د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیزو څېړنو فارم پېژندنه :

د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیزو څېړنو فارم د دې لپاره جوړ شوی چې د کرنې په برخه کې د څېړنیزو، ښوونیزو او عملي فعالیتونو پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي. دا فارم د علمي څېړنو د ترسره کولو، د محصلانو د عملي زده کړو، د نوو زراعتي ټکنالوژیو د ازموینې او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره د اغېزمنو لارو چارو د وړاندې کولو مناسب چاپېریال برابروي.

دغه فارم د نظري زده کړو او عملي فعالیتونو ترمنځ د اړیکې د پله په توګه د څېړنو، ازمایښتونو او د نوو تولیدي میتودونو د ارزونې لپاره مناسب فرصتونه برابروي.

د غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیزو څېړنو فارم په ۱۳۹۵ هـ.ش کال کې د ناروې کمېټې (NAC) په مالي همکارۍ د درېیو برخو په توګه جوړ شو:

  • د پستې باغ.
  • د ناک او د بېلابېلو ډولونو مڼو متراکم باغ.
  • د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو د روزنې فارم.

وروسته په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت د مقام د لارښوونې او د پوهنتون د ماسټر پلان له مخې، د کرنیزو څېړنو فارم د جوړولو لپاره ۲۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه چې دا مهال ترې په عملي توګه ګټه اخیستل کېږي.

کرنیزو څېړنو فارم موخې :

  • د کرنیزو علومو په برخه کې د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو پراختیا.
  • د کرنې پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول.
  • د اصلاح شوو کرنیزو نباتي ورایټیو ارزونه او معرفي کول.
  • د اوبو، خاورې او د خاورې د حاصلخېزۍ د مدیریت د نوینو لارو چارو مطالعه او معرفي کول.
  • د څېړنو پایلې اړوندو ادارو او سکتورونو ته لېږدول.

د فارم د فعالیتونو برخې :

۱- د کرنیزو نباتاتو څېړنې

پر غلو، دانو، صنعتي نباتاتو، علوفه‌یي نباتاتو او نورو کرنیزو محصولاتو علمي څېړنې ترسره کول.

۲- د باغدارۍ څېړنې

د مېوه لرونکو ونو، سبزیجاتو او زینتي نباتاتو ارزونه او مطالعه.

۳- د خاورې او اوبو څېړنې

د خاورې د حاصلخېزۍ، د اوبو د سرچینو د مدیریت او د اوبولګولو د اغېزمنو سیسټمونو ارزونه.

۴- د نباتاتو د اصلاح څېړنې

د چاپېریالي فشارونو پر وړاندې د مقاومو او نویو ورایټیو ارزونه او معرفي کول.

۵- د نباتي افتونو او ناروغیو مدیریت

د نباتي افتونو او ناروغیو پېژندنه، مطالعه او د کنټرول مناسبو لارو چارو وړاندې کول.

۶- عملي زده کړې او کارآموزي

د کرنیزو علومو په بېلابېلو برخو کې محصلانو ته د عملي زده کړو زمینه برابرول.

د ۱۴۰۳، ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ هـ.ش کلونو زراعتي څېړنې

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال څېړنې

۱. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د وحشي نعناع پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده

۲. د پوتاشیم سرې اغېزه د مټرو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی شفیق الله رحماني

۳. د خاورو ورکولو اغېزه د کچالو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنوال حبیب الله همایون

۴. د کرنې د طریقو او د غذایي عناصرو د مدغم مدیریت اغېزه د غنمو پر وده او حاصل.
لارښود استادان: پوهنمل حمیدالله مظفري او پوهنوال سیدرحیم غفاري

۵. د فاسفورس سرې اغېزه د اوربشو د بېلابېلو ورایټیو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی میرزا محمد مدثر

۶. د اوبولګولو د نوبتونو او ملچ اغېزه د غزني تر اقلیمي شرایطو لاندې د سترګو لرونکي لوبیا او محلي لوبیا د ګډ کښت پر حاصل او اقتصادي ګټه.
لارښود استاد: پوهندوی احمدرضا صالحي

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال څېړنې

۱. د هیومیک اسید اغېزه د ګلاب د قلمو پر ریښه جوړونه.
لارښود استاد: پوهنوال محمد عمر درویش

۲. د اوبولګولو د نوبتونو او ملچ اغېزه د سترګو لرونکي لوبیا پر حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی احمدرضا صالحي

۳. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د شنه مټر پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده

۴. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د مرچو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی غلام معروف فقیري

۵. د اوبولګولو د نوبتونو او ملچ اغېزه د نخودو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی میرزا محمد مدثر

۶. د وچکالۍ تر شرایطو لاندې د هیومیک اسید اغېزه د رومي بانجانو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده

۷. د سرو پیازو د بېلابېلو اندازو اغېزه د تخم پر تولید.
لارښود استاد: پوهنوال حبیب الله همایون

۸. د څاڅکي، جویچه‌یي او سیلابي اوبولګولو سیستمونو پرتله د عضوي او غیرعضوي کرنیزو کړنو تر شرایطو لاندې د تور بانجان پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی احسان الله اکرمزی

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال څېړنې

۱. د کرنې د بېلابېلو طریقو اغېزه د اوربشو پر حاصل.
لارښود استاد: پوهندوی میرزا محمد مدثر

۲. د کرنې د طریقو او د فاسفورس د بېلابېلو اندازو اغېزه د سویابینو پر حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل سید حمیدالله مظفري

۳. د اندول بیوتاریک اسید اغېزه د بې‌دانو (کشمشي) انګورو د قلمو پر ریښه جوړونه او وده.
لارښود استاد: پوهنوال محمد عمر درویش

۴. د غیرعضوي ملچ او د کښت د وخت اغېزه د غزني تر اقلیمي شرایطو لاندې د کچالو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنوال محمد عمر درویش

۵. د NPK سرې اغېزه د غزني ولایت د رومي بانجانو پر وده او حاصل.
لارښود استاد: پوهنمل عبدالواسع تاجزاده

۶. د غزني ولایت تر شرایطو لاندې د کچالو د پنځو ورایټیو د ودې او حاصل پرتله.
لارښود استاد: پوهنوال حبیب الله همایون

د فارم اسانتیاوې

د زراعتي څېړنو فارم لاندې اسانتیاوې لري:

  • څېړنیزې او ازمایښتي ځمکې.
  • نمایشي او ښوونیزې قطعې.
  • شنې خونې (ګلخانې).
  • د کرنیزو محصولاتو زېرمتون.
  • د اوبو څاه.
  • لوړموقیعت لرونکې د اوبو ذخیره.
  • د لمریزې برېښنا سیستم.

د فارم لاسته راوړنې

  • د کرنیزو نباتاتو او باغدارۍ په برخه کې د علمي څېړنو ترسره کول.
  • د محصلانو د عملي مهارتونو لوړول.
  • د کرنیز تولید او مدیریت د نوینو میتودونو معرفي کول.

د زده کړو او څېړنو په برخه کې د فارم رول :

د زراعتي څېړنو فارم د یوه طبیعي او ښوونیز لابراتوار په توګه د علمي څېړنو، د محصلانو د فراغت پروژو، عملي زده کړو او تخنیکي مهارتونو د پراختیا لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی دی. د کرنې پوهنځي محصلان کولای شي د خپلو عملي فعالیتونو، څېړنیزو پروژو او علمي مطالعاتو یوه مهمه برخه په همدې فارم کې ترسره کړي.

اساسي ارزښتونه

  • علمي او څېړنیزو اصولو ته ژمنتیا؛
  • کیفیت او نوښت؛
  • مسؤلیت‌پذیري او روڼتیا؛
  • د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنه؛
  • د پایدارې کرنې پراختیا؛
  • علمي همکاري او مشارکت.

علمي او اداري کادر

د زراعتي څېړنو فارم د کرنې پوهنځي تر مدیریت لاندې، د استادانو، څېړونکو، تخنیکي کارکوونکو او محصلانو په همکارۍ فعالیت کوي او د غزني پوهنتون د علمي او څېړنیزو موخو د تحقق لپاره هڅې کوي.