دغزني پوهنتون دریس ژوند لیک

د پوهندوی محمد بایر درمل لنډي سوانح

 

محترم محمد باير درمل د قاضي منصور درمل زوی د حاجي ساون مصتوفي لمسی په کال ۱۳۵۲ هجري شمسي کال کې د غزني ولايت ، قره باغ ولسوالي د لايق په کلي کې په يوي متديني کورني کي زيږيدلي دي. په کال ۱۳۷۱ کې د اړونده ولسوالي د سلطان محمود غزنوي د ليسي څخه په اعلی درجه فارغ او په کال ۱۳۷۳ هـش کې د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي ته د کانکور له لاري شامل او په ۱۳۷۹ کال کې د ډي وي ايم  سند فوق لسانس سند تر لاسه او ۱۳۷۹ کال د جدي د مياشتي په ۲۲ نيټه په یادي پوهنځي کي د ازاد رقابت له لاري په علمي کادر کې شامل شو. په ۱۳۸۶ کال کي د هندوستان هيواد ته د ماستري په موخه سفر وکړ چي په ۱۳۸۸ کال کې يي د وترنري دوا پژندني او زهر پيژندني په برخه  کي د بنګلور وترترنری کالج څخه د ماستري سند تر لاسه  کړ.

نوموړي په اکادميک محيط کي د تقريبا شپاړس کاله خدمت وياړ لري او په دغه موده کې يې د استادي د مقدسي دندي تر څنګه په لاندي برخو کي علمي، مسلکي او اداري کارونه تر سره کړي دي.

د ننګرهار پوهنتون د تعلیم تربيي عمومي مدير په توګه

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو سرپرست په توګه

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو د سرپرست معاون په توګه

د ننګرهار پوهنتون دعلمي تحقيقاتو د مشر په  توګه

د ننګرهار پوهنتون د تقرر انفکاک، علمي ترفيعاتو کميټو او علمي شوري د عضوي او منشي په توګه

د ننګرهار پوهنتون  پنځه کلن ستراتيزيک پلان د کميټي غړي په توګه

د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمي کاليزي د لمانځغونډي د مشر په توګه.

د اکاډميک ډګر تر څنګه د ريليف نړيوالي موسیسۍ، آيډیا نيو ، نړيوال صحي سازمان ، اروپايي اتحاديي د کاسکيد پروګرام سره د مشاور او پاليسی جوړوني په برخه کي همکاري کړي ده.

نوموړي د هندوستان، سريلانکا، جاپان، امريکا او متحده امارتو هيوادونو ته سفر ګړي او تر شلو زيات ملی او بين المللي علمي کنفرانسونو کې اشتراک ګړي دي. د شل څخه زيات چاپ او ناچاپ علمي، تحقيقي اثار لري چي ددغي جملي څخه اته يي په بين المللي ژورنالونو کي په چاپ رسیدلي دي او د هندوستان هيواد څخه د ځوان ساينټیسټ ايوارډ د دواپيژندني او زهرپيږندني په برخه کې تر لاسه کړی دي او پدي توګه  د هندوستان هيواد د وترنري فارمکولوژي او ټوکسیکولوژي ټولني  دايمي عضويت تر لاسه کړی دي. د امريکا هيواد  ډیوډ د ساينسي ژورنال د کتني غړيتوب لري.

د هيواد په کچه تر دوه سوه پنځوسو زياتي مسلکي راديويي مصاحبي لري او لس تلويزيوني مدور ميزونو او علمي اکادميک بحثونو کي د نطر د خاوند په توګه اشتراک کړي دی.

د ننګرهار پوهنتون د اداري څخه څلور ستاينليکونه اولوړو زده کړو وزارت مقام له لوري يو ستاينليک او ننګرهار پوهنتون د علمي شوري په وړانديز د لوړو زده کړو وزارت رهبري شوري په تاييد ورته  د لمړي درجه تقدير نامي د ورکړي سپارښتنه شوي ده.

اوسني علمي رتبه يي پوهندوي  او په هيڅ ډول سياسي سازمان کي غړيتوب نه لري.

اوس مهال د غزني پوهنتون د ريس په توګه دنده تر سره کوي.

 

د لوی څښتن تعالی په سپيڅلی نامه

درنو هيوادوالو:

د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسساتو د فعاليت د اساسي اهدافو څخه يو هدف په ملي اسلامي روحيه سمبال د ځوانو علمي او مسلکي  کادرونو روزنه ده چي دغه ځوان کادرونه  به د هيواد په بيلابیلو برخو کي فعاليت لري دغه هيواد به د سيالو سره سيال  او د راتلونکي نسل  راتلونکي به تضمينوي. اوددغه هدف لاسته راوړنه اسانه کار نده او د یو هر اړخيز چوکاټ په دننه کې لاسته راتلای شي.

در پرتو ستراتيږي وزارت تحصیلات عالي که مبني به  ستراتيږي ملي ميباشد بدست اوردن هدف فوق و سایر اهداف مرتبط  سه عنصر عمده فعاليت دارد که هر یک ان به نوبه خود دارنده اهميت خاصي مې یاشد. استاد ، محصل و يک محيط ارام عاري از همه تشنجاتيکه بر روح وروان افراد محيط اکادميک تاثير منفي دارند.

د غزني پوهنتون د غزني په ولايت کي موقعيت لري او هيواد د ۳۴ ولايتونو څخه ځوان محصلين د علومو په بيلابیلو رښتو کې په زده کړه بوخت او د ژوند تر ټولو خواږه څلورو کلونه دلته تيروي دا ددي په معني ده چي دغه پوهنتون د هيواد ډتولو بچيانو په چوپړ کي دي دا ملي پوهنتون دي او راخي چي سميز  سيال او نړيوال يي کړو.

انکشاف و ارتقا در کانونهای اکادميک تنها یک شعار نه بوده بلکه در نتيجه  سعي و کوشش شبانه روزي کسب ګردیده مي تواند درين عرصه ارزیابي دوامدار کي به اساس معیارها بين المللي صورت مي ګيرد با هرعمل  عملي و اکاميک برخورد معياري دارد و عيار سازي هر پوهنتون با اصول ان امر حتمي و ضروري ميباشد.

په همدي منظور د غزني  پوهنتون له پاره  د لوړو زده کړو وزارت د پاليسي او پنځه کلن ستراتيژیک پلان د موادو په نظر کي نيولو سره  د فرصوتونو څخه د ښه استفادي په موخه يو هر اړخيز انکشافي پلان جوړ کړي دي چي په تطبق سره به يي تر ډیره حده وتووانيږو چي پوهنتون د عصر د تقاضا سره سم د پرمختګ جوګه وګرځوو. دغه پلان   څو برخي لري چي هره برخه  د اړونده برخو دضرورت او انکشاف له مخي پلان شوي دي.

۱.۲.۲ - اکاډميکه برخه ( د علمي کادرونو استخدام، د ظرفيت لوړول ، د استادانو لپاره د علمي اکادميکو فرصتونو برابرول ،د داخلي او بين المللي پوهنتونو سره د تواميتونه، علمي مجلي د نويو پوهنځیو او ديپارتمنتونو ايجاد او داسي نور..)

۲.۲- درسي پروسه ( ارزيابي، نظارت او کميټي  نور)

۲. ۳.۲- فزيکي انګشاف ( د فزيکي انکشاف په برخه کي ۲۱ مهم فعاليتونه شامل دي)

۴.۲.۲- د مالي او اداري فعاليتونو او څارنه يي ( د نويو امريتونو ايجاد ، د مدني ټولنو سره ناستي ...)

او د پلان  د تطبق  په وړاندي  موانع هم نظر کي نيول شوي دي.

په داسي حالت کې چي منابع محدودي وي ضرورتونه زيات د پلان تطبق ستونزمن کار دي خو په دغه برخه کې زه د لوړو زده کړو وزارت د رهبري محترم مقام ، تر ځنګه په ولايتي اداره ، ملي او بين المللي موسساتوو خارجي دوستانو او هغو شخصيتونو چې د علمي مرکزونو سره ځانګړي خواخوږي لري باور لرم  چي زمونږ سره به ددغه پلان په تطبق کې مرسته وکړي او لاسته راوړني  به  د ټول هيواد افتخار وي.

په پاي کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري محترم مقام ، او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور ريس څخه د زړه د کومي مننه کوم چي پر ما يي د يو دروند امانت  اعتماد وکړ. د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي هيت او د غزني ولايت محترم والي صاحب په وسیله  د لوړو زده کړو وزارت د رهبري محترم مقام ، د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور ريس  او محترم اجرايه ريس ته د خدمت او فعاليت په اړه د لوي الله ( ج) په مرسته ډاډ ورکوم .

خدایا تــــو ان کنی انـــجــام کار

که تو خشنود باشی و ما رستګار

و من الله التوفيق