غزني پوهنتون عمومي رئیس د یاد ولایت ملی راډیو تلویزیون په "محور" اونیزې خپرونې کې ګډون وکړ او په پوهنتون کې ترسره شوې کړنې او لاسته راوړنې یې له ولس سره شریکي کړې.

gu_user1
Tue, Mar 18 2025 12:19 PM
vb

قمري:  ١٨ رمضان المبارک ۱۴۴۶ 
لمریز:  ٢٨ کب (حوت) ۱۴۰۳ 
میلادي:  ١٨ مارچ ۲۰۲۵

د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د دغه پوهنتون کلنیو لاسته راوړنو په اړه د غزني ملی راډیو تلویزیون په "محور" اونیزه خپرونه کې ګډون وکړ. او په غزني پوهنتون کې په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې ترسره شوې کړني او لاسته راوړني یې له ولس سره شریکي کړې.
په دې خپرونه کې د پوهنتون د پرمختګونو، علمي فعالیتونو، بنسټیزو پروژو، څېړنیزو پروژو، د استادانو او محصلینو لاسته راوړنو، او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل بحث وشو.
د غزني پوهنتون عمومي رئیس د پوهنتون د اداري، علمي، او زیربنایي پرمختګونو تفصیل وړاندې کړ، او ویې ویل چې د تیر کال په جریان کې د تدریسي کیفیت لوړولو، د محصلینو لپاره د غوره چاپېریال برابرولو، او د نوي تعلیمي برنامو پلي کولو لپاره هڅې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې پوهنتون د سیمه‌ ییزو او ملي بنسټونو سره د همکاریو پراخولو ته ژمن دی، ترڅو د محصلینو لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.
په خپرونه کې د پوهنتون د استادانو او محصلینو ځینې لاسته راوړنې هم یادې شوې، چې پکې علمي څېړنې، سیمینارونه، کنفرانسونه، او ابتکاري پروژې شاملې دي.

د نشراتو او عامه اړېکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS