غزني پوهنتون کې له (٥٩٧) تنو علماوو څخه د ثانویه او مافوق ثانويه درجو علمي سویې تثبیت د ازموینې په موخه د بایومتریک بهیر په منظم ډول پیل شو.

gu_user1
Thu, Sep 25 2025 12:00 PM
zx

قمري نېټه: ربیع الثاني ،٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ٣ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٥ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې له لوري له (۵۹۷) تنو علماوو څخه د ثانويه او مافوق ثانويه درجو علمي سویو تثبیت د ازموینې په موخه د بایومتریک بهیر په خورا منظم او شفاف ډول پیل شو.
دغه بهیر د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي او تخنیکي ټیم او د غزني پوهنتون مسؤلینو په ګډه همکارۍ د عدلي، تعلیمي او اداري اصولو پر بنسټ پر مخ ځي، چې موخه یې د ازموینې شفافیت، د ګډونوالو د هویت کره توب، او د هر ډول احتمالي ستونزو مخنیوی دی، تر څو دغه ازموینه په منظم او روڼ ډول ترسره شي.
د ازموینې هدف د علماوو د علمي سویې تثبیت، د اسنادو کره توب، او د علمي نظام د لا پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
ګډونوالو علماوو هم له دغه بهیر څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د بایومتریک سیستم د دوی د علمي هڅو د ساتنې او د ازموینې د عادلانه ترسره کېدو لپاره اغېزمنه وسیله ده.

د یادونې وړ ده چې دغه ازموینه به د غزني پوهنتون او ازموینو ملي ادارې په ګډه همکارۍ د جمعې په ورځ ترسره شي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS