غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.
د یاد نصاب تدریس د دعوت ارشاد آمريت مبلغ مولوي محترم نظر محمد مطمئن لوري د شرعي نصوصو په رڼا کې د قربانۍ د شرعي احکامو، د هغې د فضیلت او اهمیت، د قربانۍ د حیوان د شرایطو، آدابو او اړوندو مسئلو په اړه هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل. همدارنګه نوموړي د هدي او عقیقې د ذبحې اړوند شرعي احکام هم بیان کړل.
د تدریس په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته د موضوع په تړاو لازم او قناعتبښونکي ځوابونه وړاندې شول.
نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق
۲۹ ثور ۱۴۰۵ هـ ش
۱۹ می ۲۰۲۶
