غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت، اسرار او د نبوي سنتو د پیروۍ او اتباع په اړه دیني سمینار ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
cf

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه د «لمانځه اهمیت، اسرار او د رسول الله ﷺ د سنتو د اتباع او پیروۍ» تر سرلیک لاندې دیني سمینار ترسره کړ.
په دغه سمینار کې ویناوالو د اسلام په سپېڅلي دین کې د لمانځه پر ارزښت، د هغه پر ظاهري او باطني اسرارو، د فرد او ټولنې په اصلاح کې د هغه پر اغېزو او همدارنګه د رسول اکرم ﷺ د سنتو د پیروۍ پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې؛ او ټینګار يې وکړ چې د لمانځه پابندي او د نبوي سنتو عملي کول د مسلمان د بریالي او نېکمرغه ژوند بنسټ جوړوي.
همداراز د سمینار ګډونوالو د دغسې علمي او دیني پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او څرګنده یې کړه چې دا ډول غونډې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، اخلاقي روزنې او د دیني مسؤولیتونو د لا ښه درک لپاره مهم رول لري.

غزني پوهنتون ژمن دی چې د علمي او دیني پوهاوي د ودې په موخه به ورته پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۱/۲۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۲۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۱۳م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS