غزني پوهنتون کې د اسنادو د خوندیتو، منظم ساتنې او اغېزمن مدیریت په موخه، اداري کارکووونکو ته د آرشیف او اداري اسنادو د فایلینګ سیستم پنځه ورځنی معلوماتي سمینار پیل شو.

gu_user1
Mon, Nov 23 2026 2:16 PM
cz

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د اداري اسنادو د خوندیتوب، منظم ساتنې او اغېزمن مدیریت په موخه، اداري کارکوونکو ته د آرشیف او اداري اسنادو د فایلینګ سیستم تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی معلوماتي او روزنیز سمینار پیل شو.

د سمینار د پیل پرمهال د یاد آمریت آمر مولوي جلال الدين حلیمي دغه سمینار مهم او ارزښتمن وبلل او له ټولو اداري کارکوونکو څخه یې، سمینار ته پر خپل وخت راتګ او فعاله ګډون غوښتنه وکړه.

وروسته سمینار د تضمین کیفیت آمر پوهنیار مصطفی رحیمي وړاندې کړ؛ چې پکي ګډونوالو ته د اداري اسنادو د ثبت، ترتیب، طبقه‌بندۍ، آرشیف کولو، خوندي ساتنې او د اړتیا پر مهال د اسنادو د چټک موندلو په اړه اړین معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.

د یاد سمینار موخه د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د اسنادو په ساتنه کې د معیاري اصولو پلي کول او د پوهنتون په اداري چارو کې د نظم، شفافیت او اغېزمنتیا پیاوړتیا ده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

دوشنبه

۱۴۴۸/۰۶/۱۲ هـ.ق

۱۴۰۵/۰۹/۰۲ هـ.ش

۲۰۲۶/۱۱/۲۳م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS