غزني پوهنتون کې د (ځوان نسل فکري روزنې کتاب) سیالۍ د ترسراوي په موخه ځانګړې کمېټه جوړه او د کمېټې غړو ته د سیالۍ د ښه ترسره کولو په موخه ځانګړي مسؤلیتونه وسپارل شول.

gu_user1
Tue, Sep 16 2025 2:37 PM
df

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٦ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندې د «ځوان نسل  فکري روزنې کتاب » سیالۍ د ترسره کولو په موخه ځانګړې کمېټه جوړه او د کمېټې غړو ته دندې ورکړل شوې ترڅو د دغه کتاب په ارزښت او اهمیت ټول محصلین وپوهول شي او په سیالۍ کې په پراخه پیمانه ګډون ترسره کړي. او دارنګه د سیالۍ په جوړښت، منظموالې او شفاف ترسراوي اړوند بحث او لازمي پریکړي وشوې چې پکې د پلان جوړونه، د محصلینو نوملیکنه او د ګډونوالو ارزونه چمتووالی شامل دي.
د محصلانو چارو معاونیت مرستیال وايي، دا سیالي به د محصلینو فکري استعدادونه پیاوړي کړي، د نوښت روحیه به یې وده ومومي او د سالمې سیالۍ فرهنګ به پراخ کړي.
دا اقدام د دې لپاره ترسره کېږي چې د محصلینو ترمنځ د مطالعې فرهنګ پیاوړی، فکري استعدادونه او تحلیلي مهارتونه لا پسې وغوړېږي، او د سالم رقابت روحیه لا قوي شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS