غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته د شرعي احکامو او حقوقي اصولو په تطبیق کې د هغوی د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه د میراث مدني قضیې په تړاو تمثیلي محکمه ترسره شوه.

gu_user1
Thu, Nov 26 2026 11:12 AM
dn

غزني پوهنتون کې د حقوقي کلینیک او د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په ګډه همکاري د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو له لوري، د علمي او عملي وړتیاوو لوړولو، شرعي احکامو او حقوقي اصولو په تطبیق کې د هغوی د مهارتونو پیاوړتیا او د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي تجربو ترلاسه کولو په موخه د میراث مدني قضیې اړوند تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې محکمې د پیل پرمهال د شرعیاتو پوهنځي رئیس شیخ عبدالمنان البدر وویل چې قضأ په اسلام کې مهم اصل او د اسلامي نظام څانګه ده؛ او له دغي تمثیلي محکمې څخه یې موخه په راتلونکې کې د محصلینو له لوري په عملي ډول د محاکمو ترسره کول دي.

وروسته په تمثیلي محکمه کې محصلینو د محکمې بهیر، د دعوې اورېدلو، د شرعي او حقوقي دلایلو د وړاندې کولو او د قضیې د پرېکړې عملي بهیر په تمثیلي بڼه وړاندې کړ.

د یادونې وړده چې دا ډول علمي او عملي برنامې د محصلینو د مسلکي ظرفیتونو په لوړولو او د راتلونکي کاري ژوند لپاره د هغوی په چمتو کولو کې مهم رول لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

پنجشنبه

۱۴۴۸/۰۶/۱۵ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۹/۰۵ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۲۶م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS