غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د احتمالي اور لګېدنې پر مهال د پر وخت غبرګون؛ او اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

gu_user1
Sun, Sep 20 2026 2:23 PM
af

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي پوهاوي او د احتمالي اورلګېدنې پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د وړتیا لوړولو په موخه، د اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل پرمهال د کارکوونکو چارو مولوي جلال الدین حلیمي د موضوع اهمیت ته په اشارې سره وویل چې باید ټول کارکوونکې پر وخت په دغو پلان شوو سمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون تر څو ظرفیتونه لوړ او اداري چارې لا چټکي شي.
وروسته یاد سمینار د علمي څېړنو د مرستیال پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند له لوري وړاندې شو؛ چې پر مهال یې  ګډونوالو ته د اور وژنې د بېلابېلو وسایلو د پېژندنې، د هغوی د کارونې د څرنګوالي، د اورلګېدنې پر مهال د لازمو احتیاطي تدابیرو او د پېښو د مخنیوي په اړه لازم معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.
د سمینار موخه د اداري کارکوونکو د پوهاوي لوړول، د اورلګېدنې د احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا او د انساني او مادي زیانونو د مخنیوي په برخه کې د مسؤلیت احساس رامنځته کول و.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 یکشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۰۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۶/۲۹ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۰م

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS