کرنې پوهنځي
د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځی په ۱۳۸۷ کال کې د بڼوالي(هارتيکلچر) او اګرانومي څانګو په لرلو سره تأسيس شوه او خپلې اړونده تدريسي او اداري چاري يې د شپږ تنو استادانو په لرلو سره پيل کړې. په( ۱۳۸۹) کال کې يې د پورته دوه تحصيلي څانګو تر څنګ د کرنيز اقتصاد او پراختيا څانګه هم رامنځته کړه. په( ۱۴۰۲) کال کې اړتیاوو ته په کتو سره د کرنې پوهنځي په آډانه کې د حیواني علومو څانګه را منځته شوه. د کرنې پوهنځي د تأسيس له نيټې څخه تر دې دمه په ګڼو اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او امنيتي ننګونو سربيره د هيواد د ځوان کهول د سمې روزنې لړۍ جاري ساتلي او له يادو څلور څانګو څخه يې سلګونه په نويو مسلکي پوهو او ځانګړو مهارتونو سمبال ځوانان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي کړي. کرنې پوهنځي د اړوند تعمير سربيره چې تدريسي او اداري چارې پکې مخته وړې کرنيز فارم، لابراتو او کتابتون هم لري. اوس مهال د هيواد له بيلابيلو ولايتونو څخه شاوخوا (۲۷۷) تنه محصلين او(۲۴ ) تنه استادان لري چې د هغوي له جملي څخه يې (۴) د هيواد په دننه او خارج کې د ماستري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي. ۸ تنو اداري او خدماتي کارکوونکي لري. د يادي پوهنځی د څلور واړه څانګو محصلين څلور لومړني سمسترونه د کرنې اړوند عمومي زده کړي کوي او وروسته له هغه پاتي څلور سمسترونه په اړوندو اختصاصي څانګو کې لولي.
کرنې پوهنځی د څلورو څانګو په درلودلو سره خپلې چارې ترسره کوي. د کرنې پوهنځي تشکیلاتي چارت په لاندې توګه دی.
د کرنې پوهنځی په پام کې لري چې د ټولنې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د غوره تدريس، څيړنې او نوښتونو له لارې د معیاري او باکيفته خدماتو په وړاندې کولو سره د يو مخکښ او باوري پوهنځی په توګه وپېژندل شي.
د کرنې پوهنځې ژمن دی چې د ټولنې او کار بازار اړتیاوو او غوښتنو ته په پام سره د شته او رامنځته کيدونکو فرصتونو، امکاناتو او خپلو بشري ځواکونو د هڅو حخه په ګټنې او دخیلو اړخونو د فعال ملاتړ په واسطه د غوره کرنيزو محصولاتو تولید، ژویو د غوره روزنې، خوړو خوندیتوب، اقتصادي پراختیا او کرنيزې پراختیا په پار د غوره تدریس او څيړنې له لارې په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبال، ژمن، عملي اوا مسلکي کادرونه وروزي.
د کرنې پوهنځي بنسټیز ارزښتونه عبارت دې له:
- اسلامي- اداري اصولو ته درناوی.
- د مسلکي اخلاقو رعایت.
- شایسته سالاري.
- اداري عدالت.
- بشري کرامت ته درناوی.
- رښتینولي او ورورولي.
- اسلامي ارزښتونو او ملي کلتور ته درناوی.
- د مسئولیت احساس.
- د فساد په وړاندې مبارزه.
- ابتکارات او نوښتونه.
- له تعصبانو، تبعیض او خرافاتو سره مبارزه.
- ګډ کار کول.
د غزني پوهنتون، کرنې پوهنځي ټول منسوبین ژمن دي چې له خپلو وړتیاوو او ظرفیتونو څخه په بشپړې ګټې اخیستنې سره د لاندې ستراتیژیکو موخو له تحقق څخه کار واخلي او په دې سره د هېواد د ښې راتلونکې او پرمختیا په راوستلو او لوړو زده کړو وزارت او غزني پوهنتون د ستراتیژیکو موخو په پلې کولو کې فعاله ونډه واخلی ترڅو خپل دیني، ملي او وجداني مسئولیتونه ادا کړي.
- د پالیسی جوړونکو علمي څېړنو ترسره کول.
- ټولنې ته د کرنې په مسلک سمبال علمي او معتهد کادرونو وړاندې کول.
- د اوبو مدیریت: د اوبو د ضایع کیدو مخنیوی او د آبیاری نوې ټکنالوژۍ لکه drip irrigation او sprinkler irrigation سیستمونه پلي کول.
- د کرنېزو تکنالوژیو پرمختګ: د نوو ټکنالوژیو لکه د ژوندۍ ډاټابیس سیسټمونو، سپروټ ټیکنالوجۍ، د اقلیمي بدلون د اټکل لپاره سافټویرونه او د ډرون ټکنالوژۍ کارول ترڅو د زراعتي فعالیتونو کیفیت او دقت لوړ شي.
- د مالدارۍ ښه والی: د مالدارۍ د تولیداتو کیفیت او کمیت لوړول، د نوو نسلونو انتخاب، د صحت او د مالدارۍ د مدیریت نوې تګلارې پلي کول، او د هغوی د حفظ الصحې او خوړو وضعیت ته پاملرنه.
- پایښت لرونکې کرنه: د کرنېزو ځمکو د خوندي ساتلو لپاره د نامناسبو موادو کارول کمول، د عضوي کودونو کارول او د خاورې کيفيت ته زیاته پاملرنه کول.
- د تولیداتو پروسس او بازار موندنه: د تولیداتو له ځمکې څخه په غوره توګه پروسس کول، د پروسس صنعتونه پرانیستل او د دې محصولاتو لپاره غوره بازارونو ته لاسرسی.
- د کرنېزو محصولاتو تنوع: د محصولاتو تنوع او د یوه ځانګړي محصول پراخ تولید پر ځای د بېلابېلو محصولاتو لکه حبوبات، سبزيجات او مېوې کښت ته لومړیتوب ورکول، څو د بازار اړتیاوې پوره کړي او د کرنېز سکتور په مختلفو برخو کې پرمختګ وکړي.
- د کرنې د مالي ملاتړ سیستمونه: د کرنې د تولیدونکو لپاره د مالي مرستو پراختیا، لکه د قرضو ورکول، د بیمو سیستمونه، او د کرنېز پرمختګ لپاره د سوبسایډو ډاډ ورکول.
- د اقلیمي بدلون سره انطباق: د اقلیمي بدلون له کبله د کرنې سکتور کې احتمالي خطرونو ته غبرګون ښودل، لکه د وچکالیو، سېلابونو، او د حرارت د لوړې کچې له امله د زراعتي فعالیتونو ته د نوي حل لارو پیداکول.
- د کرنې پر زده کړو او روزنې پانګونه: د کرنېزو چارو کې د خلکو پوهه او مهارتونه لوړول، د کرنې زده کړې او روزنې مرکزونه پرانیستل، ترڅو د زراعتي تخنیکونو په اړه معلومات پراخه شي.
- د کرنې د ګټو لپاره د عامه او خصوصي سکټور همکاري: د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ همکاري په پراخه توګه، په ځانګړې توګه په تخنیکي، مالي او پرسونلې برخه کې، ترڅو د کرنې د سکتور پیاوړتیا او استحکام تامین شي.
د کرنې پوهنځي د رئیس پيغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علی سيدنا محمد وعلی آله واصحابه اجمعين
د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځی په ۱۳۸۷ کال کې د بڼوالي(هارتيکلچر) او اګرانومي څانګو په لرلو سره تأسيس شو او خپلې اړوند تدريسي او اداري چاري يې د شپږو تنو استادانو په لرلو سره پيل کړې. په ( ۱۳۸۹) کال کې يې د هارتيکلچر او اګرانومی څانګو تر څنګ د کرنيز اقتصاد او پراختيا څانګه هم رامنځته کړه. د تأسيس له نيټې څخه تر دې دمه يې د ګڼو ننګونو سربيره د هېواد د ځوان کهول د اسلامي او مسلکي روزنې لړۍ جاري ساتلي او له يادو دريو څانګو څخه يې سلګونه په نويو مسلکي پوهو او ځانګړو مهارتونو سمبال ځوانان فارغ او ټولنې ته وړاندي کړي دي. د کرنې پوهنځي تر دې مهاله(۱۴۰۳ کاله) له پورته دري واړه څانګو څخه (۱۲۸۰) ځوانان په اسلامي او مسلکي زده کړو سمبال ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.
د کرنيز سیستم د ښه والی او پر بنسټ یې د نړۍ منلو معیاري زده کړه ییزو او څېړنیزو چوپړتیاوو وړاندې کول، په بیلابیلو پوهنځيو کې د خلاقیت او نوښت وده، د فساد مخنیوی، د څېړنیزو چارو پراختیا او پرمختیا، په ظرفیت لوړونه باندې پانګونه او داسې نور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د لومړنیو او بنسټیزو موخو څخه ګڼل کېږي. د یادو موخو تحقق د پیاوړو، ژمنو او متخصصو بشري ځواکونو په برخه کې د هېواد د کرنيز سکتور پیاوړتیا له ځان بسیاینې سره بشپړه مرسته کوي، هغه څه دې چې له ځان سره د اقتصادي او علمي ودې پیغامونه لري.
کرنې پوهنځی د یوه ارزښت لرونکي پوهنځي په توګه تر خپلې وسې پوره هلې ځلې کوي چې په دې برخه کې خپله وړتیا وښيي او د پورتنیو موخو د ترلاسه کولو په پار له پوهنتون او د پوهنتون له رهبری سره په همغږۍ کې مخ پر وړاندې حرکت وکړي. د دې هدف تر لاسه کول به د هېواد د اقتصاي پياوړتیا تر څنګ به ګران هېواد افغانستان ته د صنعتې کيدو په پار خوځښت د منظمې بشپړتیا او چاپېریال د تغیراتو سره د اغېزمن تعامل په پار، کرنې پوهنځې له (۱۴۰۳- ۱۴۰۷) ل.ل کلونو پورې یو منظم، منطقي او په سرچینو ولاړ ستراتیژیک پلان ترتیب کړی دی. په نوموړي پلان کې د یادې پوهنځې لرلید، مأموریت، ارزښتونه، موخې، فرصتونه، تهدیدونه، قوتونه، ضعفونه، تشکیلات، سرچینې او نور اړونده موارد په بشپړو جزئیاتو سره تشریح شوي دي. هېره دې نه وي چې نوموړی پنځه کلن ستراتیژیک پلان د غزني پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت له ستراتیژیکو موخو او لومړیتوبونو او د افغانستان اسلامي امارت له ټولو قوانینو او پالیسو سره بشپړ تطابق لري او ډاډمن یو چې په خپله کچه به په راتلونکو پنځو کلونو کې ټولو کرنيزو بدلونونو ته پر خپل وخت او د منطق په چوکاټ کې عاقلانه ځواب و وایي.
د کرنې پوهنځي مشرتابه باور لري چې د یاد زده کړه ییز بنسټ د علمي کادر غړي به په پوره ژمنتیا، رښتینولۍ، ځیرکتیا، پیاوړتیا، ایماني ځواک او هېوادنۍ مینې او خلوص سره د نوموړي پلان په پلي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي، ننګونو ته به تر وسې وسې پر خپل وخت ځواب ورکړي او په پوره ځیرکتیا سره به د فرصتونو د جذب او ګټنې په برخه کې غښتلي ګامونه اوچت کړي. غزني پوهنتون د دې ستراتیژیک پلان بریالي پلي کولو په پار د لوړو زده کړو وزارت، افغان ټولنې او نورو ټولو ذیعلاقه بنسټونو او اړخونو پر لور سترګې اړوي؛ چې د معیاري او ټول منلو زده کړه ییزو چوپړتیاوو وړاندې کولو، ټولنیزو مسئولیتونو اداینې، ټولنې په پرمختیا کې رښتینو هڅو او هېواد رغونې په برخو کې د رښتینو هڅو او اقداماتو ترسره کولو په چوکاټ کې د یادو اړخونو د بشپړو مرستو کولو تمه لرو او تر څنګ یې ډاډمن یو چې هغوی به د تل په څېر زمونږ سره مله پاتې شي.
یادونه کوو چې، کرنې پوهنځي د خپلو پیاوړ بشري او نسبتاً بسیا او د ورځې د غوښتنو مطابق فزیکي او مالي سرچینو په درلودلو سره بشپړ باور لري چې، کولای شي په ټاکلي وخت کې خپل رسالت ترلاسه او د هېواد د غیرتي بچو د واقعي روزنې له لارې د هېواد رغونې او علمي پرمختیا سره بشپړه مرسته وکړي او له دې لارې له خپلو کړېدلو هېوادوالو سره کړې ژمنې پوره او خپل ایماني، وجداني او افغاني مسئولیت ادا کړي. مونږ نه هېروو چې د پرمختګ او سوکالۍ راوستلو لاره نه هواره او نه ژر طی کېدونکې ده، مګر ډاډمن یو چې زمونږ د قوي او نه ماتېدونکې ارادې غوټۍ به سپړېږي؛ په دې سره مونږ خپل سازماني ژوند ته معنا ورکوو او نه پرېږدو چې شرایط زمونږ ژوند ته هویت او معنی ورکړي.
په پای کې اړینه ګڼم چې د دې ستراتیژیک پلان ترتیبولو په درشل کې د کرنې پوهنځي د ستراتیژیک پلان کمېټې د قدرمنو غړو د تویې کړو خولو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو د درناوي په پار له هغوي ټولو څخه مننه وکړم او د لایزال ذات غنی دربار ته لاسونه لپه کوم چې په دې برخه کې د هغوی ترسره کړې چارې په عبادت قبولې او د اسلامي نړۍ د نېکمرغۍ لامل وګرځوي.
پوهنوال حبیب الله همایون
د کرنې پوهنځي رئیس
ګڼه |
نوم او تخلص |
علمي رتبه |
تحصیلي درجه |
دنده |
تخصصی څانګه |
کتنې |
۱ |
حبیب الله همایون |
پوهنوال |
ماستر |
د پوهنځې رئیس |
هارتيکلچر |
|
۲ |
محمد عمر درویش |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
|
|
۳ |
شفيق الله رحماي |
پوهندوی |
دوکتور |
د څانګې آمر |
|
|
۴ |
غلام معروف فقيري |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
|
|
۵ |
احسان الله اکرمزوی |
پوهنمل |
ماستر |
د کيفيت لوړونې آمر |
|
|
۶ |
عبدالواسع تاجزاده |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
۷ |
سید رحیم غفاری |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
اګرانومی |
|
۸ |
محمود همت |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
۹ |
احمد رضا صالحی |
پوهندوی |
ماستر |
PDC آمر |
|
|
۱۰ |
محمد مهدی صمیم |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
۱۱ |
سید حمیدالله مظفری |
پوهنمل |
ماستر |
د څانګې آمر |
|
|
۱۲ |
ميرزا محمد مدثر |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
۱۳ |
نجیب الله ابراهیمی |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
۱۴ |
سبقت الله عليپور |
پوهنیار |
ماستر |
استاد |
|
|
۱۵ |
محمد مسعود نیکنام |
پوهندوی |
ماستر |
استاد |
کرنيز اقتصاد اوپراختیا |
|
۱۶ |
فضل محمد محمدی |
پوهنمل |
ماستر |
د څانګې آمر |
|
|
۱۷ |
اسدالله |
نوماندپوهنیار |
لیسانس |
استاد |
|
|
۱۸ |
صبغت الله صميم |
نوماند پوهنیار |
لیسانس |
استاد |
|
|
۱۹ |
عبدالمتین میاڼی |
پوهنمل |
ماستر |
د څېړنو معاون |
|
|
۲۰ |
روح الله کمال |
پوهنمل |
ماستر |
د څانګې سرپرست |
علوم حيوانې |
|
۲۱ |
حبیب الله فیضی |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
۲۲ |
حشمت الله سایس |
پوهنمل |
ماستر |
استاد |
|
|
۲۳ |
سیدرحمن صیممي |
پوهنیار |
ماستر |
استاد |
|
|
۲۴ |
محمد امين عمري |
پوهنیار |
ماستر |
استاد |
|
ستراتيژیک پلان جوړولو ته اړتیا:
څرګنده ده چې په نړیواله اوملي کچه دهیوادونودپرمختګ بنسټیزه موضوع معاصري ،علمي لاسته راوړنې دي چې بې له شکه دعلماوو اوفیلسوفانوهڅې اولارښوونې ددې لامل شوې ترڅودباکیفیته علمي موادو اوتحصلي مرکزونوشاهدان واوسو، دهمدې اصل څخه په پیروي کرنې پوهنځي هم غواړي دپوهنتون دستراتیژي څخه په الهام ،ټولني ته باکیفیته علمي خدمتونه وړاندي اوعلمي کادرونه په تحصلي اوعلمي ګاڼه سمبال کړي چې په دې موخه یوتشکیلاتي جوړښت (دکیفیت دتضمین کمېټه ) جوړه شوې اوپه دوامداره توګه فعالیت کوي.
داستراتیژیک پلان دریافت لپاره کلیک کری
د زراعت پوهنحی د ریس بیوگرافی لپاره کلیک کری