنالونو کې چاپ شوي دي.

ددې برسيره د " د غزني ولايت تراقليمي شرايطو لاندې د غنمو په وده او حاصل باندې د فاسفورس د بيلابيلو اندازو د اغيزو مطالعه کول" تر سرليک لاندې څېړنيزه رساله ليکلي او د اوبو لګولو د اوبو مديريت په برخه کې يو علمي اثر له انګليسي ژبي څخه  پښتو ملي ژبي ته ژباړلی.

 په (۲۲ / ۰۱/ ۱۳۹۸  هـ ش نېټه) د غزني پوهنتون له خوا ورته د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د آمريت په توګه  مسؤليت وروسپارل شو، په (۱۰ / ۱۲/ ۱۴۰۰  هـ ش نېټه) د  لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستيال په توګه مسؤليت وروسپارل شو، په (۱۱ / ۱۱/ ۱۴۴۴  هـ ش نېټه) د  لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته د غزني پوهنتون د ریاست چاري د سرپرست ریس په توګه د دوو مياشتو لپاره وروسپارل شو او په (۸/۱۲/۱۴۴۵) نيټه د غزني پوهنتون د علمي مجلې د امريت چاري وروسپارل شوي، چې دغه خدمت لا هم دوام لري .

ځیني اړین معلومات!

د علمي مجلې آمر: پوهندوی سید رحیم غفاری

استاد: د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومی د څانګي استاد

بریښنالیک پته: sayedrahim23@gmail.con

مبایل شمیره: 0795209384/ 0775724905

د دندي پته: غزني ښار، قلعه جوز، غزني پوهنتون، د انجینري پوهنځي بلاک، د علمي مجلې آمریت، درېیم پوړ،

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                                                                                       بیوگرافی  

 

 

 

مدیر عمومی مجله علمی: احمدشاه (الماس)

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

احمدشاه (الماس) د موسی زوی د طورګل لمسی د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالی د لویې آبدرې  کلي کې په یوه متدینه کورنی کې زیږیدلی دی چې لومړی زده کړې یې د خپل کلې له ملا امام او د مکتب پیل یې د لویې آبدرې د شهیدانو په عالي لیسه کې وکړو، د منځنی او لیسې دورې زده کړې یې د کابل ولایت د حبیبې عالي لیسه کې په ۱۳۹۵ هــ  ش کال کې پای ته ورسولې د زده کړو په دوام سره  نوموړي د افغاني سرې میاشتې سره د نرسنګ څانګه کې  د بکلوریا په سویه خپلې زده کړې  پای ته ورسولې د کانکور د عمومي آزموینې له لارې د پکتیا پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو څانګې ته بریالی او په

۱۴۰۰ هــ ش کال کې یې نوموړې څانګه په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د لیسانس په سویه فارغ شوو د فراغت سره سم یې په نوموړي پوهنتون کې د خدمتي استاد په حیث دنده پیل کړه تر یو کال پورې هلته د استاد په حیث پاتې شوو، وروسته د غزني ولایت ته په راتګ سره یې د غزني پوهنتون کې د خدمتي استاد په حیث د یو کال په موده دنده تر سره کړه او په ۱۴۰۲ کال د قوس میاشت کې د آزادې سیالی له لارې د غزني پوهنتون د علمي مجلې عمومي مدیریت ته بریالی شوو چې اوسمهال همدغه دنده کې بوخت دی.

ځیني اړین معلومات!

علمي مجلې عمومي مدیر: احمدشاه الماس

 بریښنالیک پته: ahmadshahalmas12@gmail.com 

مبایل شمیرې: 0794004865    0749023278

 د دندې پته: غزني ښار ، قلعه جوز سیمه، غزني پوهنتون ، د انجنیرې بلاک ، دریم پوړ

 

                                    بیوگرافی      

 

 

مدیر نشریه مجله علمی: شعیب فیضی

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

 شعیب فیضی فرزند امان الله درسال ۱۳۸۰در یک خانواده  کسبه کار ومتدین در گدول آهنگران مرکز ولایت غزنی چشم به جهان گشود. ابتدا به فراگرفتن دروس وتعلیمات دینی  نزد ملا امام مسجد زانو زد .درسال ۱۳۸۶ هجری شمسی برای تحصیلات ابتدایی شامل مکتب لیسه نسوان خواجه علی غزنی گردید.و تحصیلات ثانویه‌اش را در لیسه عالی حکیم سنأیی آغاز و در سال ۱۳۹۸ از لیسه مذکور فارغ گردید. بعدازسپری نمودن امتحان کانکور سال ۱۳۹۸ شامل دیپارتنمت انگلیسی پوهنحی زبان و ادبیات پوهنتون کندهار گردید و در سال ۱۴۰۲ دوره تحصیلات عالی خویش را به اتمام رسانید. متعقبا درسال۱۴۰۲ ازطریق رقابت ازاد بحیث مدیر نشریه مجله علمی پوهنتون غرنی مقرر گردیده و رسما کار خویش را آغاز نمود. متعاقبادر خزان سال ۱۳۵۹بعداز سپری نمودن امتحان کانکور شامل  دیپارتمنت اگرانومی پوهنحی زراعت پوهنتون کابل گردید و درسال ۱۳۶۳دوره تحصیلات عالی خویش را به پایان رساند.که بعدا توسط کمیته متخصصین جوان وزارت تحصیلات عالی به وزارت تجارت معرفی گردید.

سایر معلومات ضروی:

مدیر نشریه مجله علمی: شعیب فیضی

ایمیل آدرس: faizeshoaib@gmail.com

شماره موبایل: ۰۷۹۷۶۸۶۸۸۲-۰۷۸۴۷۹۶۰۹۷

آدرس وظیفه: شهر غزنی، قلعه جوز، پوهنتون غزنی، بلاک انجینری منزل آخر، معاونیت تحقیقات، آمریت مجله علمی ،دفتر مدیریت نشریه مجله علمی

 

 

 

                                      بیوگرافی      

 

 

د متون د تصحیح مدیر: شمس الرحمن علمی

اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

شمس الرحمن د حضرت علی زوی په ۱۳۷۹ هجري لمریز کال د میزان د میاشتي په دیریشمه نیټه د غزني ولایت، ګیلان  ولسوالۍ د ملاجانان کلي په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې زیږېدلی دی. لومړنۍ دیني زده کړي یې د خپل کلي د جومات له ملا امامانو څخه تر لاسه کړې دي. د لومړنیو دیني زده کړو له ترلاسه کولو وروسته په ښوونځي کې شامل شو. د ښوونځي ابتدایي دوره یې دګیلان ولسوالۍ د ادارلامین په ښوونځي کې او منځنی دوره په کندهار ولایت مرکزکې په شیخ زاید روزنتون په ښوونځي کې پای ته رسولې دي. وروسته د ښوونځي د لېسي دورې د بشپړولو په موخه د کندهار په مرکز په هم دغه لیسه (شیخ زاید روزنتون ) کې شامل او له دې لېسې څخه په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې فارغ شو. له فراغت سره سم یې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ، چې له نېکه مرغه د غزني پوهنتون، داقتصاد پوهنځی د اداره او تشبثاتو له څانګي ته بریالی او په ۱۴۰۲ کال کې له یاد پوهنتون څخه فارغ شو. له فراغت سرسم د غزني پوهنتون دعلمي مجلي تصحیح متون مدیرپه توګه مقرارشوم.

ځیني اړین معلومات!

د علمي مجلې د متون سمون مدیر: شمس الرحمن علی

بریښنالیک پته: shamsulrhmanrahmani@gmail.com

مبایل شمیره: 0774794361

د دندي پته: غزني ښار، قلعه جوز، غزني پوهنتون، د انجینري پوهنځي بلاک، د علمي مجلې آمریت، درېیم پوړ،