د غزني پوهنتون د ماسټر پلان او تفصیلي پلان د چټک بشپړېدو په موخه د کور او ښار جوړولو ریاست له مسؤلینو سره ګډه ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Wed, Oct 08 2025 3:00 PM
qw

د غزني پوهنتون د فزیکي پرمختګ او معیاري ودانیزو چارو د تنظیم او تسریع په موخه، د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذولهادي د کور او ښار جوړولو ریاست له رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم سره ګډه ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د دواړو لورو تر منځ د یاد پوهنتون د ماسټر پلان او تفصیلي پلان د جوړونې بهیر، پرمختګ او پاتې مرحلو په اړه هر اړخیز بحث وشو.

د غونډې پر مهال شیخ صاحب ټینګار وکړ چې د ماسټر پلان بشپړول د پوهنتون د راتلونکي فزیکي پراختیا، معیاري ودانیو، شنو ساحو، او د محصلینو د مناسب چاپېریال لپاره حیاتي اهمیت لري. همدارنګه، د کور او ښار جوړولو ریاست استازو ډاډ ورکړ چې تخنیکي ټیم به د پلان جوړونې چارې په چټکۍ سره پرمخ وړي او د کیفیت د ساتنې ترڅنګ به د وخت د سپما هڅه هم کوي.
د دواړو اړخونو ترمنځ هوکړه وشوه چې د ګډو تخنیکي غونډو لړۍ به دوام ومومي، څو د پلان جوړونې ټول تخنیکي او عملي جزئیات په بشپړ همغږۍ سره پای ته ورسېږي.
یادونه باید وشي چې د غزني پوهنتون د ماسټر پلان بشپړېدل به نه یوازې د پوهنتون د بنسټیزو ودانیو د منظم پرمختګ لپاره لار هواره کړي، بلکې د ښار د ښاري نظم او پرمختیایي همغږۍ په برخه کې هم مثبته ونډه ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه، ۱۵، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۶، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS