د غزني پوهنتون خپله اتمه ګڼه علمي او څېړنیزه مجله تر بشپړیدو وروسته چاپ او نشر ته وسپارله.

gu_user1
Thu, Oct 16 2025 11:10 AM
yu

د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزه مجله چې د هېواد د لوړو زده کړو د بنسټونو له مهمو علمي خپرونو څخه ده، خپله اتمه ګڼه یې تر بشپړیدو وروسته د چاپ او نشر لپاره وسپارله.
دغه علمي مجله د غزني پوهنتون د علمي بورډ تر مستقیمې څارنې لاندې چمتو شوې چې پکې د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او څېړونکو علمي، څېړنیزې او تحلیلي لیکنې راټولې شوې دي. د مجلې دا ګڼه د طبیعي علومو، ټولنیزو علومو، ژبپوهنې، تعلیم او روزنې، او د اسلامي مطالعاتو په برخو کې نوې څېړنې او علمي مقالې رانغاړي.
د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼي د مجلې د اتمې ګڼې د بشپړیدو په مناسبت وویل:
دا د پوهنتون د علمي ظرفیت د پیاوړتیا، د څېړنیزې روحیې د هڅونې، او د علمي نوښت د ترویج یو بل مهم ګام دی. موږ ویاړو چې زموږ پوهنتون د علمي خپرونو له لارې د ملي او نړیوالو علمي بحثونو برخه ګرځي. او زیاته یې کړه چې د اتمې ګڼې د چمتو کولو په بهیر کې د علمي معیارونو، د څېړنو د اعتبار ټول اصول په بشپړ ډول مراعات شوي دي، څو د لوړو علمي معیارونو لرونکې مجله لوستونکو ته وړاندې شي.
د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزه مجله هر کال دوه ځله خپریږي چې موخه یې د علمي مقالو، څېړنو او فکري نظریاتو د خپرولو له لارې د پوهنتوني څېړنو د ودې او د علمي تبادلې د فرهنګ پیاوړتیا ده.
د پوهنتون مسؤلینو وویل چې د مجلې چاپ شوې نسخه به ژر د استادانو، اداري کارکوونکو او د علمي څېړنو له لېواله کسانو سره شریکه شي، او برېښنايي بڼه یې د پوهنتون رسمي وېب‌پاڼې او ټولنیزو رسنیو  لارې د عامو لوستونکو لاسرسي ته وړاندې شوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه، ۲۳، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۴، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS