د غزني پوهنتون رهبري شورا ناسته ترسره او د پسرلني سیمیستر د درسونو د پیل سربېره په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندې د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۳:۳۷
mk

ورځ او نېټې: پنج شنبه

د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان ۲۸مه

د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال حوت ۹ مه

د ۲۰۲۵ میلادي کال د فبروري ۲۷ مه

نن ورځ د غزني پوهنتون رهبري شورا ناسته د دغه پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره او د پسرلني سیمیستر د درسونو د پیل سربېره، د کتابتون د لابراتوار او کمپیوتر لیب د تجهیزاتو د برابرولو ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو باندې د بحث ترڅنګ لازمي پریکړي وشوې.

د ناستي پیل د کلام الله په مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې عمومي رئیس ښاغلي منصور د شورا غړو ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ، د تیري رهبري شورا اړوند پریکړو ته لنډه کتنه وکړه.

دارنګه یې د نوي اجنډا سره سم د کارکوونکو لپاره د اضافه کاري د وخت په تعین، د پسرلني سیمیستر د درسونو د پیل او د محصلانو د حاضري او د محصلانو لپاره د لیلیې پروخت اماده کولو، او د روژې په مبارکه میاشت کې د قرآنکریم د ترجمې د وخت په تعین، د کتابتون لابراتوار او کمپیوتر لیب لپاره د بعضي تجهیزاتو په اماده کولو، او د کرنې پوهنځي د استادانو او محصلینو د څېړنو لپاره د ځمکي برابرولو او د استادانو لپاره د مسلکي انکشاف د مرکز په بیرته فعالولو او د برق بیل د کنټرول او د اضافي مصارفو د مخنیوي تر څنګ یې په یو شمیر متفرقه او مهمو موضوعاتو د بحث او خبرو اترو ترڅنګ، لازمي پریکړي وشوې.

او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS