غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند ۱۷ ګڼه فرمان تدریس شو.

gu_user1
Mon, Oct 27 2025 1:17 PM
wr

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند ۱۷ ګڼه فرمان تدریس شو.
دغه فرمان د یاد آمریت د آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري په اونۍ کې هره یکشنبه او دوشنبه تدریسیږي چې پکي د فرمان ټولي مادې، د هغې موخې، اهمیت او په ټولنه کې د ناسمو فرهنګي او اقتصادي رواجونو د له منځه وړلو تګلارې یې تشریح کړې. ښاغلي خلیل وویل چې د ۱۷ ګڼې فرمان عملي کول د ټولنې د سالمې ودې او شرعي ارزښتونو د ټینګښت سبب ګرځي.

د غزني پوهنتون مسؤلین ژمنه کوي چې د یاد فرمان د بشپړ عملي کولو لپاره به ورته روزنیز پروګرامونه دوامداره کړي او د پوهاوي سطحه به لا لوړه کړي، څو په ټولنه کې د ناسم رسم او رواج او بې ځایه مصارفو مخنیوی په اغېزمن ډول ترسره شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 دوشنبه، ۵ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS