اقتصاد پوهنځی

1.1اقتصاد پوهنځی پیژندنه

غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځی په کال ۱۳۹۲ کې تاسیس شوې او په دوو دیپارتمنتونو (منجمنټ او تشبثاتو اداره، مالی او بانکي چارو ) کې د کانکور آزموینې له لارې محصلین مني، تردې دمه اقتصاد پوهنځی دوې دورې فارغین ورکړي(۱۳۹۵-۱۳۹۶) او کال ۱۳۹۷ کې دریمه دوره محصلین له دواړو دیپارتمنتو څخه د هېودالو چوپړ ته  وړاندې کوي چې په تیرو څلورو کلونو کې بیلابیل تیوریکي او عملي درسونو ترلاسه کړي دي

اقتصاد پوهنځی درسي پروګرام په کریډت سیستم باندې عیار دی او یادې پوهنځی ته دمنلو شرط ټاکل شوې نمرې دي چې لوړو زده کړو وزارت لخوا د کانکور آزموینې له لارې بریالي وبلل شي، غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځی تردې دمه په دواړو دیپارتمنتونو کې اته ماستران استادان لري

1.2 رسالت او مأموریت (Mission)

        اقتصاد پوهنځی خپل ماموریت بیانیه کې د اړتیاوو او بنسټیزو مسئلو ته ځواب موندې لپاره مهم فکتورونو ته توجه کړې ده.

د هېواد اړتیاوو سره سم ،مدیریت او اقتصاد برخو کې  ، په ملي او منطقوي معیارونو برابر تحصیلي او علمي خدماتو وړاندې کول

د علمي  څېړنو  او کار بازار په بنسټ  د پوهې ښه تولید او ګټې اخېستنې ترویجول

1.3لرلید (Vision)

د هیواد په کچه د اقتصاد پوهنځی موقف د هېواد دنورو پوهنتونونو اقتصاد پوهنځیو سره برابرول

1.4بنسټیز ارزښتونه

اقتصاد پوهنځی د اهدافو، توقعاتو او معیاري کړونو د تدوین په موخه یو لړ مهم او کلیدي ارزښتونو باندې باور لري،یاد ارزښتونه د پلانونو او کړنو لپاره بنسټیز اصول منلي دي، اقتصاد پوهنځی لاندې کلیدي ارزښتونو ته متعهده ده

  • تخصص پالنه او ښایسته سالاري
  • تعهد او مسوولیت منل
  • په تحقیقي او تحصیلي کړنو کې نوښت او خلاقیت
  • په ټولو برخو او کړنو کې کیفیت پالنه
  • د همکارۍ په روحیه او کاري ګروپونو ټینګار

1.5هدفونه او مقصدونه (Goals & Objectives)

ددې پوهنځی لوي هدفونه د څلور ستراتيژیک محورونو ،تحصیلي،څېړنیز،ټولنې سره اړیکې او انساني سرچینو مدیریت باندې څرخیږي.

1.5.1تحصیلي ستراتیژي اړوند هدفونه

  • محصلینو او نور متقاضایانو لپاره په لوړه کچه د تحصیلي او علمي خدماتو وړاندې کول
  • په پوهنځی کې فردي رشد لپاره تحصیلي امکاناتو چمتو کول
  • پوهنځی استادانو علمي رتبو او تحصیلي کچو لوړول
  • شپنیزو (شبانه)تحصیلي خدمتونو  وړاندې کول
  • پرمختللو تحصیلي تجهیزاتو او تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل
  • استاد او محصل نسبت معیاري کیدل(۱:۹۷اوسنی ۱:۵۰ ته رسېدل)
  • معیاري صنفونو چمتو کول

1.5.2څېړنیزې ستراتیژي اړوند هدفونه

  • د څېړنیزو او تحلیلي وړتیاوو کچه لوړول
  • پوهنځی ديپارتمنتونو سره سم د څېړنیزو او علمي فعالیتونو لوړول
  • څېړنیزو نشراتو لپاره زمینه برابرول

1.5.3په ټولنه کې پوهنځی رول ستراتیژيک هدفونه

  • د پوهنځی ټولنیز موقف ساتل او لوړول
  • په پوهنځی کې د مسلکي افرادو ، سوداګرانو او نورو فعالو موسسو حضور لپاره امکاناتو برابرول
  • په ولایتي او ملي کچو اړوند څېړنیزو،تحصیلي او علمي همکاریو لپاره لاره برابرول

1.5.4بشري سرچینو مدیریت اړوند ستراتیژیک هدفونه

  • قانونمندۍ فرهنګ ترویجول
  • ارزونې موثر سیسټم رامنځته کول
  • بشري سرچینو مدیریت انکشاف او پرمختک

1.6پوهنځی تشکیلاتي جوړښت

شمېره

نوم

تحصیلي کجه

علمي رتبه

بست

بست عنوان

وضعیت

۱

عطاءالله جواد

ماستر

پوهنیار

۲

پوهنځی ریئس

 

منجمنټ او تشبثاتو څانګه

۲

محمدهاشم رشیدی

ماستر

پوهنیار

۴

استاد

 

۳

همایون همتا

ماستر

پوهنیار

۴

استاد

 

۴

احسان الله سعید

ماستر

پوهیالی

۴

استاد

 

۵

 

 

 

۴

استاد

په حالت دې استخدام کې دی

۶

 

 

 

۴

استاد

په حالت دې استخدام کې دی

۷

 

 

 

۴

استاد

اعلان کې دی

مالي او بانکي څانګه

۸

ذبیح الله سعادت

ماستر

پوهنیار

۴

مالی او بانکي

سرپرست څانګې آمر

۹

محمد فداکار

ماستر

پوهنیار

۴

مالی او بانکي

 

۱۰

عزیزالله فیضی

ماستر

پوهنیار

۴

مالی او بانکي

 

۱۱

وحیدالله  امین

امین

پوهیالی

۴

مالی او بانکي

 

۱۲

حمیدالله

نوری

پوهنیار

۴

مالی او بانکي

 

۱۳

 

 

 

۴

مالي اوبانکي

په حالت دې استخدام کې دی