غزني پوهنتون ته د سمنګان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو د یو رسمي علمي سفر په ترڅ کې د دغه پوهنتون له علمي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه.

gu_user1
Sat, Sep 27 2025 2:54 PM
nm

قمري نېټه: ربیع الثاني ،۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ۵ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۲۷ ، ۲۰۲۵م 

نن ورځ غزني پوهنتون ته د سمنګان پوهنتون یو شمیر استادانو او اداري کارکوونکو د علمي اړیکو د پیاوړتیا او د تجربو د تبادلې په موخه د یاد پوهنتون له علمي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې د غزني پوهنتون مسؤلینو دغه پلاوي ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ د دوی له دغي لیدنې څخه مننه وکړه او د دواړو پوهنتونونو تر منځ د دوامداره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د سمنګان پوهنتون استازو د غزني پوهنتون له بیلابیلو اداري چارو او د خپلو تجاربو شریکولو په موخه یې له بیلابیلو اداري شعباتو لیدنه وکړه او د پوهنتون د لاسته راوړنو او پرمختګونو ستاینه یې وکړه او همداراز یې د تلپاتي اړیکو او علمي تجاربو د شریکولو پر اړتیا ټینګار وکړ. هغوی وویل چې دغه ډول علمي سفرونه نه یوازې د پوهنتوني اړیکو د پراختیا لامل کېږي، بلکې د استادانو او کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې هم رغنده رول لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS