دمسلکي پراختیا دمرکزآمریت
دمسلکي پراختیا دمرکزآمریت
دمسلکي پراختیا دمرکز آمریت یو کادري بست دئ چې دعلمي چارو دمعاونیت ترمسقیم اغیزلاندې فعالیت کوي. دغه آمریت د۱۴۰۱ه ش کال دڅلورمې ربع په لومړیو کې دغزني پوهنتون په تشکیل کې اضعافه اوپه ۱۴۰۳ه ش کال کې ددغه آمریت په چوکاټ کې دمسلکي پراختیا دمرکز عمومي مدیریت بست اضعافه شو. دغزني پوهنتون په تشکیل کې داضعافه کیدو له پیله دغزنی پوهنتون دریاست له خوا دکرنې پوهنځی اړوند اګرانومي څانګې یو با تجربه او علمي کادر غړی ددغه مرکز دآمر په حیث پیشنهاد اود لوړو زده کړو وزارت دمنظورۍ تر حکم وروسته بیا تر اوسه ددغه مرکز دچارودپرمخ بیولومسولیت په غاړه لري.دغزنی پوهنتون دمسلکی پراختیا دمرکز آمر پوهندوی احمد رضا صالحی داګرانومي څانګې دماسټري سند په لرلو سره په خپله کارنامه کې د محصلانو چارو دمعاونیت تجربه هم لري،چې په همدې توګه یې په ۱۳۸۷ ه ش کال کې یی دغزنی پوهنتون په تاسیس سره دعلمي کادرغړي په حیث تقرر حاصل او تراوسه ورته دسپارل شوي مسولیت په ترسره کولو کې متعهد او پابند دئ.
دمسلکي پراختیا دمرکز آمریت دعلمي کادرغړو دمسلکي او تخصصي وړتیاوو دپراختیا او ځواکمنتیا په موخه دکنفرانس ، ورکشاپ سیمینار او زده کړه ایزو ناستو په بڼه دبیلابیلو زده کړه ایزو اوښوونیزو برنامو دپرمخ بیولو مسولیت لري، ذکرشوې برنامې درهبري او اداري برخې څخه نیولې بیاترعلمي ، تدریسي ، څېړنیزې ، تکنالوژي او لابراتواري مسایلو ساحه په بر کې نیسي. داړتیاوو ارزونه ، داجراشوو برنامو ارزونه ، دعلمي کادرغړو دمسلکي – تخصصي اړتیاوو غوښتنه دباصلاحیته مقاماتو لارښوونې ، ددندو لایحه اود مافوق آمر ارزونې ددا ډول پروګرامونو ترتیب اوتنظیم اساس شمیرل کیږي. دپلان شوو برنامو دعملي کولو لپاره ددغه مرکز آمریت اومدیریت داړونده شعبو په همغږۍ اوملتیا کار اوهڅه کوي. دبرنامو دپلان جوړونې او اجرا دلاښه والي لپاره دمشورې اخیستلو په موخه دمسلکي پراختیا کمېټه رامنځ ته شوې ده چې ددې کمیټې تشکیل دپوهنتون دعلمي شوری تر تایید وروسته دیوه کال لپاره داعتبار وړ دئ او غړي یې چې زیاتره یې دپوهنتون علمي کادرونه دي دعلمي چارو معاونیت ترمستقیم اغیزلاندې فعالیت کوي. دغه کمېټه چې اصلي دنده یې داداري او علمي کادرغړو دمسلکي ظرفیت لوړونې لپاره په مسلکي ـــ تخصصي چارو کې مشوره ورکول دي همدارنګه دبرنامې دموضوع ، ډول ، کیفیت ، کمیت او داسې نورو اړونده مسایلو په برخه کې دغه آمریت ته مشوره ورکوي. په پورته ذکرشوو مواردو سربیره، دا آمریت دا مسولیت هم لري چې دمالي کال په پیل کې خپله کلنۍ بودیجه ترتیب اودپوهنتون په بودیجه کې دداخیلیدو په موخه ېې باصلاحیته مقاماتو ته ولیږي.
دغه آمریت دپلان شووبرناموسربیره، نورې هغه غیر پلان شوې زده کړاه ایزې او ښوونیزې برنامې چې دکال په اوږدو کې منځ ته راځي په همغږۍ ترتیب ، تنظیم او اجرا کوي. دهغه اجرا شوو برنامو شمیر چې دغه آمریت دتشکیل دپیل څخه بیا تراوسه (د۱۴۰۴ ه ش کال ددوهمې ربع پیل) پورې په غزني پوهنتون کې اجرا شوې دي په لاندې ډول دي:
دزده کړه ایزو برنامو شمیر: 51
دلارښودیزو برنامو شمیر: 44
دغیر پلان شوو برنامو شمیر: 53
لکه څرنګه چې د مسلکي پراختیا دمرکز آمریت بست یو کادري بست دی، آمر ېې نه یوازې چې ددغه مرکز چارې پرمخ وړي دتدریس ، څېړنې ، دلارښودونو ترتیب ، دارزونو اوپایلو دبیلا بیلو چک لیستونو ترتیب ، داړونده څانګې دمحصلینو لارښوونه او داسې نورو علمي او اداري مکلفیتونو دپرمخ بیولو مسولیت هم په غاړه لري. لکه: دپوهنتون په علمي شوری کې غړیتوب دمسلکي پراختیا دکمېټې مسولیت دڅېړنو ، تحصیلی نصاب ، دکیفیت لوړونې اواعتبارورکونې ، دپوهنځی دعلمي شوری کمېټو کې او دډیپارټمېنت په ناستو کې غړیتوب هغه څه دي چې ددغه مرکز له دندو او اکاډمیکو فعالیتونو سره یو ډول تړاو لري.
ومن الله التوفیق