غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلینو ته د نشه یې توکو د زیانونو او د مخنیوي لارو چارو باندي د عامه پوهاوي اړوند معلوماتي سمينار ترسره شو.

gu_user1
Wed, Oct 08 2025 2:10 PM
de

غزني پوهنتون کې د محصلانو د چارو معاونيت اړوند د روانې مشاورې مرکز له لوري یو شمېر محصلینو ته د نشه يي توکو د زیانونو او د انسان په روغتيا باندې داغېزو باندې د عامه پوهاوي معلوماتي سمينار ترسره شو.
دغه سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې استاد، پوهنمل حبيب الله پائیز له لوري وړاندې شو چې پکي محصلینو ته د نشه يي موادو د ډولونو، د مخنیوي پر لارو چارو او د انسان په جسمي او رواني اغېزو باندي یې تفصيلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د نشه يي موادو کارول نه يوازې د انسان فزيکي روغتيا له منځه وړي، بلکې د هغه ذهني، کورني او ټولنيز ژوند پر بېلابېلو اړخونو ژور منفي اغېز کوي.
د سيمينار ګډونوالو د موضوع په اړه پوښتنې وکړې او د سالم ژوند د ارزښت او د نشه يي موادو د مخنیوي په اړه ګټور بحثونه ترسره شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه، ۱۵، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۶، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS