غزني پوهنتون کې محصلینو ته د افتخاري درسونو د پیل سره سم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې اړوند اصلاحي او فکري سمینار پیل شو.

gu_user1
Sun, Sep 27 2026 2:20 PM
io

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد  آمریت له لوري محصلینو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې تر سرلیکونو لاندې د اصلاحي او فکري درسونو لړۍ پیل شوه.
د یادو درسونو موخه د محصلینو دیني پوهاوی لوړول، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، د ټولنیز مسؤلیت احساس روزل او د اسلامي نظام د اصولو په اړه د هغوی علمي پوهه پراخول دي.
دغه اصلاحي درسونه به د ټاکل شویو شیوخو کرامو له لوري د ترتیب شوي مهالوېش له مخې د پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شي.
هېره دي نه وي چې دغه افتخاري درسونه په یوه سمیستر کې محصلینو ته دوه ځله د مختلفو موضوعاتو تر سرلیک لاندې ترسره کیږي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۴ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۷م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS