د غزني پوهنتون د خزاني سمیستر د روان درسي بهیر د کیفیت ارزوني په موخه نظارت ترسره شو.

gu_user1
Sat, Oct 05 2024 11:53 AM
ah

شنبه: ۲/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۶ه.ق

۱۴/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۵/اكتوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د خزاني سمیستر د درسي بهیر د لا ښه والي او د کیفیت ارزوني په موخه نظارت ترسره شو. دغه ارزیابي چې د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب او د تضمین کیفیت آمر پوهنمل احسان الله کامران له لوري ترسره شوه پکې د درسونو د روان بهیر څخه د محصلانو د رضایت، د عملي زده کړو، پر خپل وخت صنف ته د استادانو راتګ او محصلینو ته د ورکړل شوو کورس پالیسیو مطابق د درسونو مخته تلل او په صنفونو کې د محصلینو د ستونزو اړوند یې پوښتنې وکړې او د درسونو د کیفیت د لا ښه والي په موخه یې د محصلینو نظرونه واخیستل چې په دې سره محصلینو د روان درسي بهیر څخه رضایت او خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې درسونه یې په منظم ډول پرمخ روان دي او د پوهنتون له رهبري نه یې مننه وکړه چې وخت په وخت د دوي ستونزي له نیژدې څخه اوري او پر خپل وخت ورته رسېدنه کوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS