د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت د کیفیت لوړاوي کمېټې ناسته ترسره شوه؛ په دې ناسته کې د دوره یې فورمونو ډکولو پلان او طرزالعمل په اړه د بحث او خبرو اترو ترڅنګ لازمې پرېکړې وشوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۱۴
cv

۱۴۴۶هـ ق د رجب المرجب ۲۷مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ۹مه

۲۰۲۵م د جنورۍ ۲۸مه

نن ورځ د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ د تضمین کیفیت د کیفیت لوړاوي کمېټې ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د دوره یې فورمونو ډکولو پلان، طرزالعمل او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندې د بحث او خبرو ترو ترڅنګ لازمې پرېکړې وشوې.

ناسته د کلام الله په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، او د علمي چارو مرستیال ښاغلي حمزه د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ اړینې سپارښتنې وکړې. نوموړي غوښتنه وکړه، چې خپلي ورځنۍ علمي چارې په منظمه توګه ترسره کړئ او د کمېټو اړوند کارونه او پرېکړې په خپل وخت او د اخلاص له مخې سرته ورسوئ.

وروسته د اجنډا له مخې د تېرې ناستې پرېکړو او مصوباتو ته لنډه کتنه وشوه. همدارنګه، د دوره یې فورمونو د ډکولو پلان او طرزالعمل، د شپږګونو پوهنځیو د ارزونې مهالوېش، د کلنۍ ارزونې راپورونو لپاره اړینې تیارۍ، او د پوهنتون د څلورو معاونیتونو د ارزونې په اړه بحث وشو او په اړوند یې پرېکړې وشوې.

ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري مسؤلینو له لوري د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د منظم ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د معاونیتونو د معاون صاحبانو او پوهځیو د رئیسانو په ګډون د عالیې او عالمیې مرحلې ازموینې د ښه تنظیم، شفافیت او پر ټاکلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

BACK TO NEWS