غزني پوهنتون کې محصلینو ته د افتخاري درسونو د پیل سره سم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې اړوند اصلاحي او فکري سمینار پیل شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۰
io

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد  آمریت له لوري محصلینو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګټو او په اسلامي نظام کې د آمر د ټاکنې تر سرلیکونو لاندې د اصلاحي او فکري درسونو لړۍ پیل شوه.
د یادو درسونو موخه د محصلینو دیني پوهاوی لوړول، د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، د ټولنیز مسؤلیت احساس روزل او د اسلامي نظام د اصولو په اړه د هغوی علمي پوهه پراخول دي.
دغه اصلاحي درسونه به د ټاکل شویو شیوخو کرامو له لوري د ترتیب شوي مهالوېش له مخې د پوهنتون د ټولو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شي.
هېره دي نه وي چې دغه افتخاري درسونه په یوه سمیستر کې محصلینو ته دوه ځله د مختلفو موضوعاتو تر سرلیک لاندې ترسره کیږي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۴ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۵ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۷م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۱۲
Background image

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي محصلینو ته د شرعي احکامو او حقوقي اصولو په تطبیق کې د هغوی د مهارتونو د پیاوړتیا په موخه د میراث مدني قضیې په تړاو تمثیلي محکمه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د حقوقي کلینیک او د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت په ګډه همکاري د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو له لوري، د علمي او عملي وړتیاوو لوړولو، شرعي احکامو او حقوقي اصولو په تطبیق. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۴۹
Background image

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د مالي پوهاوي د کچې لوړولو او د معاصرو مالي خدمتونو د پېژندنې په موخه د پیسو، برېښنايي تادیاتو او مني ګرام د رول په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له لوري د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د مالي پوهاوي د کچې لوړولو او د معاصرو مالي خدمتونو د پېژندنې په موخه د پیسو، برېښنايي تادیاتو او «مني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د اسنادو د خوندیتو، منظم ساتنې او اغېزمن مدیریت په موخه، اداري کارکووونکو ته د آرشیف او اداري اسنادو د فایلینګ سیستم پنځه ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو.

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د اداري اسنادو د خوندیتوب، منظم ساتنې او اغېزمن مدیریت په موخه، اداري کارکوونکو ته د آرشیف او اداري اسنادو د فایلینګ سیستم تر سرلیک لاندې. . .

BACK TO NEWS