د غزني پوهنتون د تحقیقاتو او علمي څېړنو معاونیت له لوري د یاد پوهنتون استادانو ته د تحقیقي اخلاقو او څېړنیزو اطلاعاتو د راټولولو لاري چاري تر عنوان لاندي دوه ورځنی سمینار دائر شو.

gu_user1
Mon, Oct 14 2024 2:26 PM
ag

دوشنبه: ۱۱/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۲۳/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۱۴/اکټوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د تحقیقاتو او علمي څېړنو معاونیت له لوري د دغه پوهنتون استادانو ته د تحقیقي اخلاقو او د څېړنیزو اطلاعاتو د راټولولو لاري چاري تر سرلیک لاندي دوه ورځنی علمي سمینار دائر شو، د سمینار د پیل پرمهال د یاد پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د داسي سمینارونو دائرول ګټور وبلل او ویې ویل چې علمي سمینارونه د پوهي د کچي د لوړوالي، په پوهنتون کې د استادانو د همغږۍ او یووالي او همدارنګه یو له بل سره د علمي معلوماتو د شریکولو سبب کیږي ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې استادان باید د علمي څېړنو د ترسره کولو ترڅنګ باید د محصلینو درسونو او د هغوي د بې ځایه وخت تیرولو مخنیوي ته زیاته توجه وکړي او خپل مسؤلیت په خپل وخت ادا کړي.

ورپسې د تعلیم او تربیې پوهنځي د تاریخ څانګي استاد پوهنیار سید رحمت الله موسوي د تحقیق په روشونو، د علمي تحقیقاتو په سرقت او د علمي تحقیقاتو د سرقت په ډولونو او همدارنګه د څېړنو په اخلاقي کودونو، د څېړنو د سرته رسولو په برخه کې د فورم او د مقاله لیکونکي لپاره د مقاله لیکني شرطونو اړوند چمتو کړي معلومات وړاندي کړل. او د سمینار په دوهمه برخه کې د زراعت پوهنځي استاد پوهنمل روح الله کمال د څيړني په اخلاقو، څېړنیزو سرغړونو او همدارنګه په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالاتو په عادلانه کره کتنه او د مقاله کره کتونکو په دندو، قوانینو او د څېړنو د مالي موضوعاتو اړوند معلومات وړاندي کړل او په پای کې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS