د شرعیاتو پوهنحی پروفایل

 

 

 

 

د شرعیاتو پوهنځي  رئیس پیغام!

الحمدلله و کفی ، و سلام علی عباده الذین اصطفی!.

د شرعیاتو پوهنځی چې په ملي سطحه یو علمي مرکز دی د شته امکاناتو او فرصتونو په پام کې نیولو او د اسلامي او ملي ارزښتونو په بنسټ او د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د تدریسي، څیړنېزې ، او د لوړو زده کړو خدمتونو په وړاندې کولو سره د هیواد بچیانو  د علمي او کادري روزنې ته چې ټولنې لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ګڼل کیږي ، ملزم او ژمن دی .

همدا راز  به هڅه وشي ترڅو  د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د موجوده دوو  برخو( فقه اوقانون ، اسلامي تعلیمات ) ترڅنګ درې نورې نوې علمي برنامې لکه اسلامي ثقافت ، تفسیراوقرآني علوم ، عقیده او فلسفه ،  تاسیس او ایجاد شي.

همدا راز د دې ترڅنګ به د شپنیو زده کړو برنامه هم را منځته شي، او د دې برسېره به لاندې کارونه  د علمي او اداري فعالیتونو څخه وي:

د نویو کادري غړو استخدامول، او د هغوي د علمي رتبو اجرا او تثبیتول ، د تدریسي کیفیت په لوړولو کارکول ، د علمي څېړنو ، غونډو او کانفرانسونو  دایرول، د کریکولم نوي کول، د کریډت سیسټم پیاوړي کول، د استادانو او کارمندانو ظرفیتونه جوړول ، د محصلانو لپاره اړینې زدکړیالیزې او معلوماتي ټکنالوجې آسانتیاوې برابرول او د کتابتون پراختیا . 

هڅه به مو په زدکړیال محورې وي تر څو وکولای شو یو نوی او د ورزې سره سم غوره تدریسي سیسټم لرونکي ووسیږو .

مولوي عبدالغفار شمس

د شرعیاتو پوهنځي رئیس

د شرعیاتو پوهنځي پیژندلیک

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی يو علمي بنسټ دی ، چې په ۱۳۹۲هجري لمریز کال کې د پوهنتون د رهبرې د هڅو په پایله کې ېې په کار پیل وکړ.

دغه بنسټ د پرانیستلو مهال څخه تر اوسه پورې د هېواد په کچه د علمي او قضایي کادرونو روزنې لپاره ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي، نوموړي پوهنځي د تل لپاره د لوړو مقاماتو تحسینونه ترلاسه کړي او د ستاینلیکونو جوګه ګرځیدلې.

دغه بنسټ د خپل علمي او اداري پلاوي د هڅو په پایله کې د هماغه پیل نه تر اوسه پورې د ټولنې شرعي او قضايي پوښتنو ته په ښه توګه ځواب وېلی.

دا علمي مرکز وکولای شول چې په هیوادواله او نړېواله کچه په تمثیلي محاکمو کې ښکاره رول ولوبوي ، او څو څو ځله یې پرله پسې وکولای شول چې په ملي کچه لومړی مقام خپل کري، او همدا شان په نړیواله کچه د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

دا مرکز چې د دوه برخو په درلو سره د فقه او قانون او اسلامي تعلیماتو څخه یې څلور دورې زدکړیالان فارغ کړي.

د شرعیاتو پوهنځي اوسنی وضعیت:

په اوسني وخت کې د شرعیاتوپوهنځی د دوه اداري کارکوونکو ( عمومي تدریسي مدیر او اجرائیوي مدیر) ، او په دواړو برخو کې د دولس( ۱۲) تنو استادانو لرونکی دی، چې ټول یې ماسټران او په تدریس بوخت دي ، او د نیکه مرغه چې دوی ټول د پوهنیارې علمي رتبې لرونکي دي.

همدا اوس د پوهنځي دوه استادان د دکتورا تحصیلي پړاو کې دي، خو په خواشینې سره چې تر اوسه د ښځینه برخې څخه هېڅ کوم کادري غړی نه لرو، چې د استراتیژیک پلان له مخې په په راتلونکو پنځه کلونو کې څلور تنه ښځینه علمي کادرونه جذب شي.

 

د فارغانو شمیر:

د ۱۳۹۵ ه ل کال څخه تر اوسه پورې په ( ۴۹۷) تنه فارغان مو درلودل ، چې ( ۴۴) تنه یې ښځینه وې ، په ټوله کې ( ۳۱۶) کسان د اسلامي تعلیماتو ډیپارټمنټ څخه او ( ۱۸۱) کسان د فقه او قانون دیپارټمنټ څخه دي. 

په ۱۳۹۹ه ل کال کې د برحال محصلانو شمېر:

د شرعیاتو پوهنځی په اوس وخت کې د ( ۲۶۵) محصلانو لرونکی دی ، چې دغې جملې څخه ( ۲۲۷) تنه نارينه او ( ۳۸) تنه یې ښځینه دي.

د پوهنځي کتابتون :

د شرعیاتو پوهنځي د فقه اوقانون او اسلامي تعلیماتو په برخه کې دا کتابتون د ( ۵۰۰۰) جلد کتابونو ګنجایش لري، چې او پکې د تفسیر ، احادیثو شروحو ، اسلامي حقوقو ، اصول فقه ، د عربي ژبې قواعدو اړوند ( ۱۳۰۰) جلد کتابونه په ملي او عربي ژبو شتون لري.

حقوقي کلنیک:

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د کلینیکي زده کړو په ډګر کې یومخ کښ بنسټ دی چې حقوقي کلینیک یې په ۱۳۹۷ه ل کال کې تاسیس کړ، د تاسیس د پیل څخه د هر ډول بهرني ملاتړ پرته تمثیلي محاکم دایرشوي، او د  میراثو درسونه په عملي ډول وړاندې شوي، او د استادانو لخوا د جزایی ، مدني ، تجارتي دعواګانو عملي زده کړې ترسره شوي.   

لید لوری:

شرعیات پوهنځی په نظر کې لري  چې د اسلامی او ملی ارزښتونو پر بنسټ، د هيواد د نافذه قوانینو په رڼا، د ملي او نړیوالو اړتیاوو په نظر کی نیولو سره د تدریس، څيړنې او لوړو خدمتونو په وړاندې کولو سره د معتبر تحصیلي مرکز په توګه و پیژندل شي.

 

 

ماموریت: 

شرعیات پوهنځی د یو علمي مرکز په حیث د خپلو امکاناتو او فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې سره ژمن دي تر څو علمي او مسلکي کادرونه او انساني سرچینو پانګه چې یو له ملی اړتیاوو څخه بلل کیږي ټولنې ته وړاندې کړي.

بنسټيز ارزښتونه :

دشرعياتو پوهنځی دټاکلواو تدوین شوو موخو په غرض ، داسلامي ټولنې د توقعو دپوره کولو له پاره په یوسلسله  مهمو ارزښتونو تکیه کړې  او دا ارزښتونه یې د خپل کار په سرکې راوړي دي . مهم ارزښتونه

ایمان ، تعهد ، تخصص او ښايسته سالاري .

په تحصیلي او څېړنيزوبرخو کې نوښت.

د څرنګوالي په برخه کې هڅې.

تحصیلي ستراتيژۍ پورې اړونده موخې :

دمحصلینواو نورمتقاضيانو له پاره پهښه توګهد علميچوپړتياوې وړاندې کول .

دمحصلینو د استعدادنو اووړتياوود پرمختګ له پارهزمينهجوړول .

د استادانو دعلمي پرمختګله پاره زمينه برابرول .

د استادانوتهد ماسټرۍ او دکتوراپه برخه کې زمينه برابرول .

د پوهنځيدتحصيلی پرمختګله پارهدنوو تجهیزاتو برابرول. 

 

اهداف مرتبط با استراتیژی تحقیقی

د استادانو او محصلینو د څېړنيزو او تحلیليوړتياو د کچې لوړول .

د پوهنځي د څانګو پهتناسب دعلمي او څېړنيزو فعالیتونو لوړول .

په بېلا بېلو برخو کې څېړنيزو اړتياوو ته د ځواب ورکولو له پاره د کتابتون پراختيااو بډایي کول .

د پوهنځي هراستاد تهد څېړنې له پارهمناسبې فضا رامنځ ته کول .

په ټولنه کې د پوهنځي د رول ستراتيژۍ اړوندهموخې:

د هېواد او د نړۍ دمعتبرو اسلامي پوهنتونونو سرهددې پوهنځي د همغږۍله پارهزمينهبرابرول .

دهېواد په کچهد علمي او څېړنیزې همکارۍپرمختيا.

 د سمو لارو پراساسنوو مسایلو ته حل لارې پيداکول.

په هغو مسایلو کې چې صریح نصهموجوده نه وي د خلکو پوښتنو تهد دود اوشرایطوسره سم ځواب ویل.

ځانګړې موخې:

د قضا ، څارنوالۍ او وکالت دفاع په برخه کې د متعهدو او متخصصو کادرونو روزل.

د اسلامي علومو او حقوقو په برخه کې د علمي او وړکادرونو روزل.

د انساني علومو ، اقتصاد او اسلامي بانکدارۍ به برخه کې د نوو اندونو راټولول.

د حقوقو او اسلامي تمدن تاریخ په برخه کې پراخې علمي څېړنې.

دپوهنې بهبرخه کې د علمي کادرونو روزل .

 

 

ستراتيژیکې موخې:

سره له دې چې د شرعیاتو پوهنځي ستراتیژیک پلان  د خپل لیدلوري ، ماموریت او خپلو ارزښتونو  په رڼا کې د راتلونکو پنځه کلونو لپاره بیلابیلې اوږدمهالې موخې تعقیبوي ولې د دې سربیره دلته لاندېني نکات د یادونې وړ دي:

  • د لوړو زده کړو وزارت لخوا وضع شویو معیارونو سره د پوهنځي علمي او اداري کړنې برابرول او په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکونې سند لاسته راوړل.
  • د شرعیاتو پوهنځی په  غوره ښوونیز او څیړنیزچاپېریال بدلول.
  • د نویو ظرفیتونو ایجادول او رامنځته کول او د پوهنځي منسوبینو ظرفیت جوړونه.
  •  بنسټیزو برخو او د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته دېر پام کول او د تدریسي تګلارو نوي کول.
  • خپلو امکاناتو ته په کتنې سره د ټولنې په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې  برخه اخیستل.
  • د پوهنځي مجلې فعالول او د خپرونو پیاوړي کول.  

 

 

ساختار تشکیل ریاست پوهنحی شرعیات سال ۱۳۹۹