غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت، اسرار او د نبوي سنتو د پیروۍ او اتباع په اړه دیني سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه د «لمانځه اهمیت، اسرار او د رسول الله ﷺ د سنتو د اتباع او پیروۍ» تر سرلیک لاندې دیني سمینار ترسره کړ.
په دغه سمینار کې ویناوالو د اسلام په سپېڅلي دین کې د لمانځه پر ارزښت، د هغه پر ظاهري او باطني اسرارو، د فرد او ټولنې په اصلاح کې د هغه پر اغېزو او همدارنګه د رسول اکرم ﷺ د سنتو د پیروۍ پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې؛ او ټینګار يې وکړ چې د لمانځه پابندي او د نبوي سنتو عملي کول د مسلمان د بریالي او نېکمرغه ژوند بنسټ جوړوي.
همداراز د سمینار ګډونوالو د دغسې علمي او دیني پروګرامونو جوړول ګټور وبلل او څرګنده یې کړه چې دا ډول غونډې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، اخلاقي روزنې او د دیني مسؤولیتونو د لا ښه درک لپاره مهم رول لري.
غزني پوهنتون ژمن دی چې د علمي او دیني پوهاوي د ودې په موخه به ورته پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۱/۲۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۴/۲۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۷/۱۳م
