غزني پوهنتون کې د اسنادو د خوندیتو، منظم ساتنې او اغېزمن مدیریت په موخه، اداري کارکووونکو ته د آرشیف او اداري اسنادو د فایلینګ سیستم پنځه ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو.
غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د اداري اسنادو د خوندیتوب، منظم ساتنې او اغېزمن مدیریت په موخه، اداري کارکوونکو ته د آرشیف او اداري اسنادو د فایلینګ سیستم تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی معلوماتي او روزنیز سمینار پیل شو.
د سمینار د پیل پرمهال د یاد آمریت آمر مولوي جلال الدين حلیمي دغه سمینار مهم او ارزښتمن وبلل او له ټولو اداري کارکوونکو څخه یې، سمینار ته پر خپل وخت راتګ او فعاله ګډون غوښتنه وکړه.
وروسته سمینار د تضمین کیفیت آمر پوهنیار مصطفی رحیمي وړاندې کړ؛ چې پکي ګډونوالو ته د اداري اسنادو د ثبت، ترتیب، طبقهبندۍ، آرشیف کولو، خوندي ساتنې او د اړتیا پر مهال د اسنادو د چټک موندلو په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.
د یاد سمینار موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اسنادو په ساتنه کې د معیاري اصولو پلي کول او د پوهنتون په اداري چارو کې د نظم، شفافیت او اغېزمنتیا پیاوړتیا ده.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۶/۱۲ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۹/۰۲ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۱/۲۳م
