د کرنیزو کاروبارونو د طرحو جوړولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه په سل کرنیز کاروبارونه کتاب کې ازموینه ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د غوره او عملي کرنیزو کاروباري طرحو د رامنځته کولو او د محصلینو د سوداګریزو وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه، د کرنې پوهنځي له ګڼ شمېر محصلینو څخه د «سل کرنیز کاروبارونه» کتاب په محتوا کې ازموینه واخیستل شوه.
د کرنې پوهنځي د مسؤلینو په وینا د دغي ازموینې موخه د محصلینو د علمي کچې ارزونه، د کرنیزو کاروبارونو په برخه کې د هغوی د پوهې لوړول او د نوښتګرو، اغېزمنو او اقتصادي پلوه ګټورو کاروباري طرحو جوړولو ته هڅول دي.
د یادونې وړ ده چې د ازموینې د پایلو تر اعلان وروسته به غوره او ممتاز محصلین د کاروباري طرحو تر جوړولو وروسته د هیواد په سطحه ترسره کېدونکې سترې سیالي ته ور وپېژندل شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۵/۲۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۸/۱۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۰۱م
