غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دوهم ټولګي ۷۱ تنه محصلینو ته د آنلاین کتابتون، هیمیس سیستم او ګوګل حساب جوړولو اړوند یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Wed, Sep 17 2025 2:57 PM
mi

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٤، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٦ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٨ ، ۲۰۲۵م 

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د لومړي او دوهم ټولګي ۷۱ تنه محصلینو ته د آنلاین کتابتون، هیمیس سیستم او ګوګل حساب جوړولو په موخه یو ورځنی معلوماتي سمینار ترسره شو.
یاد سمینار د محصلینو د معلوماتي او تخنیکي وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوی و، څو محصلین وکولای شي د نوې ټکنالوژۍ له لارې د درسي سرچینو څخه ښه ګټه واخلي او د پوهنتوني چارو لپاره اړین برېښنایي خدمات په خپلواکه توګه وکاروي.
دغه سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي د استاد پوهنیار مصطفی رحیمي له لوري وړاندې شو. ښاغلي رحیمي د انټرنېټي کتابتون د کارونې عملي لارې چارې، د هیمیس سیستم د ثبت او ګټې اخیستنې څرنګوالی، او د ګوګل حساب جوړولو ګام په ګام پروسه محصلینو ته په تفصیل سره وښودله.
محصلینو د سیمینار له پای وروسته د یادو موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې او د استاد له لوري ورته لازمې لارښوونې ورکړل شوې. او  دغه پروګرام یې د خپل علمي پرمختګ او تخنیکي وړتیاوو د لوړولو لپاره ګټور وباله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS