د غزني پوهنتون د کیمیا او بیولوژي لابراتوارونو څخه د مسلم خصوصي پوهنتون د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو دیرش تنه محصلینو د یو علمي سیر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

gu_user1
Sun, Sep 14 2025 3:00 PM
iu

قمري نېټه: ربیع الاول ،۲۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۱۴ ، ۲۰۲۵م

 نن ورځ غزني پوهنتون ته د مسلم خصوصي پوهنتون  د طب او ستوماتولوژي پوهنځیو دېرش تنه محصلینو د عملي زده کړو په موخه علمي سیر ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د دغه پوهنتون د کیمیا او بیولوژي لابراتوارونو څخه د لیدنې ترڅنګ د تضمین کیفیت آمریت له لوري ورته د لابراتوارونو پېژندنې اړوند معلوماتي سمینار هم وړاندې شو.
یاد علمي سفر چې د مسلم پوهنتون د علمي چارو مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، د طب پوهنځي استادانو او محصلینو پکې شتون درلود، د دواړو پوهنتونونو د دوه اړخیزو ګډو علمي همکاریو د تړون په اساس ترسره شو. په پیل کې د غزني پوهنتون د مسؤلینو له لوري ورته ښه راغلاست او هرکلی وویل شو، وروسته د تضمین کیفیت آمر پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند له لوري ورته د لابراتوارونو د پېژندنې اړوند معلوماتي سمینار وړاندې شو.
وروسته د لابراتوارونو مسوولینو د ملسم پوهنتون محصلینو ته د لابراتوارونو په جوړښت، د وسایلو په ډولونو او د هغوی د کارونې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ورته د عملي څېړنو په څرنګوالي کې عملي لارښوونې ورکړل شوې.
د مسلم خصوصي پوهنتون محصلینو دغه لیدنه ډېره ګټوره وبلله او څرګنده یې کړه چې د دې ډول علمي سفرونو په ترڅ کې به دوی کولای شي د عملي تجربو له لارې خپله علمي پوهه نوره هم پیاوړې کړي.
د غزني پوهنتون مسوولینو ژمنه وکړه چې د راتلونکي لپاره به هم د علمي او مسلکي همکارۍ په برخه کې ورته فرصتونه برابر کړي، څو محصلین د معیاري زده کړو ترڅنګ له عملي تجربو څخه هم برخمن شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS